د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بمبيي کې کونسل ولسمشر کرزي پسې تبليغات کوي

کمال الدين رنځور 15.10.2010 13:15

مردان علي د افغانستان څه ښه استازيتوب کوي!! په پونی کې د محصلينو پوښتنه نه شي کولای خو دا ډول محفلونو ته تللی شي.

په بمبيي کې د افغانستان کونسل مردان علي قاسمي د ولسمشر حامد کرزي پسې منفي تبليغات کوي. ه په هندوستان کې يو شمېر محصلينو ټول افغان ته د دې خبرې پخلی کړی دی.

کونسل قاسمي په مجلسونو کې خلکو ته وايي چې ولسمشر حامد کرزی هندوستان ته سفر په مهال له سپکاوي سره مخ شوی و. د نوموړي سره په مجلس کې ناست کسان وايي مردان علي وايي چې هندوستان د ولسمشر حامد کرزي هاغه مهال سپکاوی وکړ چې هندوستان ته د رسېدو په مهال یې ورته د بهرنيو چارو د وزارت د تشريفاتو مشر ورلېږلی و او ولسمشر یې ډېره موده په دې ايسار کړی چې ګنې په پاسپورت کې یې ستونزه وه.

کونسل قاسمي چې د افغانستان استازيتوب کوي او ولسمشر حامد کرزي په خپل لاسليک په دنده ګمارلی دی ويلي دي چې د هندوستان حکومت ولسمشر کرزي ته ډېر په سپکه سترګه ګوري. يو شمېر محصلينو ته قاسمي دا خبره د ولسمشر کرزي د کمزورتيا د دليل او نمونې په توګه کړې ده.

قاسمي چې بايد په بمبيي او شاوخوا سيمو کې (د پونی په شمول) د افغانستان د ګټو د ساتلو مسوليت په غاړه لري خو دی د دې پرځای د افغان ولسمشر پسې تبليغات کوي.

مخکې د قاسمي په اړه ويل شوي و چې دی د افغان محصلينو شړل د دې پورې تړي چې د افغانستان او پاکستان اړيکې ښې کېږي او د دولت د مخالفينو سره دولت مذاکرات پيلوي. نوموړي محصلينو ته ويلي و چې څومره افغانستان پاکستان ته نږدې کېږي نو هومره به ډېر افغان محصلين له هندوستان څخه شړل کېږي.

خو د مردان علي دا کمزوری او تبليغاتي تحليل هغه وخت بې ځايه او غرضي وخوت چې د رسنيو د رپوټونو او يو شمېر مخلصو چارواکو د هڅو په نتيجه کې هندوستان د محصلينو د شړلو پرېکړه په ۲۴ ساعتونو کې حل کړه. دا دې روښانه دليل دي چې مردان علي د افغان محصلينو د ستونزو او د افغانستان د ملي ګټو په خدمت کې پاتې راغی.

که افغان حکومت رښتيني ملي حکومت وي نو بايد د مردان علي غوندې د ټيټيې سويې کسان، توکم پالونکي، متعصبه او غافله چارواکي سمدستي د بهرنيو چارو وزارت له چوکاټ څخه وباسي او هغه ګنده توخم چې ډاکتر عبدالله د بهرنيو چارو په وزارت کې کرلی دی سمدستي پاک او ولس مطمين کړي.

په بمبيي کې د مردان علي په دنده پاتې کېدل به دا مانا لري چې افغان حکومت ملي نه بلکې تقسيم شوی کېک دی چې هر سړی په کې خپله برخه خوري او د ملت ګټې په حکومت کې خواخوږی نه لري.

په هندوستان کې زده کړيالانو د ناورين په اړه نورې خپرې شوې ليکنې:

ليکنه ليکوال
په بمبيي کې په افغان کونسل شک کېږي چې د افغان محصلينو شيطاني کوي عبدالله کريمي
پوليس: له هندوستان څخه د افغان محصلينو شړل ودرول شول خبري څانګه
 دا خپل لیاقت راته سور اور شو سیدخالد سادات
 دهند دپونې په پو هنتون کې دپښتنوزده کوونکو په وړاندې دسيسو کې دچا لاس دی؟ حميد راز
 له هندوستان څخه د ځينو ويستل شوو افغان زده کونکو ليست خبري څانګه
له هندوستان څخه د افغان محصلينو په شړلو افغان محصلين اندېښمن دي عبدالله کريمي
 له هندوستان څخه پښتانه محصلين ولې شړل کېږي! ټول افغان
دپونې په ښار، هندوستان کې دافغان محیلنو مشکلات احمد زبير محک