د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ناتو د دښمن په لټه

شریف بهاند 27.12.2010 18:45

سریزه:

له څو پیړیو راپدېخوا په نړیوال ډگر کې د لوبې قواعد د لویدیځ له خوا ټاکل کېږي. د بیلگې په توگه د امریکایي لیکوال، سامویل هانتیگتون په اند: په ۱۹۱۹ کال کې یوازې درې کسانو، ودرو ویلسون Wilson Woodrow، لوید جورجGeorg  Lloyd او ژرژکلمانسوClemenceao Georges د نړۍ کنترول په خپل واک کې درلود. دوي به تصمیم نیوه، چې یو هیواد چیرته  رامنځته، د هغه پولې څنگه وټاکل او د چا له خوا اداره شي او همدارنگه کوم هیواد له منځه یوړو شي. یا په بله وینا د لومړۍ جگړې کتونکو، نړۍ د خپلې خوښې او گټو پر بنسټ سره وویشله. خو د دوهمې نړیوالې جگړې له پایته رسیدو وروسته د نړیوالې لوبې قواعد د سړې جگړې د اصولو پر بنسټ ټاکل کیدل. خو د سوسیالیستي نظام په ماتې سره، د سړې جگړې د وخت ویش خپل باور له لاسه ورکړ. د عراق له لومړۍ جگړې لږ مخکې، جورج بوش (پلار) د۱۹۹۱ کال د جنوری په نهه ویشتمه کانگرس ته په خپله وینا کې، وویل: " نړۍ کولی شي اوس د خلیج د جگړې په لامَلونو پوه شي، دغه جگړه د هغه نوي نړیوال نظام د رامنځته کولو لپاره تر سره کېږي، چې پخوا د هغه ژمنه شوې وه،..." موخه د یو وزری نظام ټینگښت او د هغه د لارښود یانی د متحدو ایالتونو د ترلاسه شوې اقتصادي ــ سیاسي برترې ساتل او د No Rivals سیال له رامنځته کیدو څخه مخنیوي و. خو په نړیواله کچه په دا دوه وروستیو لسیزو کې داسي پیښې، یا په لوی لاس او یا هم د ناسم سیاست د پلي کولو په ترڅ کې رامنځته شوې، چې د هغو له امله نور نو د یووزری ځواک د امپراتورۍ خول (تاج) د هغه په ښې سترگه راکوږ بریښي. یا په بله وینا د لویدیزې نړۍ ځواکمنه کړۍ، متحدو ایالتونو، بریتانیا، المان، فرانسه، ایتالیا او کانادا، د نړیوال نظام د لوبو د قواعدو ټاکونکې نه، بلکې په دې برخه کې د ځواکمنو اقتصادي ــ سیاسي سیالانو له چلنجونو سره مخامخ ده. همدې گواښونو ته په پاملرنې او د هغو په وړاندې د مبارزې لپاره لویدیځ یو ځل بیا دې ته اړ شو، ان د خپل پوځي سازمان، ناتو په ستراتیژۍ کې بدلون راولي

ایا په ریښتیا هم لویدیزه نړۍ له ریښتنې گواښونه  سره مخامخ ده؟ او که په دې پلمه د خپل له لاسه تلونکي دریځ د مخنیوي په خاطر د تل په څیر، له زور څخه د کار اخیستنې په موخه د دښمنانو په لټه کې ده؟ دا گواښونه کوم دي؟ او د کوم هیواد یا د کومې ډلې هیوادونو له خوا رامنځته شوي [کیدونکې] دي؟ د دغوسيالیو اغیز به پر نړیوال نظام څه ډول وي؟ او په تیره بیا هغه به د افغانستان پر وضعې، چې اوسمهال هم د دا ډول سیالیو ډگر دی، څه ډول اغیز وکړي؟ نو ځکه لیکوال هڅه کوی، د لاندنیو موضوعاتو لکه

ــ "لویدیزه نړۍ ــ چین: همکار او که سیال"؛ 

ــ  د "درېیمې زریزې د دوهمې لسیزې لپاره د ناتو نوې ستراتیژۍ"؛ 

ــ "تیر دښمن ــ راتلونکی ستراتیژیک همکار؟" او

ــ "د وتلو ستراتیژۍ او که د جگړې افغانیزې کول"، په ارزونې او شننې سره پورتنیو پوښتنو ته ځواب ومومي.  

 

لویدیزه نړۍ ــ چین: همکار او که سیال؟ 

په ټولیزه توگه د لویدیزې نړۍ په سیاسي قاموس کې، یوویشتمه زریزه د امریکایی پیر په نامه یاد شوی او امریکایي سیاستوالو په تیره د هغو نوو محافظه کارانو هم، د پوځي برلاسۍ له لارې د دغې تر لاسه شوې اقتصادي برترې ساتنه او د هغې لا پراختیا خپله بنسټیزه دنده گڼله. په ریښتیا هم واشنگټن د شمالی اتلانتیک د پوځي سازمان، ناتو په اډانه کې د زیات لگښت او زیار له لارې د دا ډول پوځي برترې په ترلاسه کولو بریالی او د ژبیگینو برژینسکی په اند د نړۍ "یو وزری ځواک" شو. د سوسیالیستي نظام له ماتې وروسته د ناتو غړو هیوادونو، په تیره متحدو ایالتونو او د اروپا د وچې ځینو اقتصادي ځواکمنو هغو، له دغې پوځي برترې څخه په گټې اخیستنې سره، د نوی لیبرالیزم تر لوا لاندې د پانگوال نظام د پراختیا (نړیوالیدل) لپاره هاند و هڅه پیل کړه. دغه هڅې هغه وخت لا نورې هم پیاوړې شوې، چې د وارسا پوځي تړون د ۱۹۹۱ کال د جولای په اومه نیټه منحل شو. د ناتو سازمان هڅه وکړه، ځان د نړۍ له نوو رامنځته شوو شرایطو سره عیار کړي. په دې موخه سازمان په خپله غونډه کې، چې په ۱۹۹۱ کال د روم په ښار کې تر سره شوه، د بیلابیلو خواوو څخه د نوو امنیتي گواښونو په وړاندې د مبارزې په خاطر په خپله "نوې ستراتیژې" کې د "چټگ یرغلیز ځواک" رامنځته کول تصویب کړل.

خو د ناتو په دکترین Doktrin کې ستر بدلون په کال ۱۹۹۹ د واشنگټن په غونډه کې رامنځته شو. د سازمان په نوی دکترین کې درې ۳ داسې بنسټیزې مسألې، چې د ناتو په تیر هغه کې نه وې، د غړو هیوادونو له خوا تصویب شوې. او هغه:

ــ د ناتو د ماموریت د څرنگوالی مسأله؛

ــ د هغه د ماموریت سیمې او همدارنگه

ــ د ماموریت د باورلیک مسأله (۱)، وه.

د دغه دکترین په تصویب سره د ناتو سازمان د نړیوال ژاندارم دنده په خپله غاړه واخیسته او سازمان ځانته دا حق ور په برخه کړ، هر وخت او د نړۍ په هره برخه کې، چې د سازمان د غړو هیوادونو ټولیزې گټې، امنتیي هغه او په اصطلاح لویدیځ گډ ارزښتونه تر گواښ لاندې وي، ان د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا له باور لیک څخه پرته، یرغل وکړي. ښه بیلگه یې د نورو تر څنگ د ناتو پوځي یرغل پر  یوگوسلاویا دی

ناتو په تیره متحدو ایالتونو د خپل پوځي ځواک د لا پیاوړتیا په موخه د بخارست په غونډه کې (۲۰۰۸ کال) د ناتو د توغندیو د دفاعي سستیم او همدارنگه په دغه سازمان کې د ختیزې اروپا د هیوادونو د منلو په اړه پریکړه وکړه، چې نوماند هیوادونه د شتراسبورگ / بادن بادن Strasbourg / Baden-Baden  (۲۰۰۹ کال) په غونډه کې د ناتو په غړیتوب ومنل شول. سربیره پر دې په همدې غونډه کې له ځانه د دفاع په خاطر د وار مخکې کول او تر نورو دمخه د اتومي وسلو د کارولو په اړه هم پریکړې وشوې (۲).

د لویدیځ په ځانگړې توگه د متحدو ایالتونو، بنسټیزه موخه د پوځي ځواک له دغې نندارې او همدارنگه سازمان ورکړ شوی زور څخه گټه اخیستنه، د سیال ځواک له رامنځته کیدو څخه مخنیوي، په اصطلاح د دوي د اندیښنو، ارزښتونو او دین ... او یا په لنډه توگه د لویدیځ د  کلتور برلاسی، د طبیعي توکو پر پاتي زیرمو کنترول او له دې لارې پر پاتې نړۍ د لویدیزې هغې د ترلاسه شوې اقتصادي ــ سیاسي د برلاسۍ لاټینگښت او د لویدیزو هیوادونو د گټو پر بنسټ د نړیوال نظام رامنځته کول و. خو په نړیواله کچه له سړې جگړې څخه د وروسته پړاو د پیښو پرمختیاوو دا روښانه کړې، چې نوی نړیوال نظام د رامنځته کیدو په حال کې دی، خو نه هغه نظام چې د متحدو ایالتونو ولسمشر، جورج بوش یې غوښتونکی و. ځکه داسي نښې نښانې تر سترگو کېږي، چې د لویدیځ نړیوال دریځ، ځواک او سیاسي اعتبار د پوځي برترۍ سره سره د نورو ځواکونو په پرتله د زوال په حال کې دی. د همدې لامَل او د نړۍ د اوسمهالیزو پرمختیاوو په پام کې نیولو سره،"د نوې بڼې سترځواک" رامنځته کیدونکی دی، چې د هغه بنسټ د تیرو هغو په څیر پوځي ځواک نه، بلکې پانگه او کلتور دی. د ایتالوی څانگیز پوه، جېوانې ارېچې Giovanni Harighi په اند: " که چین په یوه ځواک بدل  شي، ښایي هغه له تیرو هغو څخه بیخې په بلې بڼې سره رامنځته شي. ... یوازې غواړم دومره یادونه وکړم، چې په هغه کې به پوځی ځواک ډیر لږ رول ولوبوي، تر اقتصادي او کلتوري هغه. په تیره اقتصادي رول تاکونکی بلل کېږي" (۳)

د اقتصادي شاخصونو پر بنسټ کولي شو ووایو، چې د چین ولسی جمهوریت همدا اوس هم په اقتصادي ځواک بدل شوی دی. د یوې لیسزې په ترڅ کې چین د نړۍ د اقتصادي ځواکونو په لړۍ کې دوهم ځای خپل کړ. د نړیوال بانک د رپوټ له مخې چین په ۲۰۰۰ کال کې تر ایتالیا وروسته اووم مقام درلود، په ۲۰۰۵ کال کې تر فرانسې او بریتانیا او په ۲۰۰۷ کې تر المان مخکې شو او د ۲۰۱۰ کال په نیمایي کې د جاپان ځای خپل، یانی دوهم مقام ترلاسه کړ(۴). د دغه هیواد اقتصادي وده په ۲۰۰۹ کال کې ۱ .۸ ٪ ، په ۲۰۱۰ کال کې ۲ . ۱۰ ٪ وه او ښایي هغه په ۲۰۱۱ کال کې ۶ .۹ ٪ وي. په داسي حال کې چې په همدې کلونو کې د اروپا د زون اقتصادي وده په ترتیب سره ۷ .۴ــ ٪ ، ۷ .۱ ٪ او ۵ .۱ ٪  او د متحدو ایالتونو اقتصادي هغه په همدې کلونو کې په ترتیب سره ۶ .۲ ــ ٪ ، ۶ .۲ ٪ ، او ۳ .۲ ٪ ، د جاپان اقتصادي وده په ورته کلونو کې ۲ .۵ ــ ٪ ، ۸ .۲ ٪ ، ۵ .۱ ٪ وي (۵)

د چین ولسی جمهوریت د نړیوال مالي کړکیچ په بهیر کې هم داسي مالي او بانکي سیاست ترلاسه لاندې ونیو، چې د هغه په پلي کولو سره یې خپلې دا څانکې له زیان، په ځانګړې توگه له  محتکرینو وساتلي شوې او د یو نوي پولي ځواک په توگه رامنځته شو. دغه هیواد د ۶۴۸ .۲ میلیاردو ډالرو ارزي زیرمو (۲۰۱۰ کال درېیمه ربع) په لرلو سره په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی، له هغه وروسته جاپان د ۰۱۹ .۱ میلیاردو ډالره (جون ۲۰۰۹ )، اروپایي زون  ۷۱۶ میلیارده ډالره (اکتوبر ۲۰۰۹ )، د روسیې فدراسیون ۴۵۶ میلیارده ډالره (اپریل ۲۰۱۰)، هند د ۲۷۷ میلیاردو ډالرو (مارچ ۲۰۱۰ ) په ارزښت ارزي زیرمې لرلي (۶). که په نړیواله کچه بانکي سکتور هم په پام کې ونیسو، د نړۍ د لسو سترو بانکونو له ډلې څخه درې ستر هغه، چې ټولیزه پانگه یې ۹ .۵۹۳  میلیاردو ډالرو ته رسیږي، د چین د هیواد دي. درې ستر بانکونه په متحدو ایالتونو پورې اړه لري، خو د هغوي ټولیزه پانگه د چین تر بانکونو لږ یانې ۶ .۴۲۶ میلیارده ډالره ده. پاتي څلور ستر بانکونه، یو د بریتانیا ۴. ۱۹۰ میلیارد ډالره پانگه، یو د اسپانیې ۰ . ۱۳۲ میلیارد ډالره پانگه، یو هم د فرانسې ۰ . ۹۲ میلیارد ډالره پانگه او بل د برازیل ۷ . ۸۷  میلیارد ډالره پانگه لري، دي(۷)

که د لویدیزې نړۍ او د برېک BRIC ــ برازیل، روسیې، هند او چین ــ د ډلې د اقتصاد نورې مهمې څانگې د ساری په توگه بهرنۍ سوداگرې، صنعت، پانگه اچونه ... او داسي نورې، هم سره پرتله کړو، پایلې یې پورتنې ارزونې ته ورته بریښي. د دغې شننې پر بنسټ ویلي شو، چې د دغې نابرابرې اقتصادي ودې له امله، متحده ایالتونه، په ټولیزه توگه لویدیزه نړۍ، په پر له پسی توگه د احتمالي سیالانو په تیره د چین له خوا تر گواښ لاندې ده. د لویدیځ د سیاسي او اقتصادي چارواکو په اند، چین خپله پانگه او ارزې زیرمې د دوي په وړاندې د وسلې په توگه کاروي. لویدیځوال د خپلو تجربو له مخې په دې ښه پوهیږي، چې بانکونه په تیره مرکزي هغه څومره ځواکمن دی او دې پیسو د سمبالښت، چا ته د څه لپاره، او د سود د ونډې (اندازې) د ټاکنې له لارې څنگه پر ټول اقتصاد اغیز او په هغه کې لاسوهنه کوي. بانکونه په څه ډول سره انفلاسیون، دیفلاسیون او په ټولیزه توگه اقتصادي غوړېدا (رونق) او یا لوېدنه (انحطاط) رامنځته، څنگه او د کومو موخو لپاره د ونډو (اسهامو) بیه لوړه او ټیټه کوي. د متحدو ایالتونو سیاستوال جفرسون Jefferson خپل همکار، جان آدامز John Adams ته د بانکونو په باب څومره ښه لیکلی: "... په رښتنې توگه زه هم ستا په څیر باور لرم، چې خدمت ته چمتو پوځ دومره گواښمن نه دی، لکه بانکي تاسیسات څه دي" (۸ )

که څه هم په رسمي توگه لویدیزه نړۍ او چین یو او بل ته د ستراتیژیک همکار په سترگه گوري، خو پورتني گواښ ته په پاملرنې سره، د دوي تر منځ پټه سیالی په ډیر شدت سره روانه او یو پر بل بې اعتماده دي. اصلاً لویدیزه نړۍ په تیره متحده ایالتونه هک حیران دي، چې له چین سره څه ډول چلند وکړيلکه څنگه چې په پورتنیو گرښو کې یادونه وشوه، چین له اقتصادي پلوه په ځانگړې توگه په بانکي او مالي برخه کې، د واشنگټن لپاره ستر گواښ بلل کېږي. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیرې د یوې تبصرې له مخې، موږ تر اوسه په دې نه یو بریالي شوي،  چې څنگه د چین د بانک لارښود تر خپل اغیز لاندې راولو (۹). سربیره پر دې د چین ولسی جمهوریت د ځینو اروپایي دولتونو او د متحدو ایالتونو د دولتي پور پاڼو یو تر ټولو ستر اخیستونکی دی. د پور پاڼو دغې اخیستنې چینیانو ته یو ستر غرور ور په برخه کړی، چې ان اوس یې یوه ارزي او سوداگریزه نړیواله جگړه پیل کړې ده. لویدیځ تر خپل اغیز لاندې نړیوال مهم سیاسي او امنیتي سازمان د بیلگې په توگه، د ملگرو ملتونو د امنیت شورا، له لارې هم پر چین نه اقتصادي بندیزونه لکولی او نه هم د کوم پوځي گواښ او یا یرغل پریکړه کولی شي. ځکه دغه هیواد په خپله په هغې کې د ویتو حق لري او هم د ځواکمن ځمکني، هوایي او سمندري پوځ، چې له اتومي غاښونو سربیره، د ستورو د جگړې توان هم لري، خاوند دی. د همدې لامَلونه پر بنسټ،" د پنتاگون ستراتیژیستان چین د متحدو ایالتونو د راتلونکې لپاره یو ستر گواښ بولي" (۱۰). د چین دغه سیاسي ــ اقتصادي او پوځي گواښ او همدارنگه په نړۍ کې د نورو نوو رامنځته شوو گواښونو په وړاندې د مبارزې لپاره، د ناتو د سازمان غړو هیوادونو اړینه وبلله، د ناتو په ستراتیژۍ کې داسي بدلون راولي، چې سازمان د هغې په مرسته د لویدیزې نړۍ له ترلاسه شوې برترۍ څخه دفاع او که شونې وي د سازمان د غړو هیوادونو دریځ لا نور هم پیاوړی او هغه ته پراختیا ورکړي. نو اړینه بریښي، چې د لیکنې په دوهمه برخه کې د ناتو نوې ستراتیژی او دا چې د هغې د پلي کولو اغیز پر نړیوال نظام او امنیت څه ډول دی، راوسپړو.