کابل : فلسفي بهیرکې پر سوشلزم خبرې وشوې
12.02.2012 19:27کابل ( ۱۰ فبروري ۲۰۱۲) : د فلسفي بهیر په لسمه غونډه کې پرسوشلزم خبرې وشوې. پر موضوع ځوان لیکوا ل محمدداوودنیازي خپله پرانیستې وینا(لیکچر) وړاندې کړه. هغۀ وویل چې سوشلزم د پانګوالۍ مقابل نظام دی.
ښاغلي نیازي وویل چې سوشلزم په ټولنه کې شته ستونزې هواروي. نوموړي وویل چې په نړۍ کې درې ډوله(شخصي، خصوصي او عمومي)ملکیتونه شته دي، چې په سوشلزم کې خصوصي شتمني هیڅ وجود نلري او هر څه ملي وي.
هغۀ وویل چې سوشلزم ته د رسېدو لپار درې پړ اونه ( انتقاد، د نظام د بدلون هیله او عمل) اړین وي.
نوموړي د سوشلزم او کمیونزم ترمنځ توپیرته اشاره وکړه او ویې ویل چې سوشلزم،کمیونزم ته د رسېدو يو پوړ دى.
نوموړي ياده کړه چې په نړۍ کې هیڅ نظام په پوره ډول ندی عملی شوی او هر نظام خپلې ښېګڼې او بد ګڼې لري.
دپوهنتون استاداولیکوال خان ولي خان بشرمل دسوشلزم په اړه په څرګندونو کې وويل چې سوشلزم دکمیونزم لومړی ګام دی او کمیونزم د سوشلزم وروستی پړاو دی.
نوموړي وویل چې سوشلزم ته هغه څه اهمیت لري چې یو ټولنه ورته اړتیا لري. او اروپا چې نن سبا څه لري هغه ورته د پانګوالۍ طرفدارانو لخوا له کمونیزم څخه د ډار او یرې له امله ورکړل شوي دي.
ښاغلي بشرمل وویل،سوشلزم هغه نظام دی چې له خلکو څخه د وړتیا او استعداد په کچه کار اخلي او د کار په اندازه مزد ورکوي.
غونډه کې یو بل لیکوال ناصر شاه سرحدي وویل چې سوشلزم کې د کار په اندازه او کمیونزم کې د اړتیا په اندازه مزد ورکول کیږي .
نوموړي دا هم وویل چې په سوشلزم کې سرمایه تراکم پیدا کوي خو ګټه یې دا ده چې د پانګوالو ترمنځ سیالي او رقابت ترې رامنځته کېږي.
یوبل لیکوال انجنير مسجدي مالیارد ټولنې د تکمالي پړاونو په اړه په خبرو کې وویل چې بشري ټولنه له پنځوبشپړتیایي پړاونو(کمیون اولیه، ځمکوالۍ(فیوډالۍ)، پانګوالۍ، سوشلزم او کمیونزم) څخه راوځي چې وروستى پړاو یې کمیونزم دی .
ښاغلي ماليار وویل چې اوس هم د لغمان د اليشنګ درې په غرنۍ سيمه کې د ځڼغوزیو ونې د خلکو ترمنځ شریکې دي او هر څوک ترې د خپلې اړتیا په اندازه ځڼغوزي تر لاسه کوي.
نوموړي وویل چې هره کورنۍ د ځڼغوزیو له ونو څخه د سړي پر سر د اړتیا له مخې د ځڼغوزيو غوزې ماتوي او کور ته يې وړي.
ښاغلي ماليار وويل چې دا دود د کمیون اولیه ټولنې يادګار دى چې اوس هم زموږ په هېواد کې لیدل کیږي.
نوموړي وویل چې په افغاني ټولنه کې له ډېرو زامنو سره مینه او لېوالتيا بیا د ځمکواکې ټولنې له ځانګړنو څخه په ميراث راپاتې ده.
نوموړي وویل چې د ځمکوالۍ په نظام کې قوت ته اړتیا وه او له همدې امله زامن پر لوڼو بهتر ګڼل کېدل او هر انسان کوښښ کاو چې ډېر زامن ولري تر څو ډېره کاري قوه په لاس ورشي.
شاعر او لیکوال عنایت الله دیدار بیا وویل چې سوشلزم په اسلام کې نشته او په اسلام کې هر یو کس د شخصي ملکیت خاوند کیدلی شي او بې کچه سرمايه درلودلى شي.
نوموړي وویل: که څه هم اسلام د شخصي ملکیت طر فدار دی خو له ناچارو خلکو سره پر مرسته ټینګار کوي . ذکات ، سر سایه او نور داسې شیان شته چې شتمن مسلمانان یې باید غریبو خلکو ته ورکړي.
ښاغلي مالیار د ښاغلي دیدار د خبرو په غبرګون کې يادونه وکړه چې اسلام ظالم نه دی او د سوشلزم اساس اسلامي دی .
ښاغلي ماليار ياده کړه ((د پانګوالۍ له نظام سره کله چې لويې خصوصي فابريکې منځته راځي او خلک پکې د کارګرو په ډول ګومارل کېږي نو دلته کارګرو ته د کار په اندازه مزد نه ورکول کيږي،چې استثمار منځته راځي او دا په خپله ظلم دى. که دا فابريکه شريکه وي نو ګټه يې بيت المال ته ځي او ټول ولس ترې ګټه پورته کولى شي.))
په غونډه کې يو بل ګډونوال جنرال همیشه ګل دشتي وویل چې ټولنه په اقتصاد ولاړه ده او اقتصاد یوه ژوندۍ پدیده ده، چې له حالاتو او چاپېر چل سره بدلیږي.
نوموړي وویل چې دیوې ټولنې په اقتصاد کې تولیداتي قوه انساني ژوند ته بقا ورکوي.
ښاغلي دشتي وويل چې د هرې ټولنې د پرمختګ لپاره په اقتصادي او نورو ډګرونو کې د فورم اړتیا وي، چې سوشلزم هم د ټولنې د ستونزو د هواري لپاره یو فورم دی.
نوموړي وویل: ((هېواد کې اوس مهال په پانګوال سیستم کې پانګه غوټه شوې، تراکم يې پيدا کړى جریان نلري او د څو کسانو په ولکه کې ده، چې له همدې امله یوه ډله خلک په اقتصادي اساس له اسمان سره خبرې کوي او غريبه طبقه په دې يخنۍ کې د شپې لخوا لاسونو ته پلاستيکونه اغوندي.))
نوموړي وویل چې هراقتصادي نظام ته باید د شخصي تمایلاتو له مخې ونه کتل شي، بلکې د ټولنې خیر- ښېګڼه پکې ولټول شي .
ښاغلي دشتي د هېواد اوسني اقتصادي حالت ته په کتو وویل چې اوسنی اقتصادي حالت د اکسیجن غازي پوکاڼۍ ته ورته دی. هغۀ وويل که له اوسني حکومت نه نړیوالې مرستې لرې شي نو اقتصاد به پر ځمکه راوغورځي.
نوموړي ياده کړه: (( په هېواد کې باید تولیداتي کارونه ترسره شي، چې ټولنه په خپلو پښو ودرېږی. ))
ديادونې وړ ده، چې بشرپال فلسفي بهير هره اوونۍ د کابل، په احمدشاه بابا مېنه کې غونډه کوي چې فرهنګيان، ليکوالان، شاعران، سياستوال او نور مينه وال پکې برخه اخلي. دغه غونډه په خوځون علمي پرمختيايي مرکز کې د هرې جمعې پر ورځ له ماسپښين وروسته ترسره کېږي. (پاى)

