د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پر بهرنيو ځواکونو شوې چاودنې ملکي وګړيو ته زیات زيان اړولی

زمه وال 07.04.2010 11:45

نن سهار د نهو بجو بجو په شاوخوا کې د جلال اباد ښار په مستوفيت څلور لارې کې د بهرنيو ځواکونو پر موټرو درنه چاودنه شوې چې له لامله يې شپاړسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. دځايي چاوراکيو په وینا په پېښه کې پېنځلس تنه ملکي وګړي ټپیان شوي او يو وژل شوی.

يوشمېر دولتي چاوراکيو دغه چاودنه د ريموټ ماين او ځينې نورو بیا ځانمرګی بريد بللی، ويل کېږي چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د بهرنيو ځواکونو موټر له سيمې نه د تېرېدا په حال کې ول.

که څه تراوسه بهرنيو ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي خو ځايي وګړيو ويلي چې په پېښه کې د بهرنيو ځواکونو موټرو ته زيان اوښتی.