د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خیښي (۶) برخه

ګل آغا احمدي وردګ 22.07.2012 15:32

مالګه یا نښه
هغه ګل یا ځونډۍ چې د خیښۍ د نښې په توګه یې په لومړي سر کې د پیغلې کورنۍ د هلک د کورنۍ څخه راغلیو رویبارانو ته ورکوي، ته مالګه یا نښه هم ویل ورته کیږي خو دا چې ولې دغې نښې ته مالګه ویل کیږي لاسته راغلی معلومات ښيي چې مالګې ته زموږ د وګړو تر منځ د یوه تبرک په سترګه کتل کیږي او پخوا به د خیښۍ د لومړي مجلس په لړ کې د دعا پر مهال د دواړو کورنیو د مشرانو تر منځ یوه له ګل یا ځونډي سره یو ځای یوه اندازه مالګه هم ایښودل کیده، یا به ځونډي ګنډل کیده او بیا به د دوستۍ د نښې په توګه رویبارانو ته ورکول کیده. بل دا چې مالګه د خوردې په نامه په ځینو زیارتونو کې ایښودل شوې وي او د منجورو په لارښوونه یې زیارت کوونکي د تبرک په نامه څکي او خپلو ناروغانو ته یې د شفا په موخه له زیارتونو څخه کورونو ته وړي. همدارنګه مالګه په هغه لفظ کې هم استعمالیږي چې یو شخص د افغانانو یوه کور ته ولاړ شي، هلته ډوډۍ وخوري، چای او یا اوبه وچښي نو وايي آو نمک یې راسره شریک کړ نو د ژوند تر پایه د همدې آونمک د شریکیدو ځانګړی احترام کوي، د همدې کورنۍ ګټې په پام کې نیسي او هغه ته د خپل ژوند تر پایه د څه ضرر رسولو څخه ډه ډه کوي.
کله چې د دوو کورنیو تر منځ د نوې خیښۍ لومړۍ نښه د نجلۍ له کوره د هلک کورته یوړل شي نو که په نږدې ورځو کې د دې کلي څخه څوک مړه شوي نه وي، خپل کلي ته له رسیدو سره سم د رویبارانو له خوا د ټوپک څو ډزې کیږي، د کلی ټول هستوګن خبریږي، د همدې کورنۍ د خپلو ټولو دوستانو او خپلوانو سره یو ځای د نوې خیښۍ زیری د خوښۍ په ولولو کې بدرګه کوي.
په وردګو کې کله چې په کوم کلي کې مړی وشي نو له یوې میاشتې څخه نیولی تر دریو میاشتو پورې د مړي له کورنۍ سره د غمرازۍ، همدردۍ، غمشریکۍ او مړي ته د احترام په موخه په کلي کې هستوګن وګړي یا کلیوال خپله خوښي په داسې توګه نه څرګندوي چې غم ځپلې کورنۍ  او یا نور کلیوال یې د ساز یا سندرو غږ واوري او یا د خوښۍ ډزې وکړي. حتی په همدې وخت کې خبره تر دې حده رسیږي چې که کومه کورنۍ و غواړي د خپلو عزیزانو په واده هرو مرو سیل جوړ کړي نو له غمجنې کورنۍ څخه رسما اجازه غواړي او بیا خپله خوښي کوي خو بیا هم نور کلیوال دغه عمل ته په ښه سترګه نه ګوري. له همدې کبله د نوې خیښۍ په مناسبت د وردګو په کلیوالي سیمو کې هغه وخت ډزې کیږي چې په کلي او ګاونډ کې په نږدې وختونو کې مړی نه وي شوی او دغه ډول ډزو ته ښادنامې هم ویل کیږي او د جهاد پر مهال خو داسې رواج هم په کلیو کې دود شو چې د همدې کورنۍ د کلا په مخکې به یې ګڼو خپلوانو او دوستانو هم د خوښۍ ډزې او ضربې کولې او که به یې دوست جهادي کوماندان وو نو بیا خو د یوې پوره جګړې کارتوس په هوايي ډزو کې مصرف کیدل.

مبارکي
مبارکي په وردګو کې هغې مرحلې ته وايي کله چې د هلک د کورنۍ خپلوان، دوستان او کلیوال په نوې دوستۍ خبر شي نو د نارینه او ښځینه وو ډلې همدغې کورنۍ ته د مبارکۍ په موخه را ماتې شي، په کلي، جومات، حجرو، سپاچو او پیتاوونو کې د مجلسونو او بانډارونو پر مهال هم د دې کورنۍ غړو ته د خپلو کلیوالو له خوا مبارکي ویل کیږي. همدارنګه ټول کلیوال او په ځانګړې توګه ښځینه طبقه خو دغه دوستي د ټول کلي دوستي ګڼي او د نوموړې کورنۍ له غړو سره په هغو خوښیو، سندرو، اتڼونو، نڅاوو، دریاوو او خوشحالیو کې هراړخیز ګډون کوي چې د څو ورځو لپاره د همدې کورنۍ په چاپیریال کې ادامه پیدا کوي. خو د نجلۍ پلار یا کورنۍ ته په پخوا وختونو کې د هیچا له لوري هیڅ ډول تبریکي نه ورکول کیده خو اوس مهال چې د خلکو د ځیر ساحه د ورځې په تیریدو سره د پراخیدو په حال کې ده نو رواجونه هم ورسره بدلون مومي خو لا هم دغه ډول بدلون عام شوی نه دی بلکي په سیمه داسې فضا حاکمه ده چې د همدې کورنۍ له ډیرو نږدې او محدودو کسانو پرته څوک د نوې خیښۍ په هکله مبارکي نه ورته وايي بلکي د خیښۍ په لومړیو ورځو کې د همدې کورنۍ غړي له خپلو کلیوالو او دوستانو څخه د یو ډول شرم احساس کوي او د نوې دوستۍ په هکله هیڅ ډول خبرې خوند نه ورکوي. همدارنګه د خپلې خور یا لور د برخلیک، د نوو خیښانو سره د دوستۍ د پاللو او د زوم د شخصیت په هکله په فکرونو کې ډوب وي.
د نوې خیښۍ له اعلان سره سم د پیغلو په ټولګي کې په ورکړې پيغله او د ځوانانو په ټولګي کې په هلک هم ډول ډول ټوکې کیږي او دوی دواړه په خپلو خپلو کورنیو کې د مشرانو، همزولو او ملګرو دغه راز ټوکې په سړه سینه زغمي، ورکړې نجلۍ د هرې ټوکې په مقابل کې له خوږې موسکا سره یو ځای د شرم احساس کوي خو نامزاد شوی هلک یې بیا دومره پروا نه لري بلکي د خپلو همزولو، ځوانانو او مشرانو له ټوکو سره ځانګړې مینه او موسکا څرګندوي.