د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ناټو قواوې په کونړ کې له يوه مهم پوځي مرکز څخه ‏ووتلې

زمه وال 15.04.2010 10:33

افغان اسلامي اژانس: د تفصيلاتو سره سم تيره شپه د کونړ ولايت د ماڼوګۍ ‏ ولسوالۍ د کوړنګل په سيمه کې ميشتو بهرنيو قواوو د خپل مرکز ‏څخه ټولې قواوې او سامان الات بلې سيمې ته نقل کړل او دغه قرارګاه ‏يې په بشپړه توګه پريښوده .‏
هغه اعلاميه چې پر‎2010-04-14‎‏ نېټه  په دې اړه کابل کې د ناټو د قواوو د ‏مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې وايي چې دوى د خپلې پوځي ‏ستراتيژۍ له مخې د مارچ په مياشت کې د کوړنګل د مرکز څخه بلې ‏سيمې ته د خپلو قواوو ليږدول پيل کړي ول .‏
اعلاميه کې د پوځي قوماندانانو له قوله ويل شوي د هغې ستراتيژۍ ‏له مخې چې د جنګياليو پر ضد يې غوره کړې دا سمه او پر ځاى ‏فيصله ده او ناټوغواړي چې خپلې قواوې په ګڼ ميشتو سيمو کې ځاى ‏پر ځاى کړي .‏
اعلاميه همدا راز وايي چې ناټو هر وخت په نوموړې سيمه کې د فوځي ‏عملياتو وړتيا لري .‏
که څه هم ناټو د کوړنګل څخه د خپلو قواوو ايستل خپله پريکړه ګڼي ‏خو په سيمه کې د طالبانو يو مهم قوماندان حاجي محمد دوران ‏‏"صافي" د کوړنګل څخه د بهرنيو قواوو وتل پر هغوى د طالبانو لخوا د ‏فوځي فشار نتيجه وګڼله او د تليفون په کرښه يې افغان اسلامي ‏اژانس ته وويل ( له څو ورځو راهيسې مجاهدينو د کوړنګل په قرارګاه ‏کلک بريدونه پيل کړي وه ، تيره شپه مجاهدينو د کوړنګل د قرارګاه ‏په امنيتي پوستو او قرارګاه سخت بريدونه تر سره کړل چې د جګړې په ‏ترڅ کې اته (8) تنه بهرني عسکر او څلور (4) تنه مجاهدين ووژل شول ).‏
‏"صافي" زياته کړه ( د مجاهدينو د پرله پسې کلکو بريدونو څخه ‏وروسته د کوړنګل په قرارګاه کې ټولې ميشتې امريکايي قواوې د ‏سيمې څخه ووتلې او هغه قرارګاه چې اته کيلو متره مربع سيمه کې ‏پرته وه د طالبانو لاس ته ورغله ).‏
هغه وويل چې د کوړنګل څخه د بهرنيو قواوو د په شا کيدو څخه ‏وروسته اوس يوه پراخه سيمه د طالبانو لاس ته ورغله او طالبان په ‏پراخه سيمه کې تګ راتګ کولاى شي .‏
سيمه ايز قوماندان پدې پراخه سيمه کې په ځانګړې توګه د کوړنګل ، ‏کلاى ګل ، چپچل او اومار د سيمو نومونه واخيستل .‏
په سيمه کې مهم فوځي قوماندان محمد دوران "صافي" چې څو ځله يې ‏بهرنيو قواوو د وژلو هڅه کړې د افغان اسلامي اژانس سره د خبرو په ‏ترڅ کې ګواښ وکړ که چيرته بهرنۍ قواوې د کندهار په ولايت کې ‏پراخه فوځي عمليات پيل کړي نو دوى به د کنړ او نورستان په ولايتونو ‏کې د بهرنيانو پر ضد د (اسلامي ننګ) په نوم پراخه عمليات په لار ‏واچوي .‏
‏"صافي" په کنړ او نورستان کې د يو نيم زر (1500) داسي طالبانو د يو ‏فوځي ځواک د جوړولو خبر هم ورکړ چې هغوى په هر ډول عملياتو کې ‏د برخې اخيستلو وړتيا لري .‏
نوموړي زياته کړه ( مونږ دغه ځانګړې فوځي ځواک په تيرو څو مياشتو ‏کې د سيمو څخه د ليدنې او سيمه ايزو مسئولينو سره د خبرو څخه ‏وروسته تيار کړې چې دوى به وخت په وخت هر ډول عملياتو کې برخه ‏اخلي ).‏
هغه په کابل کې د حکومت او بهرنيانو سره د انجنير "حکمتيار" د ‏حزب اسلامي د يو هيئت خبرې د حزب اسلامي تاريخي غلطي وبلله ‏او ويې ويل چې حزب اسلامي په دې ډول اقدام سره خپل ځان عملاً ‏کمزورې او محتاج وښود ).‏
کنړ په تاريخي او ستراتيژيکي لحاظ د لوړو غرونو او ګڼو ځنګلونو په ‏درلودلو سره يوه جنګي سيمه ده چې په تيرو پيړيو کې هم هلته د ‏افغانانو او بهرنيانو تر منځ سختې نښتي شوي دي .‏
دا چې د کوړنګل څخه د بهرنيو قواوو وتل به د کوم لورې په ګټه تمام ‏شي داسي يو سوال دې چې راتلونکى وخت به يې ځواب ووايي .‏
پاى