د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځان مرګي بريدونه (شرعي تحقيق)

مولانا دود مل 07.03.2013 12:54

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

په داسې وخت كې چې د علم او حق اظهار ډېر ضروري دے، زمونږ اكثره عالمان خاموش دي. دسيمې عالمان بايد دغه چوپتيا نوره ماته كړي او د قرآن او سنت په رڼا كې د خلقو او قومونو لار ښوونه وكړي. ايا ځان مرګي بريدونه په خپل ذات كې شرعي جواز لري؟ ايا ددغه كار لپاره كوم شرعي دليل او بنياد شته؟ دا يوه داسې پوښتنه ده چې نن يې د ځوابولو كوښښ كوم او په دې سره خپله غاړه خپل الله ته او بيا خپل مسلمان امت ته خلاصوم.
الله تعالٰى په قرآن مجيد كې فرمايي: ’’تاسو خپل ځانونه مه وژنئ، بېشكه الله په تاسو ډېر مهربانه دے.‘‘ (النسآء 29:4)
په دې ايت كې د ځان وژنې نه منع راغلې ده، سبب، مقصد او نيت چې هر څه وي، ځكه چې حكم عام دے، ځان مرګي بريد كوونكے تر ټولو مخكې خپل ځان وژني او ددې ايت په رڼا كې دغه كار حرام دے، او په هيڅ دليل ترې ځان مرګے مستثنٰى نه دے، د قرآن مجيد ددې واضح ايت نه اعراض او په ځاى يې د خلكو د رايو او افكار پسې تلل جائز نه دي. همدارنګې نبيﷺ هم د خپل ځان د وژلو نه منع كړې ده، فرمايي: ((مَنْ قَتَلَ نَفْسَهُ بِحَدِيدَةٍ فَحَدِيدَتُهُ فِي يَدِهٖ يَتَوَجَّأُ بِهَا فِي بَطْنِهٖ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدًا مُخَلَّدًا فِيهَا أَبَدًا)) ’’چاچې ځان په څه اوسپنه ووژلو، نو دده په لاس كې به دغه اوسپنه وي او د جهنم په اور كې به په خپله خېټه كې دغه اوسپنه ننباسي او په جهنم كې به همېشه او تل ترتله وي.‘‘ (صحيح البخاري، حديث: 2778 ، و صحيح مسلم، 313)
حديث هم عام دے او نبيﷺ ترې دغه ځان مرګي بريدونه نه دي مستثنٰى كړي: (وَ مَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا) ’’او ستا رب څه هېروونكے نه دے.‘‘ نو دا ډېر سخت وعيد دے، بايد ياد وساتل شي.
3 بله خبره دا ده چې دغه ځان مرګي حملې د نبيﷺ په زمانه كې نه وې او نه يې په دې حقله څه ترغيب وركړے دے حتى چې دې ته يې اشاره قدرې هم نه ده كړې، نو كه دا جائز وے، ذكر به يې خامخا په حديثونو او اثارو كې راغلے و. او دا يو داسې دليل دے چې يوازې هم دا كافي دے او تر ټولو غوره كار هغه دے چې د سنت نه ثابت وي. جهاد هم يو عبادت دے، لهذا دده دپاره هم هغه طريقه په كار ده چې شرعي وي.
4 د ځان مرګي بريد په ځاى د شرطونو د لاندې د شرعي او اسلامي جهاد لپاره د جنګ نورې طريقې اولارې په هر ځاى كې ممكن دي، لهٰذا انتحاري حملو ته اړتيا نشته.
اعتراضونه:
د ځان مرګي بريدونو قائلين ددغو خود كُش حملو د جواز دپاره څه شبهات وړاندې كوي خو په هغو كې يو هم ددغو حملو د جواز دليل نشي جوړيدے، بلكې هغه ټول د فدايي حملو د جواز دليلونه دي، ځكه چې په انتحاري حملو كې د حمله كوونكي مرګ يقيني وي او په فدايي حملې كې مرګ يقيني نه وي بلكې په ځينې وختونو كې حمله كوونكے روغ رمټ وځي.
په دې سلسله كې د ځان مرګي بريد د جواز قائلين هغه حديث په دليل كې وړاندې كوي چې په صحيح مسلم كې راغلے دے چې هغه هلك چې راهب شاګرد و، د ډېرو مرحلو نه وروسته يې كافر بادشاه ته وويل: ته مانشې وژلے تردې چې ته هغه كار وكړې چې زه يې تاته وايم. كافر بادشاه وويل: هغه څه دي؟ هلك وويل: ټول خلق په پراخه مېدان كې جمع كړه، بيا ما په دار وځړوه، بيا زما د غشو د كڅوړې نه يو غشے راواخله، په لينده كې يې كېده او ووايه: ((بِاسْمِ اللهِ رَبِّ الْغُلَامِ))’’د الله په نوم سره چې دغلام رب دے.‘‘ او بيا پرې ما ووله. كه داسې دې وكړل، نو ما به ووژلے شې، نو هغه بادشاه هم داسې وكړل او دغه هلك يې ووژلو. (صحيح مسلم، حديث: 7703)
خو لكه څنګه چې څرګنده ده دا انتحار نه دے بلكې دا د بادشاه په لاس قتل دے پخپله غلام ځان نه دے وژلے.
ځينې په كې د يونسu سمندر ته ځان غورځول هم د دليل په ډول نيسي، خو دغه هم دليل نشي جوړېدلے، ځكه چې هغه خو مغلوب شوے و او قرعه دده په نوم ختلې وه، په قرآن كې الله تعالٰى فرمايي:  (الصافات 141:37)
’’نو هغه په قرعه اچولو كې شريك شو، نو د مغلوبو ځنې شو.‘‘
بله خبره دا ده چې دا هم انتحاري عمل نه و، ځكه نو د مرګ نه هم بچ شو۔.
لنډه دا چې د ځان مرګي حملو د جواز په حقله هيڅ يو واضح او ښكاره دليل نشته، تشې راى او د خېټو خبرې دي چې سياسي جنګيان يې وړاندې كوي. په دې حقله د امت سترو عالمانو څرګندونې هم كړې دي.
د سعودي عرب پخواني ستر مفتي شيخ عبد العزيز بن باز a فتوىٰ
د ابن باز a نه د يهودو په ضد د انتحاري حملې په باره كې پوښتنه وشوه. هغه په جواب كې وويل: مونږ په كراتو دا خبره كړې ده چې دا كار صحيح نه دے، ځكه چې دا ځان وژنه ده او الله فرمايي:  ’’تاسو خپل ځانونه مه وژنئ.‘‘
او نبيﷺ فرمايلي دي: ((مَنْ قَتَلَ نَفْسَهُ بِشَيْءٍ عُذِّبَ بِهٖ يَوْمَ الْقِيَامَةِ))’’چاچې خپل ځان په څه شي ووژلو، د قيامت په ورځ به هغه ته په دغه كار سره عذاب وركولے شي.‘‘لهٰذا د فلسطينيانو دغه كار غلط دے.
د مسلمان امت ستر محدث محمد ناصر الدين الباني a فتوىٰ
البانيa فرمايي: نَحْنُ نَقُولُ: اَلْعَمَلِيَاتُ الْاِنْتِحَارِيَّةُ كُلُّهَا غَيْرُ مَشْرُوعَةٍ وَ كُلُّهَا مُحَرَّمَةٌ وَ قَدْ تَكُونُ مِنَ النَّوْعِ الَّذِي يَخْلُدُ صَاحِبُهُ فِي النَّارِ وَ قَدْ تَكُونُ مِنَ النَّوْعِ الَّذِي لَا يَخْلُدُ صَاحِبُهُ.
’’مونږ وايو انتحاري (ځان مرګي) بريدونه ټول ناجائز او حرام دي. ځينې په كې داسې دي چې كوونكے يې ابدي جهنمي دے او په ځينو كې ابدي جهنمي نه وي.‘‘
حتى چې هغوى تردې هم ويلي: أَقُولُ: اَلْيَوْمَ لَا جِهَادَ فِي الْأَرْضِ الْإِسْلَامِيَّةِ إِطْلَاقًا هُنَاكَ قِتَالٌ فِي كَثِيرٍ مِنَ الْبِلَادِ ’’زه وايم: نن په ټوله اسلامي نړۍ كې جهاد نشته، هو په ځينو ملكونو كې جنګ روان دے.‘‘
د سعودي عرب ستر فقيه شيخ محمد بن صالح العثيمينaفتوىٰ
ځينې خلق چې انتحاري حملې كوي، په دې ډول چې منفجره توكې دځان پورې ونښلوي او بيا د كافرانو په مينځ كې ځان ته چاودنه وركوي، دا ځان وژنه ده او څوك چې خپل ځان وژني هغه به په جهنم كې همېشه او تل تر تله وي، ځكه چې په دغه كار كې د اسلام هيڅ ګټه نشته، كه يو سړے ځان ووژني او له ځانه سره لس، سل، يا دوه سوه كسان مړه كړي، په دې سره اسلام ته فائده نه رسېږي. خلق اسلام ته نه راوړي. په خلاف د هغه هلك د قصې چې په هغې كې ډېرو خلقو اسلام راوړے و.
په ځان مرګي بريد كې كه د كافرانو لس، سل، يا دوه سوه كسان ووژل شي، نو په دې سره خلق اسلام نه راوړي بلكې په دې سره د كافرانو بغض او عناد نور هم زياتېږي (زه وايم چې د اسلام څخه يې نفرت نور هم سوا كېږي)
او دغه عمل دوزخ ته د تلو سبب دے او كوونكے يې شهيد نه دے.
د سعودي عرب بل ستر عالم شيخ صالح بن فوزانd هم دا انتحاريحملو د حرام والي فتوىٰ وركړې ده.۔
ددغو عالمانو ددغو فتواو په اړه وګورئ كتاب: (الفتوحات الإلهية)
د افغانستان د كونړ ولايت د شونكړۍ علاقې اوسېدونكے عالم مولانا امين الله صاحب چې په پشاوري مشهور دے، هغه هم په خپله فتاوى الدين الخالص كې د ځان مرګي بريدونو د حراموالي فتوىٰ وركړې ده. او بالخصوص د ځان مرګي بريدونو دپاره د ښځو او ماشومانو استعمال يې حرام ښودلے دے.
د يادونې وړ ده چې دغه فتوې د هغو انتحاري حملو په باره كې دي چې د حقيقي حربي كافرانو په خلاف ترسره كېږي.
كومې ځان مرګي حملې چې د مسلمانانو په مكتبونو، بازارونو او روغتنونو كې كېږي، او يا د مسلمانانو د افرادي قوتونو، لكه پوليس او فوځ په خلاف ترسره كېږي، د هغو په حراموالي كې څه شك او شبه پاتې كېږي؟
د پاكستاني علماءو اكثريت هم د ځان مرګي بريدونو مخالف دے او په دې باره كې يې فتوې هم وركړې دي. خو هغوي د خپلو ملكي او قومي ګټو په خاطر د دين احكام د پاكستان تر حدودو محدود ساتلي دي، په دې وجه هغوى په پاكستان كې ځان مرګي بريدونو حرام او په افغانستان، كشمير او نورو سيمو كې يې روا بولي.
خو په حقيقت كې دا دوه رنګي ده او د اسلام د اصولو سره هيڅ مطابقت نه لري.
كه يو كار په افغانسان كې د خاصو اسبابو او علتونو په بنا روا وي، نو كه هغه اسباب او علتونه په پاكستان يا په بل ملك كې وي، هلته بيا هغه كار ولې روا نه وي!؟
عالمان بايد داسې روش خپل نه كړي چې په هغه سره دين بدنامېږى. د افغانستان عالمانو ته هم په كار دي چې د حق په ښكاره كولو كې ډار او وېره ونه كړي.
په اخر كې زه د ټولو ديني عالمانو نه هيله كوم چې همدا وخت دے، بايد ځان په دين سم پوه كړئ، تحقيق وكړئ او ځانونه د سياسي اهدافو په اساس د پيل شويو جنګونو د اثراتو نه وباسئ او د اسلامي امت په حقله فكر من شئ او نور پرې رحم او شفقت وكړئ.