د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولې يوويشت ؟

عبدالودود پښتونځار 28.07.2012 18:09

  كه موپام شوى وي، کله چې موږ په پښتوكې له لسو نه لوړ شمېر كوو او دوه رقمي عدد وايو نو لومړى يويز عدد يادوو او  ورپسې لسيز[1].دا كار تر نهه نوي پورې كوو،خو كله چې شمېر له نهه نوي لوړېږي او درې رقمي عدد وايو نو بيا دا لار پرېږدو او اول لوى عدد يادوو او ورپسې كوچنى،لكه يوسلويو، يوزرويو...

پرهمدې لار چې كله له لسو نه تر شلو پورې حساب وايو، نوله (لس) نه وړاندې يو، دوه...وايو او شمېر ته تر نولسو  پورې دوام وركوو او ورپسې (شل) وايو. خو چې له شلونه تردېرشو پورې حساب كوو،نو د شل پر ځاى له (ويشت) نه وړاندې يو، دوه....عدد ډېروو اوترنهه ويشت پورې يې(يوويشت، دوه ويشت،...)وايو.

خو له دېرش، څلوېښت، پنځوس، شپېته، اويا، اتيا، نوي وروسته هماغه د يو دېرش...، يو څلويښت...، يوپنځوس...، يوشپېته ...، يواويا...، يو اتيا...، يونوي... لار نيسو او تر نهه نوي پورې حساب وايو.

ځينو وګړيو ته پوښتنه پيداکيږي، چې ولې له شلو نه تر نهه ويشتوپورې دغه لار نه نيول كيږي او ولې د (ويشت) پرځاى (يو شل)، (دوه شل)... نه وايو؟

د بې قاعده ګۍ داستونزه زياترينه هغوى ته پېښيږي چې نوې، نوې يې پښتو زده كړې يا يې زده كوي . مونږ به دلته همدې پوښتنې ته ځواب ولټووچې ولې  يوويشت،دوه ويشت...وايو او يو شل.. دو شل راته  ناسم ښکاري؟ نو اړينه ده چې (-ويشت) په ځينو ژبو کې وڅېړو.

“-ويشت” ګړ (مورفيم) په اويستايي ژبه كې د ويستي “vîsaiti“په بڼه په خپلواک ډول راغلى او د شل مانا وركوي. همدغسې داويى دپښتو په تربرې ژبه (پارسۍ)كې د(بيست) په بڼه شته دى، چې يوازې له پښتو ويي”ويشت”سره دوه غږونه/و،ش/  توپير لري، چې داسې غږيز توپيرد پښتو او پارسي وييو ترمنځ په ډېروكې ليدل كيږي.د ساري په ډول پښتو / و/ او پارسي / ب/ دغږيزتوپير په برخــــه كـــې ( بار-ورى، ورښت- بارش، برادر- ورور، برف- واوره...)اودپښتو/ ش/او پارسي / س/ د بدلون په برخه كې (است-شته،...) ساري ښه لاسوندكيدلاى شي.ديادونې وړده،چې د/س/ او/ش/غږونو،يو پر بل اوړون اوتوپير په سنسکريت کې هم شته دى.دساري په ډول په سنسکريت کې لس د “dasa“ او “dasha“ په بڼو ليکل شوى دى.

همدغسې په سنسكريت كې شلو ته “vimsati, vinsht, vinshati”[2] ويي کارېدلي. ددې ويي لومړۍ  برخه (ويم يا وين) هم ددې لړۍ يوه کړۍ برېښي.

همداراز (- ويشت) ته نژدې يو څه په پنجابۍكې د(وي) په بڼه شته چې ښايي له سنسکريت نه ورغلي وي اودشلو په مانا كاريږي.

 

نــــچــــوړ:

دټولوخبرو پايله دا راوځي چې پښتوكې “- ويشت” هم شلو ته وايي، چې د پارسي “بيست” او د اويستايي ژبې له “ويستي”،د سنسكريت له “vimsati, vinsht vinshati” او د پنجابۍ له (وي) سره هم آرىcognate  دى او ګډه ريښه لري .

داســــــــې ښـــــكاري چې پــــه منځنـــــۍ پښتوكـــې به

 “-ويشت”هم يوخپلواك ويى ؤ او د اوسني (شل) پرځاى به كارېد، چې د وخت په تېرېدو سره يې ځاى (شل) ونيو.

دا ګړ(مورفيم) اوس په خپلواك ډول نه كاريږي خوريښه يې د (يوويشت، دوه ويشت، درويشت، څلرويشت، پنځه ويشت، شپږ ويشت، اووه ويشت، اته ويشت، نهه ويشت) په تړنګونو(تركيبونو) کې لا هم ژوندۍ ده .

خو(شل) پښتو ژبه كې لكه داروپايي ښكارندې(درځن[3])په شان دشمېرتوكودڅومره والي (quantity) د مېچ (اندزې)واحددى. لكه څنګه چې اوس په نړيواله كچه دولسو ته (درځن) وايي، همدغسې به پښتنو شل توکي (شله) ګڼل . اوس هم هغوځايونو كې چې پښتانه له ښاري ژوند څخه لېرې دي  او ژبه يې سوچه ده(دوه شلې، درې شلې... نولس شلې) كاريږي.

هيله ده چې نوره څېړنه به يې هم وشي. (پاى)

 

 


[1] دسنسکريت ژبې شمېرنه هم د پښتو په شان کيږي. لومړى يې يويز عدد ياديږي او ورپسې لسيز. خو په پارسۍ کې دا کار ترلسو پورې کيږي او له شلونه هاخواته تر نهه نوي پورې لومړى لسيز ياديږي او ورپسې يويز لکه (يازده، دوازده،...، بيست ويک، سي ويک....نودويک). ديادونې ده چې په سنسکريت ژبه کې ځينې مهال د(يوکم\يو نه) اصطلاح هم کاريږي، چې دا په پښتو کې هم شته، لکه: يوکم سل، يوکم پنځوس ...

[2] سنسکريت کې١٠ ته , dash, dasa dasha، ٢٠ ته vimsati ، ٣٠ ته trimsati ،٤٠ ته catvarimsati، ٥٠ ته pancasat، ٦٠ ته sasti ، ٧٠ ته sapti، ٨٠ ته asiti، ٩٠ ته navati، ١٠٠ ته satam ياsata وايي. شلوته دvimsatiترڅنګvinshat, vinshati, dvidasha هم وايي. (ويبپاڼه :   اکټوبر ٢٠١٢ ز  www.dictionary.tamilcube.com)

 

[3] درځن د١٢ يوشان  شیانو ټولگې ته وایي.انګريزۍ د(dozen) کلمه د زړې پرانسۍ له (douzaine)نه اخېستې ده. ډوزاين په پرانسۍ کې د دولسو شيانو ګروپ ته وايي. پرانسۍ په خپل وار دا ويى  د رومي امپراتورۍ د ژبې(لاتين) له دوديسم(duodecim)څخه چې له ( دوه duo + لسdecem ) څخه مركبه ده، پوركړى دى. په پرانسۍ كې د پنځلسو شيانو ټولګې ته(quinzaine)، د شلو شيانو ټولګې ته (vingtaine)اودسلوشيانو ټولګې ته(centaine)وايي.” ویکي پيډيا او ایټایمواونلاین ويبپاڼې”

ويل کېږي چې د درځن تصور د عراق له  (سومريانو) څخه اخېستل شوى دى. ”علي عباس جلالپوري”