د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يو ميدان وردګ، دوه واليان او د دوی ناتراشې

عصمت الله سپيڅلی 25.12.2012 11:25

افغانستان هم د عجايبو هيواد دی. ځينې وخت پکې داسې خبرې تر غوږو کيږي چې د اوريدو توان يې نه وي.

يو وخت د لوګر پخوانی والي عتيق الله لودين له دندې ګوښه شوی و او صبری يې پر ځای راغلی و .  موږ يې ستړې مشې ته ورغلو ټوله يې خپله کابينه را وستې وه لر او بر خوستيان تاويدل نور پکې هيڅ هم نه و، د لودين خلک يې ټول خلع سلاح کړي و او يوازې هغه ګرديزی وياند درويش نوميږي که څه بلا دی هغه پکې پاتې و، درويش هم داسې وياند دی چې خدای دې لري، خو يو شی يې ښه زده دي، د ږيرې مسوه کول او چاپلوسي.  ډيرو دوستانو به ويل کله چې يو کس له يوې ادارې يا ولايت څخه لرې کيږي نو ټول خپل کسان راولي او د زاړه والي کسان ټول شړي. زما به زړه ته نه لويده. ځکه ما به ويل چې والي  او ولايت خو دولتي کار دی  څه ډول شونې ده چې يو کس دې د دولتي قانون او کړنلارې په شتون کې رسمي مامورين له دندې لرې کړي او پر ځای دې نوي کسان وټاکي.

په لوګر کې بله په زړه پورې خبره دا وه چې د والي صيب صبري يو زوی و ، مامورينو به ويل چې تر ده د والي صلاحيتونه زيات دي او دی تر والي هم بره دی، نوموړی کولای شي مامورين غيرحاضر کړي، مامورين را احضار کړي او...... ډيرې عجیبې غريبې به کيدې خو خدای ژر لرې کړ او پر ځای يې د لغمان قهرمان والي اقبال عزيزي لوګر ته راغی  د نيږدې لسو ولايتونو واليان بدل را بدل شول چې په دوی کې د ميدان وردګو والي حليم فدايي هم د کور شو او په ځای يې عبدالمجيد (( ګريس بند خوګياڼي دا ځکه ورسره اخلم چې دا د ده خپله خبره ده چې خوګياڼي يې په دې نوم نازولي دي کنه له خوګياڼيو سره کومه تربګني نه لرو )) خوګياڼی وټاکل شو. اوس به له لوګره تير شم ځکه دا ځلې مې ليکنه يوازې د ميدان وردګو د نوي والي په اړه ده.

د ميدان وردګو نوی والي چې ځان ته کټه افغان ملتی هم وايي، تر دې وړادندې په ولسي جرګه کې د خلکو استازی هم و، نوموړی کله چې ميدان وردګو ته ولاړ په لومړي سر کې خو يې لاپې شافې وکړې چې طالبان يې له دې ولايت څخه و ويستل خو څو ورځې وروسته په ميدان وردګو کې د ولايت شاته دومره زوروه چاودنه وشوه چې لوګي ان يې په کابل کې وليدل شول او زما ځينې ياران خدای دې لري ښه و چې نه و کينې دوی به هم پکې خمبيره شوي و(( هيره مو نه شي چې والي صيب په خوشال خان کې تشريف درلود، کنه دی به هم پوه شوی چې يو او يو څو کيږي.)). بل دا چې والي خوګياڼي  زموږ هزاره وروڼه را وغوښتل او دوی ته يې ډاډ ورکړ چې د غريبو کوچيانو پر وړاندې به له دوی سره دريږي پرته له دې چې حق و حقدار ته ورسوي. نوموړي کله چې خولو له نسوارو ډکه کړه  نو ګواښ کړی و که چيرې په راتلونکي کال کې کوچيان د دې ولايت په ځينو سيمو کې واړوي د ميدان وردګو د هزاره وروڼو په ګډون به د ده په وينا« خولاچې اته سوه ګريس بند خوګياڼي» هم له کوچيانو سره جګړې ته ورکړي(( ګريس بند خوګياڼي هههههههههههههههههه)). چې دا کړنه يې زه د پښتنو په ضد يوه دسيسه بولم. او بل دا چې د يو افغان دولتي چارواکي او کټه افغان ملتي له شان سره دا ډول خبرې نه ښايي، ځکه قانون د ټولو دی او په هر چا بايد يو شان پلی شي.

د دې والي بل کرامت (( البته کرامت حق وي)) ماته هغه وخت ښکاره شو چې په ميدان وردګو کې تيره مياشت زړه بوګنونکی ځانمرګی بريد وشو. په لومړي سرکې کې خو يې رسنيو ته دروغ وويل او ويل يې چې والي په ميدان وردګو کې په خوندي ځای کې دی خو ليکوال نوموړی په دې ګناهګارو سترګو وليده چې په کابل کې په خوشال خان مينه کې يې تشريف کشال کړی و.

بل کرامت د دې ښاغلي چې يو ځلې يې د ولسي جرګې خوند کتلی دی دا وو چې يو خو والي و او يو بل ګريس بند ورور يې په دې ولايت کې د ده په نشتون کې والي دی چې په حاجي والي صيب مشهور دی، د دې حاجي والي صيب کرامات نو دومره ډير و چې ډيرې ناتراشې يې کړي دي. يو ځلې وايي حاجي والي د دې ولايت ټول مامورين را غونډ کړي و او دوی ته يې ګواښ کړی و چې که چيرې هغه او دغه ونکړي نو بيا به يي له دې ولايت څخه د ده په وينا« ټه ټه» يانې ډس مس کړي چې دا حرکت يې يوازې د شونډې په بوڅولو سره کړی و. يوه عجيبه پيښه دا وه کله به چې رسمي مامور په خپل ځای نه و نو هرچا کولای شوای چې په خپل ځای باندې ورور يا د کورنۍ کوم بل غړی وټاکي ځکه والي يې دې کار ته روايت ورکړی و او حاجي والي صيب يې په ځای ټاکلی و.

بله واورۍ د والي يو ساتونکي چې د جمعې په شپه يانې تر پيښې يوه ورځ وړاندې کور ته په رخصتۍ  تلی و نو نرغوندې يې په ځای باندې خپل ورور له خوګياڼيو را غوښتی و او دلته يې خپله دريشي او وسله ورکړې وه  او بیا يې د خپل ځان پر ځای حاجي ساتونکی مقرر کړی و. دوستانو دا حاجي ځکه پکې وايم چې د دوی ټول معاوينين حجاج دي.

کله چې چاودنه شوې وه، نو د ډيرو ټپيانو ترڅنګ پکې د ولايت يو شمېر اجيران او ساتونکي هم وژل شوي و، هغه چې رسمي مامورين و پيژندل شوي و خو يو پکې ناپيژاندی کس هم پروت و. امنيتي ادارو ژر ژر پلټنې پيل کړي خو بس د والي په وينا چې ګريس بندو خوګياڼيو پيژندلی  دی چې دا خو د کوم ساتونکي ورور دی او په خپل ځای يې ټاکلی دی.

د والي ساتونکی ژوندی خلاص شو خو د والي د ساتونکي ورور  حاجي ساتونکی صيب يې توت ته وخوت، اوس به د دې وژنې ځواب څوک ورکوي؟ ځکه تر کومه چې زه پوهيږم دلته تر قانونه روابط او ضوابط ډير حاکم دي، تر قانونه ګريس بندو ته اوليت ورکول کيږي.

د دې والي يو بل کرامت هم دا و چې يو وارې دی په دې ولايت کې په دوو پيښو خبر شوی يو دا چې ددې ولايت د محکمې د رييس ژوی په يوه حادثه کې مړ شوی و د ده فاتحه ده او بل دا چې په همدې ورځ به په دې ولايت کې يو شمېر بنديان هم خوشې کيږي. ښه والي صيب خو لومړۍ د رسمې لارې پر ځای په غيررسمي لار تلی و او باوري سرچينې وايي چې سيم خاردار د والي صيب پايڅه هم شلولې وه، کله چې والي فاتحې ته ورغلی دی ناست دی آيتونه ويل کيږي، نو ده دستي غمجن رييس  ته ويلي دي چې بنديان دلته خوشې کوۍ، دی دا نه ګوري آيتونه ولې ويل کيږي بس وايي بنديان دلته خوشې کوۍ. توبه خدایه توبه ههههههههههههه دې ته ګريس بند.................. او کار اهل کار ته سپارل. د محکمې د رييس چې سترګې بړوقې بړوقې را وتې وې والي ته وايي چې نه صيب دا زما د زوی فاتحه ده.................. والي چې د خپل عقل له امله په شرمونو شرميدلی و د باندې يې خپل سکرتر ته سپکې سپورې پيل کړې ای...... خد ايه شکر چې هغه زموږ يار يې سکرتر نه دی.

که هر ولايت ته والي ځي، او دی نوي کسان په نويو پوستونو ګماري نو دا به يې حال وي.بله ستونزه داده چې په ولايت کې شته پوستونه شخصي نه دي بلکه دولتي دي که کوم لرې کيږي بايد د آزادۍ سيالۍ له لارې پوستونه سيالۍ ته وړاندې شي او وروسته بيا نور کسان په دندو وګمارل شي. د دې ولايت او بل هر ولايت والي چې نوی په دنده پيل کوي دوی ته يوازې په امنيتي برخه کې ښايي چې ساتونکي په خپله خوښه ونيسي، خو د هغوی په ځای د ځای ناستي ټاکل او د ځان په نشتون کې د حاجي والي، ملا والي..... او نورو ټاکل ناقونه کړنه ده او هيڅ والي د هيواد له شته اساسي قانون سره نشي کولای د خپلې کورنۍ کس په ياد ولايت کې په دنده وګماري.

ما ډير وړاندې غوښتل چې په دې اړه يو څه وليکم خو نور کرامات بيخي ډير و او د ټاکل شوي ريماينډر له مخې ايله بيله والي خوګياڼي ته ايله اوس نوبت ورسيد. خو په دې ليکنه کې چې هرڅه ما ليکلي دي يوازې اصلاحي بڼه لري، زه  دا نه وايم چې د يو ولايت والي دې حتمي ماسټر او يا ډاکټر وي خير دی همدا افغان ملتيان، مجاهدين، خلقيان او پرچميان دې وي خو په کار ده چې تر ده کته پوستونه او په ځانګړي ډول د والي مرستيال پوره مسلکي کس وي ترڅو د والي په شتون او نشتون کې والي په قانون وپوهوي، همدارنګه د سيمه ايزو ارګانونو له ادارې غوښتنه کوم چې هر ولايت ته يوازې والي واستوي او ده ته دا صلاحيتونه ورنکړي چې خپله کورنۍ مقرره کړي، ځکه د کورنۍ مقررول د يو ولايت له شان سره نه ښايي نور پوستونه د هيوادوالو او د دې ولايت د اوسيدونکو حق دی.

په دې هيله چې هر والي دې ټکو ته پام وکړي او تل په يو ولايت کې تر ټولو وړاندې زموږ شته اساسي قانون او نور شته قوانين په پام کې ونيسي.

د يو پرمختللې آزاد، آباد او سرلوړي افغانستان په هيله

عصمت الله سپيڅلی

esmatullahspesalay@gmail.com

نوټ: بل ځلې به درته د لوګر د نوي والي مولوي اقبال عزيزي صيب کرامات، کړنې، ناتراشې وړاندې شي اسناد بيخي ډير دي خو نورو ته هم اړتيا شته که شونې وه د بريښناليک له لارې ېې راسره شريک کړۍ البته ګورۍ هويت به مو پټ ساتل کيږي، ځکه هغه وايي(( ما تن به پناه داديم تا زنده شما باشيد))

د ځيني لغتونو ماناوې:

خولاچې = د خوګياڼيو تکيه کلام يا تکړه کلام دی يانې خدای چې يا خدای شته.

ګريس بند = يانې د حضرت علي په وينا ګريس بند هغه دي چې بيخي  پوخ سړک او ښار يې په سترګو نه وي ليدلی.