د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پکتيا استازي د خلکو پر سرونو سوداګري کوي

عصمت الله سپيڅلی 29.12.2012 13:00

ډير کلونه کيږي چې د هيواد په ډيرو ولايتونو کې د بيارغونې خبرې کيږي. په
ځينو ولايتونو کې څه ناڅه کارونه شوي دي او په ځينو کې بس يوازې خبرې دي.
په هغو کې چې کار شوی دی د وګړو دې د مور شيدې شي ځکه يو څه خو يې تر
لاسه کړل.
خو په هغو کې چې نه دي شوي ډيرې خبرې پکې شته دي. زه نيږدې څو کلونه کيږي
چې په پکتيا کې د مچلغو د بند د جوړيدو خبرې اورم، يو شرکت پرې کار کوي،
خو تل يې کارونه له ستونزو سره مخ وي، کله د راکټونو باران وي، کله يې
موټر سوځول شوي وي او کله یې بيا انجينران تښتول شوي وي. ډير وخت کيږي چې
د مچلغو د بند خبرې روانې دي، ان چې د پکتيا خدای بخښلی والي حکيم تڼيوال
په وخت کې په دې بند کار شروع دی خو د دې بند کار سعودي او نزولي حالتونه
لري، روان، له ستونزو سره مخ، او کله کله په ټپه ولاړ.
څو ورځې وړاندې پکتيا ته ولاړم، ښې ډيرې واورې شوې وې، يخني هم زياته وه،
يو دوست مې پيدا کړ او په کور کې يې تودې بخارۍ ته ناست سره په خبرو شو،
له ده څخه مې پوښتنه وکړه چې څه کيسې دي په پکتيا کې؟  نوموړي د سړک پر
سر له پوليس څخه شکايت پيل کړ او بيا يې د خلکو پر استازو ور ختم کړ.
زه هم ورته هک حيران ووم ، ځکه زموږ دا ملګری تل راتلونکې ته هيله من و
ده به تل ويل چې تر نن مو سبا مخ په ښه کيدو ده. خو دا وارې يې په خبرو
کې ناهيلۍ ډيرې وې. په پکتيا کې يې له فرهنګي او ادبي مافيايي کړۍ راته
پيل کړ او بيا ان تر ژورناليستانو او د خلکو تر استازو پورې. د دې سړي
خبرې ډيرې مستندې وې او په ډيرو برخو کې يې راته ويډيوګانې، ثبت شوي
غږونه او ځينې نور مدارک هم وښودل. خو له دې ټولو سره را تير شو او د
مچلغو د بند په اړه مو خبرې پيل کړې، په لومړي سر کې خو يې دا کيسه راته
وکړه چې څه ډول دا شرکت دلته راغی لسو تنو د دې بند امنيت ساته او دولت
به هره ورځ ورته ژمنې ورکولې چې موږ امنيتي ځواکونه درکوو. سرچينې چې ډير
وخت يې په بند کې کار کړی و او بند ته نيږدې يې کور و يوه کيسه راته وکړه
ويل يې يو وخت دې ودانيز شرکت څو امنيتي ساتوني راوستل او دلته يې د
امنيت نيونې ته موظف کړل،دې امنيتي کسانو به طالبان ليدل چې هاخوا دې خوا
ګرځي دا انديښنه يې د دې ولايت له امنيتي چارواکو سره ياده کړه خو دوی
ورته ويل چې له طالبانو سره خبره شوې تاسو ته هيڅ ډول زيان نه شي رسولای
تاسو خپل کار کوۍ، همدا وعدې وې چې طالبانو بريد وکړ او ډير ساتونکي يې و
وژل.
بالاخره د بريښنا وزير تورن اسماعيل خان پکتيا ته راغی او ډاډ يې ورکړ
چې دا بند به جوړوي خو لا هم جوړ نه شو. اوس اوس چې د بند کارونه بيا
روان شوي دي د ولسي جرګې استازي او د ولايتي شورا مشر پکې خپل حق غواړي.
نوموړي راته د ټولو نومونه هم واخيستل د دې لپاره چې پکتياوالو ته مالوم
وي ښه به وي چې زه يې هم نومونه واخلم، ځکه  د داسې سوداګرو د نومونو نه
اخيستل له پکتيا، افغانستان، پکتياوال او افغان سره خيانت دی.
نوموړي وويل چې په دې بند کې اوس شرکت ته راضيه سعادت منګل، نواب منګل،
ميربت خان منګل او د ولايتي شورا مشر ستونزې جوړوي او پيسې ترې غواړي.
راضيه سعادت منګل د سعادت خان منګل له کورنۍ څخه ده په امريکې کې ستره
شوې افغانستان ته راغلې، ښې ډيرې پروژې لري او ښه کار يې جوړ دی خو بيا
هم خپل حق غواړي ، د پيسو په زور ولسي جرګې ته تلې او دلته تش په نوم د
پکتيا استازيتوب کوي او کيدای شي بيا هم ځان ونوموي. ښاغلی نواب منګل د
هلمند د پخواني والي ګلاب منګل ورور دی، چې په ولايت او نورو قراردادونو
کې يې دومره پيسې ګټلي دي چې زما په باور نور به دوی د پيسو د ځاييدو
لپاره کوم خالي ځای ونه لري. ميربت منګل بيا چې په خپلو خبرو هم سم نه
پوهيږي او د خوست استازی دی له دې دوو نورو منګلانو سره يې لاس يو کړی
دی. ميربت منګل مې ښه ياد شي دومره سست، له حالاتو بې خبره سړی دی چې
بيخي يو دريځ نه لري، په اختر کې ځينو ملګرو ته پيغامونه ليږي د اختر
مبارکي په موخه مګر په دې تيرو اتو نهو کلونو کې د ده مسيج نوی نه شو بس
يو مسيج یې ثبتس اتلی دی ټولو ته يې استوي، دی هم پکې خپل کار کوي، د
پکتيا د ولايتي شورا مشر هم چې د دې ولايت په کچه پيژندل شوی کميشن کار
دی د قومي مشرانو له لارې د آوازو په اچولو او په ياد شرکت د فشار راوړلو
په ترڅ کې د پيسو غوښتنه کوي، البته يو ريښتوني قومي مشران دي او يو د
قومي مشرانو په نوم تجاران دي چې پکتياوال يې تر ما په پيژندنه او درک کې
ډير پياوړي دي او دا هغه کړۍ ده چې د دې کسانو په خدمت کې ده.
که چيرې دې استازو ته د دوی شتو او د ملت په نوم په ولسي جرګه کې ددوی
ناستې ته وکتل شي د هر افغان انساني او افغاني ضمير به درد وکړي، چې ملي
شورا يانې د خلکو پر سر معامله، د يو ولايت استازيتوب يانې د خپلو جيبونو
د ډکولو په خاطر د پکتيا او ان لويې پکتيا پر يوې ملي پانګې يانې د
بريښنا بند پر سر سوداګري. راضيه چې د امريکايانو قراردادي ده او د يو بل
ولايت له يو استازي سره ډير نيږدې تار لري لا يې هم په ډالرو جيبونه نه
دي ډک شوي، نواب منګل چې ورور يې ټول هلمند لکه ښامار تير کړ لا يې هم
جيبونه په پيسو نه دي ډک. يو وخت مې په فيس بوک کې يو څوک ملګری شو اجمل
ګلاب نوميده ورسره مې بريښ بنډار يا چټ وکړ ويل يې په دوبۍ کې درس وايم
سوداګري کوم، يوه نيمه ورځ به د يوه نيم لوکس موټر انځور پورته کاوو بيا
به يې ورسره ليکل( my new car) زه به هم ورته هک پک ووم چې دا څه کوي دا
څه ډول سوداګر او افغان دی چې دومره شته لري؟  مګر ډير وروسته مې
وپيژانده چې اجمل ګلاب ولد منګل ګلاب يانې د هلمند د والي زوی دی. ښه چې
اولادونه يې دومره په مزو کې وي ده ته به د نورو پکتياوالو د زامنو
دردونه څه مالوم وي. هغه ورځې اسماعيل يون صيب په شمشاد ټلويزيون کې بحث
کاوو، ((يون په فکري لحاظ زما ايډيال دی))، ده په خپل بحث کې تر ډيره
ټينګار کاوو چې زه فهيم، خليلي، عبدالله او.... غوندې مشران غواړم. په
لومړي سر کې مې د يون صيب په دې خبره سر خلاص نه شو خو څو ورځې وروسته مې
سر خلاص شو او هغه هم هغه وخت چې په قصبه کې پر پښتنو کوچيانو د دفاع د
وزير بسم الله محمدي وسله وال پوځ(( ملي اردو ځکه نه وايم چې اردو د ټول
ملت وي او دوی نشي کولای په ښار کې د ننه يوازې يو قوم وځپي)) يرغل ور وړ
او څو تنه يې ټپیان کړل. دوی دا کار ځکه وکړ چې دا ځای پښتنو نيولی و او
پښتنو سره يې اسناد هم و خو وايي مارشال+ عزيزي بانک+ محمدي غواړي دلته
کومه مېنه يا ښارګوټی جوړ کړي لکه د آرياښارګوټی او داسې نور. خو پښتانه
شعوري استازي دې خير يوسې چې ورغلل د ملي اردو له سپکو سپورو سره سره يې
د دې کوچيان آواز واوريد ميډيا يې پرې خبره کړه د طلوع ټلويزون په تودو
خبرو کې يې پرې بحث وکړ کينې خدای خبر غل خبر چې د دې خوارانو به څه حال
وای. نو ما چې کله د يون صيب دا علمي او تاريخې خبرې واوريدې پوه شوم ځکه
وايي عقل افغان پسان ميايه. خو زموږ بيا ډير پسان راځي.
اوس چې پکتيا، مچلغو،بريښنا او خلکو ته د آسانتيا خبره مطرح ده نو بايد
پکتياوال او ان د لويې پکتيا ټول ولايتونه او پکې شته ځوانان، مشران،
ديني علما، قومي مشران، پوهان، ځايي ادارې او...........سره لاسونه ورکړي
څو دا بند جوړ شي او ددې ځوريدلي ولايت خلک هم څه ناڅه د بريښنا رڼا ته
کيښني، ځوانان پرې خپل کمپيوټرونه چارچ کړي، خويندې پرې خپلو شمله ورو ته
لونګۍ او پټکي اوتو کړي. بند اوس د پکتيا لپاره د ناموس حيثيت لري، ځکه
په پکتيا ټول مادي او معنوي شته په پکتياوالو پورې تړلي دي. د پکتيا سپکه
د ټولو پکتياوالو شمله ورو سپکه ده او ښه يې د ټولو ښه دي. که چيرې په دې
بند باندې د وکيلانو دا فشارونه وي بيا دې نو پکتياوال له دې بند څخه
لاسونه وينځي او زه ډاريږم داسې نه وي چې خدای مه کړه دا شرکت له دې کاره
بيخي تير شي، ځکه کار هغه وخت کيږي چې د اولس مينه او ملاتړ ورسره وي،
اولس يې کار وګوري، ښه او بد يې معلوم کړي. يو وخت له يو شرکت سره منشي
ووم، په باميانو کې مو د سيغان په نوم دره کې سړک پخاوو، د اختر ورځې وې
هلته د ماشينونو د دريدو ځای نه و نو مو قصد وکړ چې ماشين آلات ښار ته
راوړو خلک مو مخې ته ودريدل چې چيرې ځۍ موږ ورته وويل چې دا ماشينونه ښار
ته وړو پنځه ورځې د اختر رخصتي ده بيا راځو دوی ويل نه وخت ضايع کيږي،
دلته يې زموږ په کورونو کې ودروی موږ يې در ساتو، تاسو بې غمه خپلو کورنو
ته ولاړ شی. همداسې وشول موږ کورونو ته راغلو خو چې بيره ورغلو دوی مو په
ماشينونو ان د غواوو ځلان اچولي و څو سم وساتل شي.
دا په ريښتوني ډول سره پوه خلک و په لرې پرته دره کې هم له خلکو سره
دومره مينه وه چې سړک يې بايد پوخ شي د ماشين وړل او راوړل وخت ضايع کوي.
خو په پښتون ملت کې بيا دا خبره نشته، قومونه دي، ولايتونه دي، خيل دي،
ژبې دي، ګړدودنه دي، غله چارواکي دي، ټول نه خو ډيری غله په ملي شورا کې
د دوی په نوم ناست استازي دي. له امريکې راغلي دلته د پکتيا په نوم
سوداګري کوي، پخواني جهاديان او د نورو ګوندونو خلک دي د پکتيا په نوم
سوداګري کوي. که اوس په پکتيا، خوست، پکتيکا، لوګر کې سروې وشي او دوی ته
وويل شي چې ستاسو ريښتونی مشر څوک دی دوی به همدا غله درښيي ځکه تر اوسه
ولسي درک دومره نه دی شوی چې دوی ښه او بد وپيژني دوی ته ښه سړی، ښه
بدمعاش، ښه پيسه دار، امريکایی او................ښکاري. د پکتيا، خوست،
پکتيا او لوګر په استازو کې کيدای شي د ولس ريښتوني مشران هم وي او په
شورا کې به د دوی په نوم غږ پورته کوي، خو چې زور او زر نه لري اويا
لوچکي نه کوي مشرانو ته بډې نه ورکوي څوک يې غږ نه اوري. زه يانې ليکوال
د دې ولايت په ولايتي اداره ( والي، امنيه قومندان، د ملي امنيت پر مشر،
په شورا کې په ريښتونو استازو، پوهو ځوانانو، پوهانو، د پکتيا پر ميړنې
ولس، او په پای کې د ټولې لويې پکتيا په اړوندونو ولايتونو او د دوی پر
اوسيدونکو) غږ کوم چې د دې سوداګرو مخه دې ونيسي ځکه د دوی پاسپورتونه په
جيب کې دي نن دی که سبا دی بس په تيښته دي او بيا به د امان الله او
ظاهرشاه بابا د وخت په څير پيښه تکرار شوي وي، په پکتيا کې به نه سړک وي،
نه به کدر وي، نه به د بريښنا بند وي، نه به ښونځی وي، نه په کابينه کې
وزير وي، نه به هم ريښتونی ځوان او ريښتونی ولس، يوازې پکتيا به وي
ډولونه به وي، لښکرې به وي. هيله من يم چې را پورته شی. دا چې ما ددې
کسانو نومونه بره واخيستل چې دا دا کسان دا کارونه کوي دا مې يوازې د زړه
درد و له دوی سره کومه شخصي، قومي، حزبي، سمتي، ديني، سياسي، اقتصادي او
.... دښمني نه لرم يوازې مې زړه په دې هيواد او د دې هيواد په هر ګوټ که
بدخشان، باميان، کندهار، ننګرهار يا لوګر او غزني درد کوي. دا ليکنه
يوازې د دردونو يو انځور دی او بس.
په پای کې زما شعار دی( ما تن به پناه داديم تا زنده شما باشيد)

esmatullahspesalay@gmail.com