د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خیښي (۷) برخه

ګل آغا احمدي وردګ 24.07.2012 22:09

د کوزدې مراسم
د خیښي کتاب دریم څپرکی د کوزدې مراسمو ته ځانګړی شوی دی او د کوزدې د مراسمو په هکله به تر دې عنوانونو لاندې مطالب د ګرانو لوستونکو سره شریک شي: سریزه، د پوښ وړل، ستن، ایجاب او قبول، د هلک کور ته د ستنې رسیدل، دسمال یا ناسته، د ناستې ځانګړي مراسم، چغل بازۍ، د زوم ناغه کول، مبایل چغل بازۍ، ټکری اچونه، خونی، پښه خلاصی، د اخترونو پوښ، د خوښۍ مجلسونه او وسلې.

سریزه
د وردګو په ټولنه کې د کوزدې او شریني خورۍ نومونه دواړه نوي دي او زموږ په ټولنه کې دغه مراسم په عامه توګه په دې نومونو نه یادیږي بلکي د ستن راوړلو، دسمال راوړلو او یا ناستې په نومونو یې یادوي. کله چې د دوو کورنیو تر منځ د خپل ځوان او پيغلې تر منځ د شریک ژوند د تړون لومړۍ مرحله د دعا او رویبارانو ته د ګل په ورکولو سره سر ته و رسیږي نو دواړې کورنۍ د خیښۍ بلې مهمې مرحلې ته چې د کوزدې یا شیریني خورۍ مرحله ده، ځانونه چمتو کوي.
د هلک کورنۍ پوښ اخلي او په هغه کې پيغلې ته څو جوړه جامې، ګاڼه، چادري، د سینګار سامان، پایزار، ټکری، د کوزدې مخصوصې جامې چې غالباً شین رنګ لري، نیکریزې او نور د اړتیا وړ څیزونه برابروي. همدارنګه پخوا به په لومړي پوښ کې یوازې د ناوې مور او پلار ته جامې اخیستل کیدې خو اوس مهال په دې ډول پوښ کې د ناوې مور، پلار، خویندو، وروڼو، کاکاګانو، نیا او نیکه ته هم جامې اخیستل کیږي او د هر یوه نوم په هغه ښیښه يي خلته یا کڅوړه لیکل کیږي چې دغه جامې پکې ځای پر ځای کړې وي. پر دې سربیره څو منه میوه او که د شیریني خوری مراسم ناسته وي نو تقریبا د یوه بشپړ طوی لپاره خوراکي توکي، اوړه، وریجې، غوښه او نور اړوند څیزونه برابروي. په همدې توګه د خپلوانو، دوستانو، کلیوالو او آشنایانو هغه شمیر کسان برابروي چې د شیریني خورۍ په مراسمو کې باید ګډون وکړي. د ټنګورو او یا د خیښانو کور ته د تلونکو ښځو نومونه هم په ډاګه کیږي او هغوی د خپلو ځانونو لپاره نوي کالي، ګاڼې، پیغلې ته ډالۍ، په پوښ کې اچونه،  دریاګانې، د سندرو تمرین، د اتڼ څرنګوالی او ټول هغه لازم چمتوالی په نظر کې نیسي چې د خیښانو په کور کې ورته اړتیا پيښیږي.
د پیغلې د کورنۍ له خوا بیا د هغه پر مور او مشرانو خویندو او د خپلې کورنۍ پر تجربه دارو ښځو سربیره د کلي د څو خپلوانو په ګډون هره ورځ په دې موخه کاري او مرستندوی مجلسونه جوړیږي چې په څه ډول ښه ستن یا دسمال ترتیب کړي،  د ټنګورو استقبال په څه ډول وکړي، پیغلې ته په دې ورځ کوم ډول کالي باید ور واغوستل شي او کوم مراسم باید ترسره شي، څرنګه خیښانو ته لازمه بوخڅه تهیه شي؟ همدارنګه هڅه کوي چې خپل کور د کوزدې مراسمو ته اماده، ښکلی او پاک کړي په دې مانا چې فرشونه یې پرې وینځي، غولي او دیوالونه یې په سپینه او تازه خاوره و موښي او را سپین یې کړي. د همدې کورنۍ نارینه مشران هم د خپلو یو شمیر خپلوانو او تجربه دارو اشخاصو په مرسته په دې چارو لګیا شي چې څرنګه د میلمنو ښه خدمت او میلمه پالنې ته ځانونه چمتو کړي،  جومات یا حجره په څه ډول فرش کړي، توشکې پکې هوارې او تکیې پکې کښیږدي، د نښې لپاره تیږه کیښنوي، لازمه سودا واخلي، ضروري خواږه او میوه او داسې نور څیزونه کورته راوړي. همدارنګه د ملا صاحب، نږدې خيښانو او مشرانو لپاره د جامو، چپنو، لونګیو او پټوګانو برابرول هم په پام کې نیسي.