د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غنوشی څوک ځنځیر تړلی جنت ته نه بیایی!!!

سمیع الله ایلم 13.11.2011 10:22

ژباړن: سمیع الله ایلم، کابل

راشد غنوشي چی په خپلو نوو او معتدلو اسلامي شعارونو سره د ټونس د ټول ټاکنو ګټونکی شو په دغه هیواد کی د اسلامی نهضت ګوند مشر دی. غنوشي په عربی نړی کی د اسلامی فکر منلی رهبر دی چی غواړي په ټونس ډوله هیواد کی چی د اروپایی کلتور تر اغیز لاندی له لبنان سره اړخ لګوي غواړي داسی سیستم ته عملي جامی واغوندي چی هم اسلامي وي او هم له کلتوري او ټولنیزو ازادیو سره ټکر ونه کړي.

راشد غنوشي په دمشق او د فرانسی په سوربن کی د فلسفی شاګرد پاتی شویدی، د سیاسي فعالیت دیرش کلنه مخینه لري چی په دی لار کی دوه واری زندان ته بیول شوی او ۲۲ کاله یی په تبعید کی تیر کړیدي.

د هغه په شعارونو کی له معتدل اسلام او دیموکراسی خبری شویدي خو دده مخکینیو لیکنو دی د سخت دریځو په لښتلیک کی درولی؛ ده یاسر عرفات رد کړی وو چی په اوسلو کی یی له اسراییلو سره د سولی تړون لاسلیک کړ، او دهغه هغه ملاتړ چی د انور سادات (د مصر پخوانی ولسمشر چی له اسراییلو سره یی تړون لاسلیک کړی وو)له قاتلینو څخه یی وښود دده د سخت دریځی لپاره یو بل ثبوت شو!

په دغی مرکی کی هغه له خپل نمونوي اسلامی نظامه چی له دیموکراسی او نوي والي سره اړخ لګوي خبری کوي، د ترکیی او مالیزیا اسلامپال ستایی، دا چی امریکا له معتدلو اسلامي ډلو ټپلو ملاتړ کوي، غنوشی دا یوه طبیعی پيښه بولي، د ایران په اسلامي نظام نظر ورکوي، هغه عربی نظامونه چی لا تراوسه یی بدلون نه دی کړی محکوموي او د بدلون راو ستو غوښتونکی یی دی.


ښاغلی غنوشي ستاسو په نظر څه ډول نظام له اسلام سره اړخ لګوي؟

زما په نظر، او نن ورځ هغه چی له اسلامي هغه سره ډیر نږدی دی دیموکراتیک سیستم دی چی واک خلکو ته سپاري، او واکوال بی له هغه واکه چی خلک یی ورکوي بل هیڅ ډول صلاحیت نه لري.

پارلمانی دیموکراسی ته غوره والی ورکوی؟

زما په فکر پارلمانی نظام د شورا هغه ته نږدی دی، ځکه چی دولت واک په مستقیم ډول دولس له نماینده ګانو اخلي، او دا ډول دیموکراسی د هغه نظام چی پکی فرد حاکم وي مخنیوی کوي.

د شریعت اجرا به څنګه کیږي؟

شریعت له هرڅه مخکی، د قانون جوړونی لپاره کُلی او عمومی بنسټ دی، لکه یوه قاعده د مشوری ده، بله د عدالت ده، بله یی اکثریت ته غوره والی ورکول او د خلکو ترمنځ برابری او مساویتوب. ددی تفسیر داسی کوو چی عدالت یعنی څه؟

دا د خلکو خپلی ذمه واری دي چی د مشورو له لاری دخپل سیاسي نظام لپاره قوانین او قواعد په داسی ډول سره طرحه کړي چی په کتاب او سنتو کی راغلی وي، کنه په اسلام کی کلیسا نشته چی نهایی حُکم ورکړي او یا هم د کلیسا هغه انحصاري نقش چی د قواعدو د تفسیر په اړه یی لري په اسلام کی نشته، د قواعدو تفسیر له یوه هیواده تر بله توپیر لري، امام شافعي چی کله له عراقه مصر ته لاړ، نو ویی لیدل چی شرایط توپیر لري، نو د هغه فقه په عراق کی له مصر هغی سره توپیر لري، هغه هم په داسی حال کی چی بنسټ یی هماغه شریعت دی.

په اسلامی شریعت کی خو د قصاص او حجاب احکام هم شته، ستاسو معتدل اسلام به دا ډول احکام ځنګه تطبیقوي؟

دیموکراتیک وسایل، محیط د شریعت لپاره په خپله جوړه وي، ځکه چی شریعت ځان په چا نه ټپ کوي، بلکی هغه خلک دي چی شریعت غواړي. که خلک د شریعت د احکامو تطبیق غواړي، نو دغه احکام به د افهام و تفهیم او علماوو او د خلکو د وکیلانو له لاری په لار اچول کیږي، دیموکراتیک وسایل هم ددی ښکارندوی دي چی ایا خلک ددی ډول احکامو پلي کول غواړي او یا د کوم بل ډول.
که داسی فرض کړو چی خلک حجاب ته رایه ورکړي او قصاص ته نه؟ خو امکان لري چی له اسلام سره انتخابی رفتار وکړو، نو یو مسلمان څنګه امکان لري چی هغه شی یی خوښیږي خپل کړي،غوره یی کړي، او هغه څه چی یی نه خوښیږي نو رده وي او یا یی نه خوښوي؟

نن ورځ د ترکیی نظام د اسلامی نظام یوه نمونه ده، د مالیزیا نظام د اسلامی سیستم یوه بله نمونه ده چی خپلو خلکو ته یی لاس ته راوړنی لرلی، هغوی ته یی

ازادي لاس ته راوړلی، هغوی ته یی عزت او وقار بخښلی.
اصلي خبره داده چی یو مسلمان باید دین په پوره ‌ډول ومني، خو حالات، د خلکو د معلوماتو او اګاهی کچه یو تربله توپیر لري. مسلمانان د خپلو امکاناتو او وړتیاوو په اندازه دین تطبیقوي، خدای هم خلکو ته د خپلو وړتیاوو څخه بره زحمت نه ورکوي.

د شرع احکام د هغه چا لپاره چی ورڅخه یی بد راځي نه دي، د هغه چا لپاره دي چی غوښتونکی یی دي ځکه اسلام د ازادی پر بنسټ ولاړ دی: اشهدو ان لااله الاالله یعنی زه تصمیم نیسم چی د خدای عبادت وکړم، امرونه یی ومنم، که کوم بل چا دا ډول تصمیم ونه نیوه نو مونږ کولای شو له هغه سره بحث وکړو، نه دا چی په زور یی مجبور کړو، که ډیرو خلکو وویل چی دا ډول څيزونه نه خوښوي خو بیا هم ورسره بحث ته کیوتی شو تر دی چی قانع شي او یا نه شي؛ خلک په خپله خوښه جنت ته ځي نه په زور.

د خلکو ترمنځ دغه ویره شتون لري او وایی چی، د نهضت ګوند به اوس مهال معتدله شعارونه ورکړي او وروسته چی بیا واک ته ورسیدل نو کیدای شي خپله دریځ بدل کړي او کیدای شي د افراط خوا ته لاړ شي.
نهضت، یو لوی حزب دی. په حزب کی د علماوو او مشرانو وړه ډله شتون نه لري، په حزب کی بیلابیل رنګونه او غږونه دي، خو په اساسي مسایلو او موضوع ګانو کی د ټولو نظر یو شان دی.

په نهضت کی داسی څوک نشته چی په اسلام کی شک ولري، اسلام زمونږ مرجع دی، او هیڅوک پری اختلاف نه لري، هیڅوک هم په نهضت کی په دیموکراسی او د ښځو او سړیو په برابري حقوقو کی شک نه لري، په نهضت کی هیڅوک شتون نه لري چی ووایی چی هغه ګوند کمونیستي دي له مونږ سره مخالفت لري او باید له منځه لاړ شي، خو دا چی په ګوند کی مختلف رنګونه دي نو په وړو او فرعي مسایلو کی اختلافات شته، که زه غنوشي وم نو کله ځان په اکثریت کی ګورم او کله ځان په اقلیت کی، ځکه دا یو حزب دی، یوه اداره ده او نه د صوفیانو کومه ډله چی زه یی پیر وم او دا نور یی پیروان .

په اسلامی ملکونو کی د اسلامی نظام کومه نمونه ګوری؟

هیڅ نمونه او ایډیال شتون نه لري، دغه د ځمکی خاورینه کوره په ایډیالونو نه په نواقصو بنا شویده، نو ځکه دلته پوره نظام نه پیدا کیږي، او ټول شیان نسبي دي؛ کولای شو چی ووایو چی دغه نظام له نظامونو اسلام ته نږدی دی، دغه نظام عادلانه دی، ددغه نظام غلطی کمی دي، خو نه شو ویلی چی فلانکی نظام د ټولو د ارمانونو د پوره کولو نظام دی.

له تاسو مو واوریدل چی د ترکیی هغه ته غوره والی ورکوی او نمونه یی بولی.

که په نسبی ډول وګورو چی د کوم نظام بدی کمی دي نو د ترکیی مثال ورکولای شو، د مالیزیا هم یوه بله نمونه بللی شو چی خپلو خلکو ته یی لاس ته راوړنی لرلی، دوی ته یی ازادي راوړی. هغوی ته یی عزت او مقام ورکړی هغه هم بی له زور او زیاتي. که هر نظام خلکو ته د زور او زیاتي خبری وکړی، خلکو ته د سرنوشت د ټاکلو حق ور نه کړي، هوری د بیان ازادي نه وي، قضایه قوه خود ارادیت ونه لري، حکومت خلکو ته حساب ور نه کړي، او خلک په دی پوی نه شي چی پیسی له کومه راځي او چیرته ځي، او خلک د حاکمانو د بدلون حق ونه لري نو زه دی ډول حکومتونو ته اسلامي نه شم ویلی.

لکه څنګه چی ابن قیم (د شام د حنبلی مذهب له علماوو څخه په اتمه هجري پیړی کی)، د مسلمانانو حکیم وایی: د شریعت اساس عدالت دی او شریعت ټول عدالت او رحمت دی، او هر نظام چی عدالت ترسره کوي، نو دی ته شرعی نظام ویلی شو او حتی که دا ډول نظام شرعی نوم هم ونه لري، او هر نظام چی عدالت نه پلي کوي هغه شرعی نظام نه دی که نوم یی هم شرعي وي.

خدای(ج) انسان ته کرامت ورکړی، هر نظام چی انسان ته په څومره کرامت ورکول قایل دی ځان اسلام ته نږدی ورکوي.

د ترکیی نمونه، ستاسو په ډول معتدله نمونه ده...

زه تل وایم چی دا نسبي دی...

هو نسبي...

په نسبی ډول، مسلمانان هیله مند دي چی نظام یی د ترکیی په ډول وي، هیله لري چی په هیواد کی یی رجب طیب اردوغان وي نه علی عبدالله صالح او یا هم بشار الاسد او دا نور.

ایا ترکیه دغه ډول نمونه د خپل نفوذ په خاطر په سیمه کی نه استعمالوي؟

دا خو د هرنظام حق دی چی ځان ته تبلیغ وکړي او هغه هم بیرون، د باندی خپل نفوذ او اغیز ولري، نو ورته مهمه ده، که له زور کار وا نه خلي، خدمات وړاندی کړي، د ادبیاتو او هنر له لاری مخکی لاړ شي، نو بیخي خبره ده خو که جنګ او جګړی، زور او د تجاوز له لاری مخکی لاړ شي نو ناروا دی.
نن سبا ترکیه له خپل نرم والي کار اخلي او د نرم والي نمونه ده نه د زور او جبر.

اوس خو دا ډول دی خو که حالاتو بدلون وموند نو بیا؟

داسی خو فکر کیږي چی ترکیه به په ټوله سیمه کی خپل اغیز ومومي ځکه چی ښه اقتصادي وده یی کړی او له چین وروسته دویم هیواد دی چی توانیدلي دي ۱۲ په سلو کی اقتصادي وده وکړي چی ډیر اوچت ګراف دی. که ترکیه ادامه ورکړي، نو تاریخي پس منظر ته په لیدو او د هغو بریاوو له لاری چی دوی یی په اقتصادي او سیاسي ډول خپلی کړي(ترلاسه کړي) او که هغه تشه چی ددوی د نظام او اسلام ترمنځ دی هم ډکه کړي نو په ټوله سیمه کی به اغیز ومومي. کمالیزم د نوي والي او اسلام ترمنځ درز رامنځ ته کړ، په داسی حال کی چی د ترکیی، مصر او ټونس خلکو له نولسمی پیړی همدا خوب درلود چی اسلام او نوی والی سره یوځای او همغږی شي.

د کمال اتاترک نظام، اسلام او نوی والی د یو بل په مقابل کی ولاړ دي، په داسی حال کی چی د اربکان او اردوغان نظامونه، اسلام او نوی والی له یو بل سره نزدی شویدي، او د اتاترک سخت سیکولریزم اوس په نسبي ډول نرم سیکولریزم بدلیږي په داسی یو شکل سره چی له اسلام سره اړخ ولګوي، دا نو یوه لویه لاسته راوړنه ده.
ټول مسلمانان په دی هیله دي چی په نوی ټولنه کی ژوند وکړي، په داسی یوی ټولنه کی چی په اقتصادي ډول غښتلی وي، علمي وي او اسلامی وي، خو په عربی نړی کی سیکولران وایی که ترقی او پیشرفت غواړی نو له دینه تیرشی.

د ترکیی نمونه د ګډ اوسیدلو او نوي والي یو ښه مثال دی، په همدی خوا روانه هم ده او غواړي چی اسلام له نوي والی او دیموکراسی او ترقی سره یو ځای کړي، په مصر او ټونس کی هم همدا ډول شویدي، په داسی حال کی چی غربی نمونی له ستونزو سره مخامخ دي.

که د امریکی ملاتړ ته چی له ترکیی یی ښیی، ایا ترکیه د اسلامي نړی او امریکا ترمنځ د یو پول رول نه ادا کوي؟

ترکیه خپله تیږه په خپله سینه وهي نه د امریکی هغه، ترکیه واسط او عامل نه دی، بلکی د خپلو ګټو په لټون پسی ده، وطندوستي او د ترکیی خپلی ګټی مهمی دي، کیدای شي چی تر یو وخته دغه ګټی د نورو هیوادونو له ګټو سره موازي وي خو هر هیواد باید له خپلو ګټو ملاتړ وکړي او خپلو ګټو لپاره کار وکړي.
امریکا هم هڅه کوي چی د معتدلو اسلامپالو سره خپلی اړیکی سمبال کړي.

امریکا په خپلو ګټو پسی ده او اوس مهال خو هغه دی د اسلام پالو بیداري او ویښتیا هم په سیمه کی پیل شوی.
د امریکی ګټی له سیکولریزم سره کوم تړاو نه لري، امریکا د اروپایی هیوادونو په څیر نه ده، خپل عملی منطقي ذهنیت لري چی له ایدیالوژی سره اړخ تړاو نه لري، غواړي چی خپلی ګټي تضمین کړي، بی له دی چی وګوري په سیمه کی څه ډول ایډیالوژي حاکمه دی. امریکا له ملتپالو عربانو سره کار وکړ، له لیبرالانو او سوسیالیستانو سره یی کار وکړ، ولی به یی له مونږ سره نه کوي؟ کله چی پوهیږي اسلام پياوړی دی او اوسنی وضع په دی ګواهي ورکوي.

د ترکیی په اړه ډیر وغږیدو، د سعودي په اړه څه نظر؟

په هر حال عربستان له اوسنیو اوښتونو څخه ملاتړ وکړ: که د سعودي رسنیو ته وګورو نو په لیبیا کی له راغلي بدلونه یی ملاتړ وکړ.

هغه بڅرکي چی له تونسه پورته شول، په دی اوښتنونو اکتفا نه کوي، هغه نور چی له دی اوره په عربی نړی وځلید، ټولو نظامونو ته به بدلون ورکړی. زه باور لرم چی د غه څپی به له عربی سرحداتو هم واوړي، تر دی چی سیډنی او وال سټريټ ته هم رسیږي، د عربی نړی ځینی نظامونه چی لا تراوسه پاتی دي په حساس حالت کی موقعیت لري: که مشران یی هوښیار او راتلونکی لیدونکی وي نو باید ژورو بدلونونو ته مخه کړي؛ د فردي حاکمیت پرځای دیموکراتیک او پارلماني هغه ته مخه کړي، ترڅو د خپلو خلکو له شره په امان پاتی شي.

مثلاً په مراکش کی نظام په خپله هڅه کوي چی بدلونونه منځ ته راولي، او هیله ده چی ادامه به ورکړي ترڅو د خپلو خلکو له شره په امان پاتی شي، هغه نور که دا وضع درک نه کړي نو له هغسی یوی وضعی سره به مخامخ شي چی دلته دا نور ورسره مخامخ شول.
یا به حکما بدلونونو ته مخه کوي او یا به هم دغه اوښتون په هیڅ حریم نه دریږي.

ستاسو په نظر، د سلفیانو وده د سعودیانو طرح نه دی چی په اوښتونونو اغیز وکړي؟

سلفیتوب کوم یو ځانګړی او متحد شکل نه دی. شکل نه دی، سلفیتوب د افکارو یوه ټولګه دی چی په ځینو شیانو کی له یو بل سره ورته والی لري لکه له بدعت او خرافاتو لری والی او د کتاب او سنتو پابندي نه یواځی سلفیان بلکی زیاتره اسلامی تحریکونه په دغو شیانو کی ورته والی لري، اخوان المسلمین یی هم داسی یو شی باله ځکه هغه یو تحریک دی چی غواړي د اسلام اصلی روحیه او پخوانی وقار بیا را ژوندی کړي؛ هغه څه چی د سلفیانو ترمنځ توپیر لري هغه ددوی د نړی په اړه ددوی دید دی.

سلفیان دي چی د ځینو نظامونو په چوپړ کی دي او سلفیان دي چی ډیر لری یی په غښتلو ځایونو یی حمله وکړه؛ دا هم د سلفیتوب یو ډول دی چی له هغه سلفیتوب سره چی د یو ډول حکماوو ملاتړ کوي او له حکماوو څخه مخالفت حرام ګڼي، توپیر شته!


زما منظور هغه غیر سیاسي سلفیان دي چی په دی اوښتونونو کی یی هیڅ رول نه درلود، خو اوس سیاسي شویدي...

دا یی حق دی، طبیعی دی چی ټول قوتونه په سیاسي ډګر کی هڅه کوي چی له بدلونونو ګټه پورته کړي ترڅو خپل افکار او خط مشی په کار واچوي، خو خبره په دی کی دی چی ایا سیاستونه یی د خلکو ترمنځ ملګري پیدا کوي او کنه؟ او ایا په سیاستونو کی یی دخلکو لپاره د ستونزو دحل څه شته او کنه؟

خلک د ایډیالوژیو په بنا قضاوت نه کوي بلکی د هغی دوا په نسبت قضاوت کوي چی د دردونو لپاره یی ورکول کیږي: نو ایا دغه برنامه د خلکو دردونو ته په درد خوري او کنه او یا هسی شعارونه دي؟ له شعارونو څخ غنم، کارخانی او دوا لاس ته نه راځي، تر یو حده دغه شعارونه د خلکو په زړونو کی ځای نیسي خو اصلي خبره د خلکو د اړتیاوو دی چی باید پوره شي، خلک هغو لارو چارو ته په کتو چی د ستونزو د حل لپاره یی پیشنهاد کیږي قضاوت کوي، که په خپلو شعارونو عمل ونه کړي، نو بیا به څوک رایه ورنه کړي او رده وي یی، لکه سیکولاران یی چی رد کړل. هغوی ښه په زړه پوری شعارونه ورکړل لکه د عربو یو والی، د فلسطین ازادي او وده او انکشاف خو ومو لیدل چی یو یی هم عملي نه کړ.

غواړم چی د ایران په اړه ستاسو نظر وپوښتم، داسی یو هیواد چی د اسلامي نظام خپله نمونه لري.

ایران خپل اسلامی حکومت لپاره د جعفری فقی څخه پیروي کوي چی په اسلامي نړی کی د اقلیت مذهب دی.
ایا د سنی او شیعه لانجه اوس هم ادامه لري؟

شک نشته چی په سیمه کی د شیعه او سنی ترمنځ ستونزه شته خو مسایلو سره په داسی ډول برخورد وکړو چی ټول شیع او یا هم ټول سنی یو ډول دي. مثلا په ایران کی هم اختلاف شتون لري حکومت د بشارالاسد ملاتړ کوي خو مخالفین یی بیا مخالفین دي. د اهل سنتو ترمنځ هم دا ډول کړی شته چی له یو بل سره جنګیږي، او په ځینو مسایلو له یو بل سره مخالفت لري لکه د پانګی ویش، دقدرت ویش او د بهرنیانو په مقابل کی ددوی دریځ.

په ایران کی داسلامی حکومت نمونه کامیابه بولی او که ناکامه؟

دومره زر خو یی نشم ویلی، بری او شکت یو نسبی امر دی، ایرانیان هم په ځینو شیانو کی بري دي او په ځینو کی نه، ایرانیان توانیدلی چی د باندنیو فشارونو لاندی مقاومت وکړي، خپلی ټکنالوجی ته وده ورکړي، دیرش کاله د بندیزونو لاندی مقاومت کول څه اسانه خبره نه دی خو ایران ناکامی هم لرلی...

د ناکامی نمونی یی؟


مثلاً دا تیری ټول ټاکنی داسی وی چی ټولو پری اجماع نه لرله، مخکی دا ډول څه نه وو رامنځ ته شوي، هغه د اسلامی اوښتون له وخته په ټاکنو اجماع شوی، د ټول ټاکنو د کامیابی یوه نتیجه دا ده چی مخالفان یی ومني او کنه نو بیا ستونزی منځ ته راځي.

samiullahelam@gmail.com
په ژباړی کی له بیړی کار اخیستل شوی که غلطی لري چی ومی بخښی!