د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طبیعي زیرمې د سوکالۍ وسیله او که د جگړې لامَل؟ ۳

شریف بهاند 03.02.2011 20:49

د سیال د له پښو غورځولو ستراتیژې:

د نړیوال سیاست په ډگر کې ملي دولتونه اصلي لوبغاړي وو او دي او همداسي به هم پاتي شي. خو تاریخي تجربو دا هم په ډاکه کړې، چې د دولتونو گټې او ټلوالې او همدارنگه د دوي ترمنځ کړکیچ، تر پخوا څخه اوس په زیاتیدونکي توگه د جیو ستراتیژیک او جیواکونومیک فکتورونو تر اغیز لاندې دي. دا په دې مانا، چې سیاست د ټولو پیښو ټاکونکی نه، بلکې د هغه تر څنگه اقتصادي اړیکې هم ټاکونکی رول لوبوي. تاریخي تجربو دا هم په ډاکه کړې، چې بشریت د خپلې ټولنیزې او اقتصادي ودې په ترڅ کې د وخت د تخنیکي شونتیاوو په پام کې نیولو سره له بیلابیلو اومه توکو څخه گټه ترلاسه کړې او دغو اومه توکو د وخت له شریطو سره سم ستراتیژیک ارزښت خپل کړی دی. د بیلگې په توگه د صنعتي انقلاب له پیل بیا د نولسمې پیړۍ تر نیمایي پورې د انرژۍ په ډگر کې د ډبرو سکارو ستراتیژیک ارزښت درلود. خو د نولسمې پیړۍ له نیمایي وروسته، د صنعتي پراختیاوو سره دغه رول تیلو ترلاسه کړ. دغه طبیعي توکی له میلاد څخه ۳۰۰۰ کاله مخکي هم خلکو پیژاند (۱). د درملنې ترڅنگ هغه ان په جگړو کې ټاکونکي رول درلود. هومر Homer په خپلې حماسې، ایلیاد Ilias کې په دې باب لیکلی:"د ترویا خلکو سترو او چټکو بیړیو ته اورونه ورواچول او له هغو څخه داسي لمبې او لوخړې پورته شوې، چې د هغو وژل گران کار و"(۲). د فارس د هغه وخت واکمن، کوروشCyrus  د بابل په نیولو کې هم له همدې مادې څخه ګټه ترلاسه کړی وه. کله چې نوموړي خپل پوځ د بابل د نیولو لپاره چمتو کاوه، ده ته د گریوان په گریوان جگړو خبر ورکړ شو، خو کوروش یو ځانگړی جگړه ییز تکتیک رامنځته او وغوښتل د اور په مرسته پر خپلو غلیمانو بری ترلاسه کړي. د نوموړي په اند:"... موږ په پوره اندازه تور نفت او سنۍ (الیاف) لرو، چې د هغو په مرسته به هر چیرې اور ته پراختیا ورکړو، هغو کسانو چې په لوړو ځایونو کې مورچل نیولي، یا به هغوي په چټگه توگه خپل مورچلونه خوښي کړي، یا به دوي د اور په لمبو کې سوځي" (۳).

له پورتنیو ارزونو څخه دا روښانه کېږي، چې تیل په نړۍ کې یو اوږد او گڼ خیلوي (متنوع) تاریخ لري. د تیلو دغه ستراتیژیک ارزښت په تیره د لومړۍ او دوهمې نړیوالې جگړې په بهیر کې په څرگند ډول تثبیت شو. د سړې جگړې په بهیر کې هم د هغو پر زیرمو کنترول او له هغو څخه ساتنه د پوځ ټاکونکی دنده وگرځیده. کله چې شوروي پوځ پر افغانستان یرغل وکړ، نو لویدیزې نړۍ په ځانگړې توگه امریکایانو هغه د فارس په خلیج او منځني ختیځ کې خپلو انرژیکې گټو ته یو ستر گواښ وباله. ځکه یې روسانو ته په روښانه الفاظو وریاده کړه:

"د فارس د خلیج د سیمې د کنترول لپاره د هر بهرنی ځواک هر ډول هڅه و هاند د امریکا د متحدو ایالتونو پر حیاتي گټو یرغل گڼل کېږي او دا ډول یرغل به د هر ډول اړینو وسایلو، ان د پوځي ځواک په مرسته په شا وتمبول شي" (۴).

لکه څنگه چې په پورتنیو کرښو کې یادونه وشوه، له سړې جگړې مخکې او وروسته د انرژۍ سمبالښت او د نورو طبیعي اومه توکو د زیرمو کنترول د لویدیزې نړۍ په ځانگړې توگه د متحدو ایالتونو د بهرني سیاست بنسټیز ټکی گڼل کېده. اوسمهال د هغې سره په سیالۍ کې نوي رامنځته شوي صنعتي هیوادونه، د نورو تر څنگ چین او هند هم غواړي، چې د خپل مخ په ودې اقتصاد د تندې د ماتولو لپاره، د فسیلې انرژۍ او نورو اومه توکو زیرمو ته لار ومومي. د بیلگې په توگه چین د تیلو او گازو د ترلاسه کولو او د هغو پر زیرمو د کنترول  لپاره په بهر کې د خپلې پانگې اچونې ونډه له ۵ ،۳ میلیاردو ډالرو، کال ۱۹۹۵، څخه ۰ ،۴۸ میلیاردو ډالرو ته، کال ۲۰۰۹ کې، لوړه کړه (۵). د دغې پانگې بنسټیزه موخه د طبیعي اومه توکو او د تیلو زیرمو ته د لارې پرانیستل دي، چې چین وکولي شول د مالي کړکیچ په کلونو، ۲۰۰۸ ــ ۲۰۰۹ کې زیاتو دا ډول زیرمو ته لار ومومي. ځکه د مالي کړکیچ په ترڅ کې نه یوازې د اومه توکو او تیلو بیه ډیره راټیټه، بلکې د دې څانگو ځینې نړیوالې او همدارنگه دولتي کنسرنې هم له مالي ستونزو سره مخامخ شوې.  د چین د ملی انرژۍ د ادارې د مشر په وینا: "بیې راټیتې او شریکېدل ساده شوي دي" (۶). له همدې چانس څخه په گټې اخیستنې سره "د چین د تیلو او کانونو د راایستلو کنسرنې په کال ۲۰۰۹ کې په ټولیزه توگه ۳۲ میلیارد ډالر د کنسرنو د رانیولو او په نورو هغو کې د شریکېدلو لپاره مصرف کړي دي، چې له دې شمېره څخه یوازې ۱۷ میلیارد ډالره په بهر کې د تیلو د زیرمو د خوندې کولو لپاره لکولي شوي دي"(۷). چین د مالي کړکیچ په بهیر کې د نورو ترڅنگ امریکایي کمپنې، کونکوفېلېپ ConocoPhillips، د ناروی د تیلو او گازو کمپنې آوېلکو اوفشور Awilco Offshore واخیستلې. همدارنگه د چین د تیلو ملی کمپنې د یوې مزایدې په ترڅ کې د عراق د روماېلا Rumaila نومې سیمې د تیلو د زیرمو د راایستلو حقوق ترلاسه کړ. همدې موضوع ته په نغوتې سره، نیویارک تایمز لیکي: "متحده ایالتونه په قهر دي، [چې] موږ خپلې ویني قربانوو او چینایان امتیاز ترلاسه کوي"(۸).

د انرژۍ تر څنگ د ځینو اوسنیو صنعتي څانگو له پرمختیاوو سره، نورو طبیعي توکو د انرژۍ هغو په څیر ستراتیژیک ارزښت ترلاسه کړی دی. دغه ستراتیژیک توکي، په طبیعت کې لږپیداکېدونکي فلزات لکه سکاندیوم  HYPERLINK "http://de.wikipedia.org/wiki/Scandium" \o "Scandium" Scandium، ايتريومYttrium  او لانتان  HYPERLINK "http://de.wikipedia.org/wiki/Lanthan" \o "Lanthan" Lanthan او همدارنگه د لانتانيد Lanthanoide څلورلس ډوله، پرازیودیم  HYPERLINK "http://de.wikipedia.org/wiki/Praseodym" \o "Praseodym" Praseodym، نیودیم  HYPERLINK "http://de.wikipedia.org/wiki/Neodym" \o "Neodym" Neodym، پرویتویم  HYPERLINK "http://de.wikipedia.org/wiki/Promethium" \o "Promethium" Promethium، زاماریم  HYPERLINK "http://de.wikipedia.org/wiki/Samarium" \o "Samarium" Samarium، اروپېوم  HYPERLINK "http://de.wikipedia.org/wiki/Europium" \o "Europium" Europium، گادولېنېوم  HYPERLINK "http://de.wikipedia.org/wiki/Gadolinium" \o "Gadolinium" Gadolinium، تربېوم   HYPERLINK "http://de.wikipedia.org/wiki/Terbium" \o "Terbium" Terbium، دیسپروسېوم  HYPERLINK "http://de.wikipedia.org/wiki/Dysprosium" \o "Dysprosium" Dysprosium، هولمېوم  HYPERLINK "http://de.wikipedia.org/wiki/Holmium" \o "Holmium" Holmium، ایربېیوم  HYPERLINK "http://de.wikipedia.org/wiki/Erbium" \o "Erbium" Erbium،  تولېیوم  HYPERLINK "http://de.wikipedia.org/wiki/Thulium" \o "Thulium" Thulium او لوتیتیوم  HYPERLINK "http://de.wikipedia.org/wiki/Lutetium" \o "Lutetium" Lutetium، دي(۹).

له دغو لږپیداکېدونکو فلزاتو څخه په تیره د الکتروتخنیک او د وسلو په صنایعو کې زیاته گټه اخیستل کېږي. لاندنی جدول د دغو طبیعي اومه توکو زیرمه لرونکي، تولیدونکي او لگښت کونکي هیوادونه په ښه توگه روښانوي.

اخځ:

Fred Schmid: China, Krise als Chance? Aufstieg zur ökonomischen Weltmacht, isw - Report, Nr. 83/84, 2010, S.48

پورتنې شمېرنې د دې ښکارندوي دي، چې چین د لږپیداکېدونکي فلزاتو تر ټولو زیاتې زیرمې، یانې د نړۍ ۵ ،۳۶ په سلو کې لري او په نړیواله کچه  د هغو د صادراتو انحصار، ۰ ،۹۷ ٪ ، هم د دوي په لاس کې دی. خو د چین سیال هیواد، متحده ایالتونه هم د دا ډول زیرمو خاوند دی، خو د نسبی مزیت د قاعدې له مخې له خپلو دغو زیرمو څخه یې گټه اخیستل په ټپه بند کړي دي. ځکه هغه د چین د کانونو سره د سیالۍ وړتیا نه لري. د لږپیداکېدونکو فلزاتو نور تولیدونکي هیوادونه برازیل، استرالیا، هند او مالیزیا دي. سربیره پر دغو هیوادونو، د دا ډول طبیعي توکو زیرمې د گرونلندGrönland په ټاپو ۶ ،۲ میلیون ټن او کانادا کې هم کشف شوې دي. جاپان د خپلو الکترو تخنیک صنایعو د اړتیا وړ لږپیداکېدونکي فلزات له ویتنام څخه واردوي (۱۰).

د الکتروتخنیک د صنایعو د څانگو په پراختیا او د مدرن تخنیک د تولیداتو په ودې سره، لږپیداکېدونکو اومه توکو ته په تیره لسیزه کې غوښتنه په بیساري توگه زیاته شوې ده. له دغو اومه طبیعي توکو څخه، په تیره نرۍ پرده لرونکي تلویزیونونوLCD، لپ تاب Laptops کمپیوترونو، د بریښنا د زیرمې او د هغې د لیږدولو په کیبلونو، موبایل تیلیفون او نورو خوځنده (سیار) مخابراتي او تفریحي وسایلو، الکترونکي (بریښنایي ــ بنزیني Hybrid) موترو، د بریښنا سپما کونکو گروپونو، بریښنا تولیدونکو بادي ژرندو (بادي جنریتورونو)، د لمر د انرژۍ په تولیدونکو وسایلو، کاتالیزاتورونو Katalysatoren او تر ټولو دمخه د وسلو جوړولو، په ځانگړې توگه د رهبري شوو توغندیو په صنایعو کې، گټه ترلاسه کېږي(۱۱). له پورتنې ارزونې دا پایله ترلاسه کېږي، چې لږپیداکېدونکي فلزات هم ستراتیژیک ارزښت لري. نو د چین د سیاستوالو په اند: " منځنی ختیځ تیل لري، چین د لږپیداکېدونکو فلزاتو خاوند دی" (۱۲).  لکه څنگه چې د اوپک سازمان د خپلو تیلو د راایستلو ونډه او د خرڅولو بیه کنترول او نه غواړي خپل تور زر په ټیټه بیه خرڅ کړي، چین هم غواړي د کنترول شوو صادراتو له لارې خپل لږپیداکېدونکي فلزات په لوړه بیه نړیوال بازار ته وړاندې کړي. د چین د لومړی وزیر، وین جیاو باو Wen Jiabao په اند: "د تیرې پیړۍ د اتمې لسیزې په پیل کې موږ، خپل لږپیداکېدونکي فلزات د مالکې په بیه خرڅول، خو په حقیقت کې هغه د سرو زرو ارزښت لري"(۱۳).  چینایي سیاستوال په خپله اعتراف کوي، چې دوي د تیرې پیړۍ په وروستۍ لسیزه کې د ۱۷ډولونو لږپیداکېدونکو فلزاتو ریښتني ارزښت او ستراتیژیک مفهوم درک کړل. اوس هم "موږ د لږپیداکېدونکي فلزاتو د صادراتو په وړاندې خنډ نه رامنځته کوو، خو د هغو بیه او د صادراتو ونډه باید عادلانه او په تیره د چین د اړوندو صنعتي څانگو راتلونکې وده هم په اغیزمنه توگه خوندي وي" (۱۴). د چین د سیاستوالو په اند، که د لږپیداکېدونکو فلزاتو صادرات لکه همدا اوس دوام ومومي، یانې د نړۍ د اړتیا ۹۷ ٪ کې د دوي له خوا سمبال شي، نو ښایي زیرمې یې له ۱۵ ــ ۲۰ کلونو پورې خلاصې او بیا باید دوي خپل د اړتیا وړ دا ډول اومه توکي له بهره راوارد کړي. همدا لامَل دی، چې چینایانو د هغو د صادراتو په وړاندې تنکسیاوې رامنځته کړي دي.

د تیلو او نورو طبیعي توکو پر زیرمو د کنترول، د هغو د کنسرنو اخیستلو او د لږپیداکېدونکو فلزاتو د صادراتو په وړاندې د تنکسیاوو له رامنځته کېدو څخه، د چین د ولسي جمهوریت موخه:

ــ د خپلو زیرمو او ستراتیژیکو ریزرفونو ډکول؛

ــ د خپلې با دوامې اقتصادي ودې لپاره د اومه توکو تضمین؛

ــ او ترټولو مهم په نړیواله کچه د خپل سیاسي ــ اقتصادي او په تیره ستراتیژیک اغیز پراختیا ده.   

د چین د ستراتیژیک اغیز پراختیا، لویدیزه نړۍ، په ځانگړې توگه د متحدو ایالتونو دولت، د خپل نړیوال دریځ لپاره یو ستر گواښ بولي. داسي بریښي، چې د دغې سیالۍ ډگر د اوراسیا سیمه او په هغې کې بیا منځنې اسیا او د هغې ستراتیژیک ور، افغانستان دی. د ناتو پوځي سازمان او متحده ایالتونه په دې هڅه کې دي، چې د خپلو سیالانو، چین او روسیې په وړاندې په دغې ستره لوبه کې بري ترلاسه کړي. ځکه دلته هم سیالې د تیلو، گازو، نورو طبیعي توکو او په تیره د جیوستراتیژې پر سر دی، چې په افغانستان کې روانه جگړه د دغې سیالۍ لومړی پړاو دی. ځکه افغانستان د خپل ستراتیژیک پریوت (موقعیت) او خپلو طبیعي زیرمو له پلوه دواړو خواوو ته ځانگړی ارزښت لري.

نور بیا

اخځایونه:

۱ ــ وگورئ:  شریف، بهاند: طبیعي زیرمې د سوکالۍ وسیله او که د جگړې لامَل؟ لومړۍ برخه، په:

 HYPERLINK "http://www.afghan-german.de/upload/Tahlilha_PDF/s_bahand_tabie_zirmie_1.pdf" http://www.afghan-german.de/upload/Tahlilha_PDF/s_bahand_tabie_zirmie_1.pdf

2- Kronberger, Hans: Blut für Öl. Der Kampf um die Ressourcen, Wien ,1998,  S. 31

3- Yergin, Daniel: Der Preis. Die Jagd nach Öl, Gold und Macht, Frankfurt am Main, 1991, S. 26

4- Massarrat, Mohssen: Der 11. September und der Afghanistan-Konflikt im Kontext der US-Ölinteressen und Geostrategie, 2002, S. 2

۵ ــ وگورئ:

 Fed Schmid: China, Krise als Chane? Aufstieg zur ökonomischen Weltmacht, isw ____ Report Nr. 83-84, 2010, München, S. 45

6- Ebenda, S. 45

7- Ebenda, S. 45

8- Ebenda, S. 45

۹ ــ وگورئ په:

 HYPERLINK "http://de.wikipedia.org/wiki/Metalle_der_Seltenen_Erden" http://de.wikipedia.org/wiki/Metalle_der_Seltenen_Erden

۱۰ ــ وگورئ هماغه اخځ

11- Fed Schmid: China, Krise als Chane? Aufstieg zur ökonomischen Weltmacht, isw ____ Report Nr. 83-84, 2010, München, S. 48

12- Ebenda, S. 48

13- Ebenda, S. 48

14- Ebenda, S. 48