غزل غزل
01.08.2012 00:32غزل
په تیږو تیږو کښي رازونه ستا دي
په هر لحد کښي آرمانونه ستا دي
لکه سیلاب په هر بیدیا او دښتی
روان په تنده، داسیندونه ستا دي
په هره لور خوري وري پریشان
په شان د وریځو آسمانونه ستا دي
د ښاپیرو په بال آسمان کې ګرځي
په هره لوري شنه باغونه ستا دي
ګلان به فرش ستا قدمو کښي کړم نن
"خالده" ټول دا سره ګلونه ستا دي
سهار ۱۱:۰۵ چهار شنبه، ۰۸/۰۳/۱۳۸۷
سمیع الله خالد سهاک
وزیر محمد اکبر خان مینه
کابل، افغانستان
غزلغ