دجال او دده يادونه دامت لپاره څومره اهمه ده
18.03.2012 09:29Hashami1@hotmail.com
بسم الله الرحمن الرحيم
دجال او دده يادونه دامت لپاره څومره اهمه ده او امت ورته څومره اړتيا لري ددې خبرې اندازه دمسلمانانو له كورونو دېروجوماتونو څخه راښكاري. هغه مورګانې چې خپلو تنكيو نازوليو بچيو ته د اسلامي عقايدو درسونونه وركوي او د بنسټيزو تعليماتو دخبرونې څخه يې خبر ساتي. په دې تعليماتوكې اهم او ضروري څيز د دجال يادونه ده. چې په اوسنې دور كې تر ټولواهمه زده كړه ده. دغو ميندو ته لازمه ده چې خپلو اولادونو ته د دجال ويره او له ده څخه ځان ساتنه د بچيو په عقل او شعو ركې كېنوي په اسلامي تعليماتو كې اولادونو ته ددې سبق ښودل ترټولو اهمه فريضه ده.
خو كه اوسنې حالات وڅارو ميندې له دغې جاهلي تهذيب څخه ناخبره دي او له دې فريضې څخه لرې پرتې دي.
داخبره به له دې بحث څخه لرې نه وي چې ووايو د دجال د رااتګ هيرول هم د دجال دراتللو نښه ده.موږ بايد دامحسوسه كړو او دا وېره وركه كړو او د دجال د راتګ يادونه په كورونو دېرو جوماتونو كې ياده وساتو. داخبره ډېره ضروري ده چې خپل اولادونه او راتلونكى نسل د را روان دښمن نه خبر كړو او ددې فتنې څخه دساتنې لپاره له وړاندې نه لازم تدابير نيسو.
دجال ديهوديانو په اند
مخكې له دې چې احاديثو ته راشو او دحضرت محمدصلى الله عليه وسلم وړاند وينې بيان او وڅېړو داخبره اړينه ده چې د پخوانيو اديانو لارويان په څه عقيده دي او د دوي په موجوده تحريف شوې كتابونو كې د دجال په اړه څه ويل شوې دي ترڅو دې خبرې ته ورسيږو چې په اوس وخت كې امريكا اونو ركافر د يهودو په اشاره څه كوي او راتلونكې پايلې به يې څه وي اوبله داچې ديهوديانو په اصلي موخو ورسيږو چې دوي څه غواړي اوكومې عقيدې ته ژمن دي .
څومره چې موږ د دوي كتابونه لوستې او ښكاره بېلګې يې په لاس راغلي هغه دادي: يهوديان په دې عقيده دي چې دجال به ديهوديانوپاچا وي،د دوي په عقيده دجال به ټول يهوديان بيت المقدس ته راغونډه وي او په ګرده نړۍ به ديهوديانو واكمنې وي،دنيابه له لوى ګواښ او ترهګرو ( ديهوديانومخالف ځواكونو ) څخه پاكه كړي په نړۍ كې به يهوديانوته هېڅ ګواښ پاتې نشي،هرخوا ته به امن،سوله او دانصاف دوره وي!
ديهوديانو د ايزاخيل نومې كتاب كې ليكل شوې دي: اى دصيهون زامنو! په خوښئ راځئ! اى د يروشلم زامنو! دخوشالۍ نه چغې كړئ! وګورئ ستاسې پاچا را راوان دى هغه عادل دى هغه په خره ياخچر يا دخره په بچې څپور را روان دى! دده واكمنې به په ځمكه اوسمندر دواړو باندې وي (۱) د اسرايلو ټول قومونه به له نړۍ څخه راټول كړم،دنړۍ په كومه سېمه كې چې استوګن وي زه به يې خپلې خاورې ته راجمه كړم، زه به دوي ته دقوم شكل وركړم او د اسرايلو په سېمه به د دوي واكمنې وي (۱)
د امريكاپخوانې اولسمشر ريګن په ۱۹۸۳ء كې د امريكن اسرايل پبلك افيرز كميټې AIPAC سره په خبرو اتروكې ويلي و: تاسې پوهيږئ چې زه دستاسې پخواني پيغمبرانوته رجوع كوم! او هغه وړاندوينې چې په زړو صحيفوكې يې د ارميګډن په اړه دنښو حواله موجوده ده،نو زه دافكركوم چې اياموږ هغه نسل يوچې راتلونكي حالات به څارو او د ليدلو لپاره به يې موږه موجود يو؟ باور وكړئ ددغو وړاندوينو زمانه همدغه ده چې موږ پكې ژوند تېره وو.
اولسمشر ريګن په مبشرچرچ كې دجم بيكرسره په ۱۹۸۱ء كال دخبرو اترو په وخت كې ويلي و: لږ سوچ وكړئ! كم نه كم شل كروړه عسكر به د ختيځ له اباديو څخه او كروړونه به د لويديز څخه د روماد واكمنۍ د بيا نوې كولو په خاطر ( يانې په اروپا) دابادولو څخه وروسته به عيسى مسيح ( دجال ) په دوي حمله وكړي ځكه چې دې خلكو به يروشلم ښار اشغال كړى وي، بيا به په هغه فوځيانوحمله وكړي چې ميګډون يا آرميګډون په دره كې سره راغونډ وي،په دې كې هېڅ شك نشته چې يروشلم كې به دومره وينه وبهيږي چې دآسونو تر كيذو پورې به برابره وي داټوله دره به دجنګې سامانونو،ځناورو،انسانانو،او دژونديو جسمونوله وينوڅخه ډكه شي ـ
پال فنډلي وايي: داخبره عقل ته نه راځي چې يوانسان دې بل انسان سره غيرانساني سلوك وكړي مګرپه دې ورځ به الله تعالى انساني فطرت ته دااجازه وركړي چې دوي خپل ځانونه ښكاره كړي،دنړۍ ټول ښارونه لندن،پيرس،ټوكيو،نيويارك،لاس اينجلس،شكاګو به دځمكې پرمخ ونړيږي.
دمخلوقاتود تقدير په اړه دمسيح دجال يومطبوعاتي كنفرانس هم خپورشوى وو چې دسټلايټ له لارې دتلويزون په پردو نړيوالو كتلى دى. ( په تلويزون د ايونجيل قيصر هلټن هسټن )
دبيت المقدس سېمې ته ديهوديانو بېرته ستنيدنه دا راښايي چې د مسيح دجال وخت دى،له دې سره به ټول انسانيت په ډاډمنې سولې سره په ټولنه كې خوند واخلي ـ پخوانى سنيټر مارك هيټ فيلډ
دFarcing gads hand دكتاب لېكواله ګريس هال سيل په خپل كتاب كې كښلي دي:
زموږ خداى دقبة الصخراءTomb Stone او دمسجداقصى په لورې اشاره كړې او ويلي يې دي: موږ به درېيم هيكل دلته جوړه وو. ددې د جوړښت منصوبه تياره ده تعميراتي سامان راوړل شوى دى هغه په يو پټ ځاى كې خوندې دى. ډېرهغه دكانونه چې د اسرايلوتر ولقې لاندې دي ددې هېكل لپاره يې قيمتې څېزونه تيار كړي دي،يو اسرايلي خالص هغه د ورېښم تارونه جوړه وي چې له هغې نه ديهودوعلماوو لباس تياريږي ( ممكنه ده دا هغه دتيجان يا سيجان څادرونه وي چې يادونه يې په احاديثو كې راغلى ده )
دغه لېكواله وړاندې ليكي: زموږ خداى وايي: هو! داسمه ده چې موږ اخر وخت ته نږدې شوې يوـ
لكه څنګه چې ماويلي و،چې: يو پوخ يهودي به مسجد په بم والوځوي له دې سره به اسلامي نړۍ راوخوځيږي دا به له اسرايلوسره سپيڅلى جنګ وي داجنګ به مسيح ( دجال ) اړ باسي چې د دوي ترمنځ مداخلت وكړي.- ۱۹۹۸ء كال په اخرنې شيبوكې د يوې اسرايلي ويب پانې Web site پرمخ ليدل شوې وو ( دې اسرايلي ويب پاڼې له اسرايلي حكومت څخه جدې غوښته كړې وه چې داسلام ملحدانه قبضه دې دمسجد له ځايه ختمه كړي درېيم هيكل ډېر نږدې دى ) ددې خبرې موخه داوه چې د مسلمانانو عبادت ځايونه دې وران شي او په ځاى دې هيكل تعميرشي پدې راپوركې دا زياتونه هم راغلي وه چې د هيكل دتعمير وخت مناسب وخت دى ـ (Farcing God Hand نوې ويره ونكى صليبي جنګ په حواله )
دFarcing Gods Hand دكتاب لېكواله وايي: زه د لينډا او براؤن (يهودي) په كور (اسرايل ) كې وسيدم. يوه ورځ ماښام دخبرواترو په مهال ماوويل: دعبادت خانو په جوړونه كې دمسجداقصى ړنګېدل به يو خطرناك اقدام وي چې لامله به يې يو ويره ونكى جنګ راولاړ شي هغه يهودي سمدلاسه وويل هو! بالكل همداخبره ده،داسې جنګونه موږ غواړوځكه دې جنګونو كې به موږ بريالي يو،موږ به ټوله عربي نړۍ د اسرايلو له ځمكو څخه وباسو بيابه موږ خپل عبادت ځايونه له سره جوړوو ( نوې ويره ونكى صليبي جنګ)
دفرات سيند به وچ شيBook Of Revelation دالهام كتاب په اوه لسم انكشاف كې دي. دفرات سيند به وچ شي دختيځ پاچاهانو ته به اجازه وشي چې له سيند څخه پوريوځئ او اسرايلو ته راوړئ.
د امريكې اولسمشر نكسن په خپل كتاب وكټري ود آوټ وارVictory Without War كې ليكلي دي: ۱۹۹۹ء پورې به امريكا په ټوله نړۍ واكمنې كوي اودا برياليتوب به دوي ته بغير له جنګه لاسته ورشي بيابه دواكمنۍ واګې مسيح ( دجال ) سمبالوي ګويا د ۱۹۹۹ء پورې به د مسيح انتظامات بشپړيږي او دامريكايانو د ذمه وارۍ څخه وروسته به دسمبالښت واګې دمسيح په لاس كې وي
د لكونوبنسټ پالو Fundamentalist عيسيانوعقيده ده چې: دخداى اوابليس اخري جنګ شروعات به ددوي په ژوند كې پېليږي،او په دوي كې د زياترو بياداعقيده ده چې ددې جنګ د پېل نه وړاندې به دوي الله تعالى جنتونوته خيژوي.
ددې امكاناتوسره سره بياهم دوي په عيسويت خوښ نه دي دوي به د داسې حكومت له خوا نه غيرسلاح كيږي چې دخپل دښمن لاسونوكې به غورځي. له دې حركتونوڅخه دا ذهن كې راځي چې بنسټ پاله عيسيان ولي دفوځي حركتونو ملاتړكوي؟
دوي له دې لارې نه دوه هدفونه لاس ته راوړ ي يوداچې دوي امريكايان په تاريخي روايتونوسره تړي او بل داچې دوي هغوجنګونو ته زمېنه برابروي چې وړاندوينه ورته شوې ده،له دې خبروڅخه داهم راښكاري چې په بابيل ايمان لرونكي په لكونوعيسيان له داؤديDavidions يانې دټيكساس له پخوانيواوسيدونكو سره يې څه تړاوشته؟
ډيمن تهامس تصنيفThe End Of Time: Faith And Feat With Shadow Of Millennium هچنګز ليكلي دي :عربي نړۍ يوه عيسايي دښمنه نړۍ ده
(ويبراينډهچنګز: ايا دااخري پيړۍ ده ؟Is This The Last Century يو نجات موندونكي لپاره عيسيان هم منتظر دي خو يهوديان په دې ډكركې ترټولوزيات ليواله دي په ۱۹۴۸ء كې د اسرايلو راتلل او په ۱۹۶۷ء كې په بيت المقدس دقبضې څخه وړاندې دوي دا دعاګانې غوښتلي :
يا خدايا ! داكال زموږ په يروشلم كې كړي
اوس چې دوي يروشلم قبضه كړ دا دعاكوي
يا خدايا! زموږ مسيح راولي
لنډه داچې: كومې وړاندوينې چې دعيسى بن مريم عليهما السلام په اړه راغلي دي يهوديان يې نسبت د دجال راتللو لپاره وړاندې كوي او په دې عقيده كې عيسيانوته هم دوكه وركوي چې موږ دمسيح موعود په انتظار يواو مسلمان دمسيح Anti Chris مخالفت كې دي حالانكه حقيقت ددې په وړاندې برعكس دى مسلمانان او عيسيان دعيسى بن مريم عليهما السلام په انتظاركې دي اويهود چې دچا انتظار كوي هغه دجال دى چې عيسى بن مريم به يې قاتل وي .
عيسايي نړۍ ته په كارده چې دې تېروتنې ته له سره نظر وكړي اوخپل صورت حال له مسلمانانوسره يوځاى كړي،نه له يهوديانوسره ځكه يهود ددوي پلرني،قومي، ژبنې دښمنان دي.
بش د نبوت دروغژن دعوه كونكى:
مسلمانان بايد داللهجل جلاله د دښمنانو له مقاصدوڅخه خبروي. ترڅو ددوي په سوچ او فكر كې داخبره ځاى ونيسي،چې هغه جنګونوته چې مسلمانان ورته اهميت نه وركوي.يا دځېنو سېموجنګونو ته دسياست نوم اخلي اوخپله لمن پاكه ساتي،راځئ وګوروچې نړيوال كفر اوسنې جنګونو ته په كوم نظر ګوري. دامريكاپخواني اولسمشر بش په عراق د قبضې كولوڅخه وړاندې ويلي و: له دې جنګ څخه وروسته مسيح موعود (دجال ) را روان دى. بيا بش په نږدې ورځو كې داسرايلو دوره وكړه د ماسكوټايمز د خبر له مخې ددې دورې په مهال نوموړي يوه ناسته رابللې وه چې دفلسطين پخوانى صدراعظم محمودعباس او دحماس دګوندمشرانو پكې ګډون درلود،دمحمود عباس په وينا بش دعوه وكړه چې:
۱- زما اوسني كړه وړه براه راست دخداى په وينا دي او له خپل خداى نه مرسته حاصلوم.
۲- خداى ماته حكم راكړئ چې القاعده وټكوه ،ځكه ماپه دوي بريدونه وكړل. اوس زما پخه اراده ده چې دمنځني ختيځ شخړه اواره كړم كه چېرې ( يهود) زما مرسته كوي زه قدم پورته كوم اوكنه زه بيا را روانو ټاكنو لپاره زمېنه برابروم .
دبش دغه وينا دمسلمانانولپاره كافي ده چې داسلامي نړۍ جهادي تحريكونه په مختلفو نومونو سره بدناموي او يا يې له منځه وړي.
بش به زياتره دنبوت دعوه كوله او په خپلو ويناوو كې يې ويل:
I’m Messenger of God زه دخداى پيغمبريم،هو! سمه ده! دبش خداى ابليس يا دجال دى. چې براه راست حكم ورته كوي قرانكريم هم دې خبرې ته اشاره كړي ده: وَ اِنّ الشيَاطِينَ لَيُحُونَ اِلٰى اَوْلِيَاءِ هِمْ: بېشكه شياطين خپلومرستيالانواو دوستانو ته وحي كوي.
له دې خبروڅخه راښكاري چې په اوسني وخت كې په نړۍ كې بش تر ټولو لوى دروغجن دى.
فري تهاټ ټو ډى د مدير په اند ليكي: دبش په څير مذهبي اولسمشر له دې وړاندې موږ هېڅكله نه دى كتلاى. دى پر يو مذهبي مشن روان دى. دى مذهب له عسكريت Militarism څخه نه بيلوي.
كله به چې له بش څخه پوښتنه وشوه چې تاسې ولي په دې جنګونوكې خپل خداى راښكيلوئ؟ نوموړي به په ځواب كې ويل :
God Is Not Neutral In This War on Terrorism
خداى دترهګرى په جنګونوكې غيرجانبداره نه دى ( او ددې جنګونو پلوي كوي ) .
ډيوډ فرم په خپل كتاب ( دې رايټ مين ) The Right Man كې ليكلي دي: دغه جنګونه دبش پاخه صليبي جنګونو (كروسيډر) پيلامه ده.
د بش روان جنګونه د۱۱\۹ د سمبر رد عمل نه دى بلكې بش له وړاندې نه په يومذهبي ليونتوب كې و. كله چې دى دټكساس والي و. هغه مهال ده ويلي و. كه ماچيرته په تقدير ليكلو باندې چې داټولې انساني منصوبي اوپلانونه وروسته پريږدي ايمان نه درلودى زه به اوس هېڅكله والي نه واى جوړ شوى.
تجزيه ليكونكي او دنظرخاوندان چې كله هم په بش قلم پورته كړى دى دوي ټول په دې سره متفق دي چې بش دهرې مركې او وينا څخه راښكاري چې دى په خپله دميسينګ مشن ( دجالي مشن ) باندې روان دى او دده له خولي څخه مذهبي بوي راوځي
داخبره بايدهېره نه كړوچې عيسيان دعيسى عليه السلام انتظار كوي او يهوديان دعيسى عليه السلام Jesus په ځاى دمسيحا Messiah يانې د دجال متظردي .ددې خبرې نه مقصد دادى چې بش خپلوعيسيانوته هم دوكه وركوي هغه مشن چې عيسيان يې پرمخ بيايي Jesus\Christ Mission ددې پرځاى بش يهودي مشن Messianic Mission باندې روان دى،خپلې ويناوي او الفاظ اړه وي را اړه وي او عيسيان پرې غولوي

