د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په اسلامي بانکوالۍ کې د مفهوم او محصول توپير اړين دی

سراج الحق هلال ياسيني 25.06.2011 11:57

له ښه شامته په افغانستان کې بانکوالي عموما او اسلامي بانکوالي په ځانګړې ډول غزونې کوي. دا چې عصري اسلامي بانکوالي په افغانستان کې کابو له دوه کالو راهيسې معرفي کېږي نو بانکوالان او عامه خلک یې هم له اصطلاحاتو سره هغومره اشنا نه دي لکه څومره چې ورسره په نورو هېوادونو کې چې اسلامي بانکوالۍ په کې پرمختګ کړی خلک اشنا دي.

په دې لړ کې ځينې افغاني بانکونه او بانکوالان یې د مفهوم او محصول ترمنځ توپير نه کوي. ځينې يې په خپلو ويناوو او ليکنو کې وايي چې پېردونکو ته مرابحه، اجاره، مضاربت او ورته نور محصولات وړاندې کوي په داسې حال کې چې دا مفاهيم دي، محصولات نه دي. د اسلامي بانکدارۍ د عامولو او پرمختګ لپاره په ويناو او ليکنو کې د مفهوم او محصول توپير اړين دی.

قرض، بيع، استجرار، مرابحه، تورق، اجاره، مشارکت، مضاربت، سلم، استصناع، کفالت، وکاله، وديعه، حواله، جعاله، او تکافل مفهومونه يا مفاهيم دي چې مسلمانان ترې په سوداګرۍ او راکړه وکړه کې ګټه پورته کوي او له مخې یې خپلې سوداګريزي اړتياوې پوره کوي. قرض پور، بيع خرڅونه، او مرابحه د ګټې په موخه د يو چا لپاره د څه رانيول او په هغه خرڅول دي چې د بېلا بېلو اړتيا لپاره کارول کېدای شي. د نمونې په توګه: د افرادو ترمنځ هم قرض او مرابحه ترسره کېدای شي او د شرکتونو يا کمپنيانو ترمنځ هم کېدای شي. پر دې برسېره د افرادو او شرکتونو ترمنځ هم کېدای شي، د افرادو او د حکومت ترمنځ، او د شرکتونو او د حکومت د راکړې ورکړې لپاره هم کارول کېږي.

بانکونه بيا د هر سکتور لپاره ځانګړې محصولات يا Products لري او د اړتيا په اساس یې نوموي. د نمونې په توګه د پيسو اخيستو لپاره جاري حساب، د سپما حساب، ميعادي حساب، د پانګونې حساب، او دا ډول نور محصولات لري. د افرادو د تمويل لپاره شخصي تمويل، د ګاډي تمويل، د کور تمويل او د شرکتونو لپاره د ورځنيو اړتياو تمويل، د وارداتو او صادراتو تمويل، د وسايلو د رانيولو تمويل، ضمانت، او باور ليکونه لري. دا محصولات د بېلابېلو شرعي مفاهيمو په استعمالولو جوړېدی او بازار ته وړاندې کېدای شي. کله کله يو محصول د څو مفاهيمو په اساس په څو ډوله جوړېدای او بازار ته وړاندې کېدای شي. د نمونې په توګه:

- د افرادو او شرکتونو جاري حساب د قرض حسنه، وديعه له لارې،

- د سپما حساب د مضاربت، مشارکت، او وکاله له لارې،

- ميعادي حساب د تورق او مضاربت له لارې،

- شخصي تمويل د مرابحه او تورق له لارې،

- د ګاډي او ودانۍ تمويل د مرابحه او اجاره له لارې،

- د شرکتونو ورځنۍ اړتيا (نغدو ته اړتيا) د تورق له لارې،

- د وارداتو او صادراتو تمويل د مرابحه، تورق، او اجاره له لارې،

- د وسايلو رانيولو تمويل د مرابحه، تورق، او اجاره له لارې،

- ضمانتونه او ليتر اف کريديت يا باور ليکونه د کفالت او مرابحه له لارې، او

- د پيسو لېږد او ځينې نور بانکې خدمتونه چې بانک یې پېرودونکو لپاره وړاندې کوي د جعاله او وکاله له لارې ترسره کېدای شي.

له همدې کبله بايد د مفهوم او محصول په کارولو کې توپير وشي. چې کله هم محصول ته اشاره کېږي نو بايد وويل شي چې جاري حساب، د سپما حساب، ميعادي حساب، شخصي تمويل، د ګاډي تمويل، د ودانۍ تمويل، د وارداتو يا صادراتو تمويل، ضمانت، باور ليک، او داسې نور. د محصول د نوم سره د روښانتيا لپاره د کارول شوي مفهوم يادونه هم کېدای شي لکه: جاري حساب د قرض حسنه له لارې، د سپما حساب د مضاربت له لارې، ميعادي حساب د مرابحه يا تورق له لارې، د ګاډي تمويل د مرابحه له لارې او داسې نور.

دا ډول توپير په دې کې مرسته کوي چې د بانک سره متعاملين يا پېردودنکي پوه شي دوی له کوم محصول څخه ګټه پورته کوي ځکه د يو مفهوم له لارې خو ډېر محصولات وړاندې کېدای شي، افغانستان نورې اسلامي نړۍ ته ورته د اسلامي بانکوالۍ اصطلاحات وکاروي، د هغوی له تجربو په اسانۍ ګټه پورته کړي، او د نړيوالو تعاملاتو په مهال یې تعاملات په اسانۍ ترسره شي.

د ليکوال په اړه: سراج الحق هلال ياسيني د مصر د الازهر په پوهنتون کې شرعيات او حقوق او د امريکا د باسټن په پوهنتون کې مالي او بانکي قوانين لوستي او دا مهال په دوبۍ کې د اسلامي بانکونو شرعي مشاور دی.