د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شمس الهدی شمس دروند پښتون

مولانا دود مل 11.04.2011 19:38

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د ډېرې اوږدې وقفې څخہ وروستہ یو ځلې بیا زۂ د مطبوعاتو قافلې سرہ یوځای کېږم۔ ہغہ کسان چې پہ پېښور کښې خپرېدونکو جرائدو ’’افغان ملت‘‘، استقلال، وحدت او داسې نورو لوستونکي پاتې شوي وي، ښائي چې د ’’مولانا دودمل‘‘ لۂ نامې سرہ اشنا وي۔
دغہ ’’مولانا دودمل‘‘ ہمدا زۂ یم۔ او غواړم چې د قلم لۂ لارې د خپل ملت او ګران ہېواد غم لۂ نورو سرہ شریک کړم۔
کلہ چې ما پہ دغہ میدان کښې د قلمي مبارزې د بیا پیلولو ارادہ وکړہ، نو ماتہ تېر وختونہ راپہ یاد شول۔ ماتہ ہغہ وخت ہم پہ یاد راغے کلہ چې ما د قلم پہ ژبہ د اظہار دومرہ وړتیا نۂ لرلہ۔ پہ دغہ وخت کښې یو ډېر مشفق مشر زۂ تشویق کړم، لیکلو تہ ئې وہڅولم او پہ دې لار کښې ئې زما مرستہ او لار ښوونہ وکړہ۔ دغہ محترم مُحسِن ښاغلی ارواښاد شمس الہدی شمس ؤ ’’اللّٰہ دې وبخښي او پہ جنۃ الفردوس کښې دې اعلی مقام ورنصیب کړي۔ (آمین)
ددغہ محترم پہ لار ښوونہ زۂ ددې جوګہ شوم چې ’’د افغاني ټولنې د اتحاد مضبوط بنیادونہ‘‘ تر عنوان لاندې خپل لومړنی مضمون ولیکم۔ چې دغہ مضمون وروستہ بیا د افغان ملت پہ جریدہ کښې خپور شو۔ لۂ دې وروستہ دغہ لړۍ ښہ پرمخ لاړہ۔ زما ډېر مضامین پہ افغان ملت او استقلال جریدو کښې خپارہ شول او لوستونکو ډېر خوښ کړل۔ د یو څو مضامینو عنوانونہ څہ پہ دې ډول دي۔ ’’پہ اسلام کښې عام انتخابات او پہ ہغو کښې د ښځو برخہ، اسلام او افغاني نیشنلزم، د اسلام اقتصادي نظام او داسې نور۔
زۂ پہ دې عقیدہ یم چې دا د اللّٰہ مرستہ او بیا د ښاغلي شمسa تشویق او لار ښوونہ وہ چې زۂ د یو څہ جوګہ شوم۔
دا چې یو ځلې بیا زۂ پہ دغہ لارہ کښې قدم ږدم، نو پہ ہمدې مناسبت خپل دا لومړنے مضمون ہم خپل دغہ دروند مشر تہ منسوبوم۔
ښاغلی شمس یو سوچہ مسلمان او دروند پښتون ؤ۔ د لمونځ روژې ډېر پابند او د افغاني اصیلو دودونو کلک او پہ ځای مدافع ؤ۔
د روسي استعمار پہ خلاف ئې جہاد او مبازرہ کښې ښہ ونډہ اخستې وہ۔
پہ پېښور کښې دے د ہر افغان خدمت تہ ولاړ ؤ، د ګوندي او غیر ګوندي لۂ تمیزہ پرتہ ئې لۂ ہر افغان سرہ د خپل توان سرہ سم کومک او مرستہ کولہ۔تردې چې د افغانانو نہ علاوہ د پښتونخوا د خلقو سرہ ئې ہم مرستې کولې۔ ماتہ ښۂ پہ یاد شي چې د پښتونخوا یو عالم چې پہ پېښور کښې ئې دینی مدرسہ لرلہ؛ د ہغۂ یوہ مسئلہ چې د ارباب دوست محمد خان پورې تړلې وہ د ہغې پہ حل کښې ہم د ښاغلي شمس مرستہ ورسرہ وہ۔
ښاغلی شمس یو ډېر بااصولہ انسان ؤ۔ د اصولو پہ سرسازش یا معاملې تہ ہیڅکلہ نۂ حاضرېدۂ۔ د ہېواد ټول قومونہ ئې سرہ وروڼہ ګڼل خو د تعصب، متعصبینو او وطن پلورونکو سرہ ئې سختہ کرکہ لرلہ۔
ښاغلی شمس یو ښۂ ادیب او شاعر ہم ؤ۔ د ہغہ د شعر بېلګې پہ نوموړو جریدو کښې خپرېدلې۔ د پښتو د ځینو الفاظو د غلط استعمال پہ حقلہ ډېر فکرمند ؤ۔ یو ځلې پہ ہمدې سلسلہ کښې د ښاغلي صدیق اللّٰہ رښتینa کور تہ ولاړ۔ زۂ ہم ورسرہ ملګری وم۔ د ’’چې‘‘ او ’’چہ‘‘ مسئلہ ئې ورسرہ وشاربلہ، ہمدارنګہ د وژلو د لفظ محل او استعمال پہ حقلہ سرہ ہم وغږېدل۔
پہ ہغہ وخت کښې او اوس ہم ځینې کسان د غیر جاندارو شیانو د کوم حرکت او حادثې پہ نتیجہ کښې د مړو شویو کسانو پہ حقلہ ووژل شویو لفظ کاروي چې سم نۂ دے، لکہ وائي ’’د الوتکې د راپرځېدو پہ نتیجہ کښې لس کسان ووژل شول، حال دا چې صحیح جملہ داسې دہ ’’د الوتکې د راپرځېدو پہ نتیجہ کښې لس کسان مړۂ شول‘‘۔
پہ ہر صورت ښاغلی شمس پہ افغانستان کښې، پہ ہجرت کښې، پہ فقر او غنا کښې، پہ ہر حالت کښې د خپل وطن او قوم سرہ مینہ ساتلې او د مینې پہ تقاضو ئې عمل کړے دے۔
روح دې ښاد او یاد دې پہ خیر وي