غزل
10.05.2012 00:16د زړه په هدیره کی ارغوان لرمه زه
یو لمر، بل آسمان ټول کهکشان لرمه زه
آسمان د زړه ته ګوره هسی ستوری پکی ښکاری
رڼا ته یی چی ګورې، پتنګان لرمه زه
یو ستوری می جانان دی هسی مه وایه تنها یم
دا ټول ځمکه زما ده ټول آسمان لرمه زه
خالد به شمه مه وایه څوک نه اخلی زما نوم
اخر به نړیوال شم، لوی ارمان لرمه زه
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
۵ د می ۲۰۱۲