د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په تبلیغی غونډه د ارمان رادیو انتقاد

سمیع الله ایلم 14.07.2012 11:21

جولای۲۰۱۲،۱۴

نن سهار چی له کوره د فتر ته په لاره وم، موټر کی می له نورو همکارانو سره د ارمان-اف ایم د صفایی شهر برنامه اوریدله. دوی په دی برنامه کی بلا ډیر موضوعات تر بحث لاندی نیسي. په یوی برنامی کی په یوه وخت کی څو موضوعات! نن یی د نورو موضوعاتو ترڅنګ په کابل کی د تبلیغی حضراتو موضوع هم په نظر کی نیولی وه.

دوی په کابل کی د تبلیغی حضراتو د غونډی په اړه چی تیره پنجشنبه پیل شوی او نن ورځ به هم ادامه پیدا کړي
انتقادونه درلودل:
• لاره یی بنده کړی
• د ښاریانو د اذیت سبب شوی
• د چا په اجازی دوی دا کار کړی؟
• دوی څوک دي او څه کوي؟

په دی هکله یی د حج او اوقافو او ارشاد وزارت د جوماتونو له ریس سره هم مرکه وکړه. هغه ویل چی دوی ورته یوازی د عید ګاه جومات د نظم او د کارولو اجازه ورکړی او نور دوی خبر نه دي! کله یی چی ورڅخه وپوښتل چی تبلیغی حضراتو د چا په اجازی غونډه کړی؟ د جماعتونو ربیس ویل چی دا لوړ پوړو مقاماتو کار دی! خو دغه ریس د رادیو د پوښتنی په ځواب کی چی دوی په دی غونډو کی څه کوي؟ وویل چی: تبلیغیان په دی غونډو کی د عباداتو په فضایلو خبری کوي او بس.

وروسته برنامی ته یو چا له مکروریانو څخه زنګ وواهه. دغه سړی ډیر قهر ښکاریده. ده وویل چی دغه ډول غونډی ددوی ځوانان مذهبی جنون، تفرقی ته هڅوي. او په دی دری ورځنی غونډی کی هڅه شوی چی زیاتره ځوانان راټول کړي.

وروسته بیا رادیو د ترافیکو له ریس سره هم مرکه درلوده. ریس هم ویل چی غونډه د ترافیکو لپاره د خنډ او ځنډ سبب شویده.

بیا نو وروسته د رادیو خبریالانو دی خبرو ته پرداز ورکړ چی دغه غونډ‌ی مو ځوانان خرابوي، د چا په اجازی یی دا کار کړیدی؟ دوی څه کوي؟ لاره یی بنده کړیده.

په موټر کی سپاره ټولو همکارانو هڅه وکړله چی دوی ته زنګ ووهی خو متاسفانه رُخ نشول.
تبلیغی حضرات بی ازاره مرغی دي. د جوماتونو د ریس په خبره چی په ویناوو کی زیات تاکید د عباداتو په فضایلو کوي. نه کومه تفرقه اچوي او نه هم کوم درز.

په دی غونډه کی زیاتره برخه اخیستونکی پښتانه دي. دریمه خبره دا چی حکومت او رسنی ددی پرځای چی خلکو ته ددوی په پیغام رسولو او لازمه مرستو برابرولو کی مرسته وکړي؛ په خلاف یی منفی تبلیغات کوي.
د ترافیکی خنډونو په اړه باید ووایو چی: د جادی سرک چی د شاروالی لخوا کوم شرکت ته په ژمی کی ورکړل شوی وو؛ د خراب کیفیت له وجی بیرته کیندل شویدی او هڅه کیږي چی بیا له سره جوړ شي. دغه سرک چی د ټانک لوګر او جادی په امتداد دی، ددی پرځای چی د شپی کار پری وشي، د ورځی پری بوخت دي.
دویم دا چی په پل محمود خان کی هغه سرک چی زړو مکروریانو ته ور څیرمه پروت دی هم د ترمیم لاندی دی. دلته پیاده روونو څو میاشتی د مخه جوړ شوي وو چی یو ځل بیا کیندل شوي؛ او هغه سرک چی روسانو ورباندی کار کړی وو، د شاروالی لخوا راسپړل شویدی. دغو دواړو سرکونو لاره بنده کړی او د ترافیکو لپاره د خنډ سبب شویدي.

د حیرانتیا خبره خو دا ده چی په دی دواړو سرکونو کار روان دی خو د ترافیکو لخوا هیڅ متبادل راسته نه ده انتخاب شوی او نه هم چلوونکی پوهیږي چی له کومی لاری استفاده وکړي.
د جوماتونو ریس ویل چی دی خبر نه دی چی چا دغو تبلیغیانو ته د یو ځای راغونډیدو اجازه ورکړیده؟ دومره یو مهم وزارت چی سرو کار یی له دینی غونډو، او دینی مراسمو برابرول دي، نا خبری ښیي. دوی باید په خپل دی انتقاد سره سړی نه پوهیږي چی په ځان عریضه کول غواړي که بل څه؟
د رادیو محترم دوه ژورنالیستان چی ډیر ځانونه مسلکی ښيي هر یو مسعود او دانش یار؛ ولی دومره زحمت په ځان قبول نه کړ چی له عیدګاه جوماته خپله لیدنه وکړي او وګوري چی څه حال دی؟
راځی تیریږو له دی ټولو خبرو. یوه خبره مطرح کوو. که چیری دغه د تبلیغی حضراتو هغه غوندی چی په پاکستان کی، په بنګله دیش کی ترسره کیږي او په لکونو او ملیونونو خلک په کی ګډون کوي که افغانستان او یا هم کابل کی ترسره کیدلی نو د حکومت مسولیتونه به څه وو؟ کومی اسانتیاوی یی باید ورته برابری کړی وای؟ سکتوری وزارتونو په دی برخه کی باید کوم لازم اقدامات کړي وای؟

د رادیو او خلکو انتقاد په څه دی؟
مونږ اوس هم په جنګی حالت کی یو؛ او د نړی د نورو مسلمانانو سره په پرتله مو دینی معلومات کم دي. دا منو چی ددین لپاره مو جګړه اوږده او لا هم ادامه لري خو عقیده وي او علمی مسلمانان نه یو شوي. د تبلیغی حضراتو دغه ډول غونډی به کوم حرج ونه لري؛ پری دی ښودل شي چی خلکو ته دینی اخلاقیات تبلیغ کاندي؛ که بیا یی هم خلک نه مني نو راځي چی په متبادل بدیل یی فکر وکړو.
له دی رادیو والاوو یوه پوښتنه چی همکارانو هم په موټر کی مطرح کړه: د سنونګم کانسرټ چی ټولی لاری ورته بندی شوی وی، چیرته وو؟
زمونږ یو همکار د سنونګم د کانسرټ په اړه د خپلی کورنی یوه خاطره هم وویله. ده ویل چی ورور یی اپنډسی شوی وو، خو دا چی په حضوری چمن کی کانسرټ روان وو نو هیچا هم نشو کولای په اسانی ښار ته لار پیدا کړي.

پيشنهاد:
• په داسی یو هیواد کی چی د دین لپاره اوږده مبارزه کوي د ورته انتقاداتو مطرح کول به منطقی کار نه وي.
• په تلویزونونو او رادیو ګانو کی دفحاشی د برنامو لپاره چی د دینی مواعظو لپاره هیڅ هم نه لري مونږ مجبور یو چی د کورنیو او ځانونو لپاره یو څه ولرو؛ پریږدی چی دغه ډول تبلیغی غوندی زیاتی او حکومت دی جدی ملاتړ ورڅخه وکړي. ترڅو لا وده وکړي او نورو ولایتونو ته وغځیږي.


samiullahelam@gmail.com