د علمي څېړنې فن او آرونه
25.03.2012 11:16Hashami1@hotmail.com
علمي څېړنه يوه سپېڅلې،درنه او له ستونزو ډکه کار ده،چې بېلا بېل اړين ګامونه پکې اوچتېږي. دغه ګامونه او د څېړنې مراحل د يو شمېر کړنو لړۍ ده،چې د څېړنې لپاره ضروري شرايط برابروي. خو حتمي نه ده چې هرومرو موجود اوسي،بلکې د څېړنې دځانګړتيا له مخې کېداى شي ځينې يې موجود نه وي، يا ځينې يې يو له بل سره يو ځاى شي او يا هم دوه درې يې سره په يوه وخت کې تر سره شي. خو تر هرڅه وړاندې راځو د څېړنې مانا او پېژندنې ته،چې څېړنه څه مانا او څه ته وايي:
څېړنه په لغت کې حقيقت او واقعيت،پلټنې،سپړنې،اصليت معلومول،سمون،تفتيش،په يوه شي ځان پوهول،رښتاوالي، صداقت، يقين، تصديق، د يوه شي ثبوت ته تر پايه رسېدلو او موندلو ته وايي.
په علمي او ادبي اصطلاح کې يې مانا دوه ډوله شوې ده:
لومړى: د ليکنې په يوې ځانګړي علمي بڼې سره د يو ناڅرګند او پټ حقيقت پلټنې او سپړنې ته د څېړنې او تحقيق فن وايي.
دوهم: څېړنه د يوې ټاکلې موضوع په باب رښتينې،ژوره او عالمانه پلټنه ده چې په هغې کې حقايق،واقعيتونه او مسايل تحليل او تفسير کېږي.
د علمي څېړنې پېژندنه:
علمي مقالي،درسي کتابونه او څېزنېز اثار ټول په تخنيکي ليکنهTechnical Writing کې راځي،چې دا له عمومي ليکنو General Writing سره پوپير لري. تخنيکي ليکنه خپل ټاکلې دور اوStyle لري چې بايد رعايت شي.تخنيکي ليکنه هغه ده چې عموما د مسلکي اشخاصوProfessionals له خوا نورو مسلکي اشخاصو يا هوډمنو مراجعو ته په ځانګړې ساحه کې د ټاکلو او خاصو معلوماتو Special Knowledge د ورکولو لپاره ليکل کېږي. ځينې خلک دا ډول ليکنې چې د علمي څېړنو اصولو رعايت پکې شوى وي او پر احصائيوي ارقامو او معلوماتو اډانه وي،چې ( درنې ليکنې ) Heavy Technical Writing يې هم بولي. دا خالصې تحقيقي ليکنې وي.
تخنيکي،علمي او څېړنيزې ليکنې له عمومي ليکنو سره له هدف،موضوع او ګومان څخه ځآن ساتل، ناپېيلتوب غوره کول د ښکاره او روڼ حقيقت بيانول،پر شواهدو د ولاړو اقتباساتو او واحدونو استعمال،لنډيز ته پاملرنه،تسلسل او نورو ځانګړتياوو له مخې توپير لري. يوه ښه علمي او څېړنيزه ليکنه هغه ده چې همدا وروستي ذکر شوي خصوصيات ولري.
بايد هېره نه کړو، چې نن ورځ د علمي څېړنې ارزښت او اهميت ډېر اوچت شوى دى،په نوره نړۍ کې علمي تحقيق په ټولو څانګو او د ژوند هر اړخ کې خپل ځآنګړى دريځ لري. دعلمي څېړنې پايلي په ځانګړو علمي مجلو او هم په نورو نشراتو کې خپرېږي.
د بشري ټولنو اوسمهالي پرمختګونه،هېښنده اختراعات،دبې شمېره شخړو د حل لارو موندل،ټولنيزه هوساېنه، د توليدي بهير اسانېدل،د روغتياښه کېدل او نورمادي او معنوي پرمختګونه د علمي څېړنو او تحقيقResearch له برکته ګڼلاى شو.
څېړنه يا Research له پرمختيا Development سره يو تړلى جاج او مفهوم دى او اړېکې يې (R & D ) ورځ تر بلې زياتېږي. د يوې اړتيا له مخې نن ورځ په بېلابېلو هېوادونو کې د علمي څېړنې لپاره لويې ادارې،مؤسسات او اساسي تاسيسات رامنځته شوي دي.په پر مختللو هېوادونو کې دولتونو زياته برخه (Rand D) ته بېله شوې وي، چې د دوى د مجموعي ملي بوديجې تر نمايي زياته برخه وي،په دغو ټولو کې يې ډېرې غوره پايلې تر سترګو کېږي.
د علمي څېړنې مانا:
څېړنه يا تحقيق ( Research ) نن ورځ يوه ډېره معموله او زياته استعمالېدونکې اصطلاح ده چې د معلوماتو او پوهې د چمتو کولو او د واقعيت د پېژندو په مانا کارول کېږي. په بله وينا پر حقيقت او واقعيت د پوهېدنې هڅه څېړنه بلل کېږي، چې تر يوې ځآنګړې موضوع او ځانګړي عنوان لاندې د اړوندو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره اوډلې او علمي پلټنه بلل کېږي. په پرمختلليو هېوادو کې د څېړنې پايله،څېړنيز مرکزونه او څېړونکي ډېر د درناوي وړ دي او اکاډميکو مؤسساتو او تحقيقي مرکزونو ته پوره درناوى کېږي. د څېړنې له برکته د دوى ژوند لوړې سطحې ته رسيدلى دى. په قاموسونو کې د څېړنې مانا داسې راغلي ده:
د علومو او پوهنې په بېلابېلو څانګو کې د نويو حقايقو د ميندلو لپاره ځانګړې،څرګنده اوپه پوره غور سره سنجول شوې کره پلټنه ده. دا له دوه برخو يانې Re او Search څخه جوړه شوې ده چې د پرله پسې او بيا بيا لټون مانا لري،چې يو نامعلومه،ګونګ او مبهم حالت،روښانه شي او يوه نغښتې ښکارنده (پديده)سربېره او پټ حقيقت راښکاره شي.
د علمي څېړنې پېژندنه:
څېړنه او علمي تحقيق يوه اکاډميک هڅه ده. دغه نومونه (اصطلاح) بايد له تخنيکي پلوه وځيرل شي. څېړنه د ستونزو پېژندنه او روښانول، د حقايقو پرتلنه،د فرضيو طرح، د ارقامو او موادو راټولونه،تنظيم، کتنه،د پايلو ترسرول او په پاى کې يوې پايلې ته رسېدل دي.
په بله وينا: څېړنه د لوستنې،لېدنې،پرتلنې او تجربې له لارې د واقعيت را برسېرول دي.
يو بل پوه په ډېر لنډ ډول څېړنه د يوې ستونزې د حل موندنې لپاره له سيستماتيک ميتود څخه کار اخيستل بولي. نامتوڅېړونکى E.HOTCH وآيي: څېړنه د پوښتنو د حل لپآره په سيستمآتيکو وسآيلو د ځوآب ميندل دي. په لنډ ډول بآيد ووآيو چې: علمي څېړنه د يوې پېښې،د عوآملو د رښتيني وآقعيت د پېدآکولو آو دهغو تر منځ د آړيکو د معلومولو لپآره يو ژوره آو عآلمآنه پلټنه ده چې په سيستمآتيک ډول په ځآنګړويو لآرو چآرو ترسره کېږي. د څېړنې په پآيله کې يو پټ وآقعيت روښآنه آو نآسپړل شوې ستونزې سپړل کېږي. دآ د بېلآ بېلو ښکارندو ( پديدو ) او آجزآوو تر منځ آړيکې روښآنوي.
د څېړنې موخې:
ښکآره خبره ده چې د څېړنې موخه پرعلمي چلند د بېلګو او بهير په تطبيقولو د يو شمېر پوښتنو لپاره د ځواب موندل دي،لکه چې مخکې هم وويل شول،د څېړنې يوه موخه دا هم ده،چې هغه څه رابرسېره شي او هغه واقعيت وموندل شي،چې لا نه دى روښانه شوى. خو بيا هم د څېړنې موخې داسې ښوولاى شو:
د پېښو او پديدو په اړه د نوي بصيرت او لا زياتې پوهې ترلاسول.
د يوې ټآکلي ستونزې د حل لارې موندل، د يو وضعيت او يا يو شمېر شرايطو د ځانګړيتاوو ډېر ښه او روښانه توضيح کول.
په انساني چلند کې د بدلون علتونه،د ځينو عواملو پېژندل او د مدلول دليل پيداکول.
د بېلابېلو پديدو فريکوينسيو ټاکل او د متحولينو ترمنځ د عواملو په پامنيوي سره د يوې فرضي (ابتدايي ادعا) ازمايل، او
پاى کې د انسان د بې شمېره اړتياوو د لرې کولو لپاره د نويو امکاناتو او نويو زېرمو رابرسېرول.

