په پښتو کې د نيمواک او دفتانګ ربړه
13.02.2010 12:48پښتو پښويه )ګرامر( چې له دوديزې عربي بڼې راوتې؛ نو تر ډېره د خپلې کورنۍ(هندو اروپايي( د ځينو غړيو تر سيوري لاندې شوې ده. پخوا به د عربي د ګرامري تعبيرونو او تعريفونو له مخې پښتو ګرامر ليکل کېده او يواځې بېلګې به يې پښتو وې، چې په دې کار سره به د پښتو په برخه کې د عربي ناسم تعريفونه او زياتي توکي راننوتل. دغه تعريفونه به تر ډېره پر پښتو سرباري وو او ګرامرليکوالو به د هغو عربي جوړښتونو لپاره هم پښتو بېلګې کتې، چې پښتو يې پر پوله هم نه وه تېره شوې؛ خو اوس دغه چار د هندو اروپايي ژبو له مخې کېږي.
د بلې ژبې پر بنسټ د يوې ژبې ګرامرليکنه يو لړ ستونزې راولاړوي، ځکه دويمه ژبه له لومړۍ ژبې سره له همرنګيو سره سره يو لړ وييز)لغوي( او جوړښتي)ساختماني( توپيرونه لري. تر دې چې ځينې خو يې بېخې ځانګړي وي او څرک يې په نورو ژبو کې ليده نه شي؛ نو ښايي ګرامرليکوال دغو ځانتياوو ته ځير شي او د بېلګو له مخې ورته نوي تعريفونه وټاکي. د دې خبرې موخه دا نه ده، چې ګنې پښتو چورلټه يواځې ژبه ده او له نورو ژبو پرته دې ورته له سره بېل ګرامر وليکل شي، بلکې ټولې ژبې ګرامري ورته والى لري. په تېره هندو اروپايي ژبې خو پښتو ته تر نورو ناخپلوانو ژبو ډېرې نژدې دي او همرنګي يې هم تر نورو جوته او زياته ده؛ نو پر توپيرونو سربېره يې ورته والي ته هم غاړه ايښوول پکار دي.
په دغو همرنګيو کې يوه هم د نيمواکو او دفتانګونو ربړه ده، چې په لومړيو کې پرې چا غوږ ونه وګراوه؛ خو وروسته وروسته يې بخوړى وکړ او اوس يې ځينې ژبپوهان د شويو ناسمو تعريفونو په مټ په پښتو کې پر شتون شک ښيي. سره له دې چې د تعريف و تلفظ (وينګ( له مخې پښتو نيمواکغږونه او دفتانګونه د نورو هندو اروپايي ژبو له نيمواکغږونو او دفتانګونو سره همغږي دي او ترمنځ يې واټن نشته.
لومړى به دغه ناسم تعريفونه او ورپسې ناسم تعبيرونه راواخلو. په پاى کې به يې د انګليسي په مټ سم تعريف وړاندې کړو او پر بنسټ به يې د بېلګو اډانه ورغوو.
د زياتو ګرامرليکوالو له خولې مې اورېدلي، چې نيمواکغږونه هغه دي، چې که د څپې زړى(هسته) شى؛ نو واول دى؛ خو که د څپې زړى نه وي او چېرته په څنډو کې يې راشي؛ نو بيا بېواکغږ)کانسوناټ) دى. دوى د دغه تعريف د لومړۍ برخې )د خپلواکغږ يا د څپې د زړي په توګه د نيمواکغږ د راتګ( لپاره پښتو بېلګه نه لري؛ نو دويمه ډله ژبپوهان نيوکه کوي، چې څرنګه چې بېلګه نشته؛ نو دغه سيمي واولونه يواځې د کانسونينټونو پرځاى راځي او د بېواکغږونو دنده ترسروي. په دې توګه په پښتو کې دوى ته سيمي واولونه نه، بلکې بېواکغږونه ويل غوره دي او کوم نيمواکغږونه چې تر خپلواکو جوخت وروسته راځي، څرنګه چې د څپې منځ نه جوړوي او څپه پرې ولاړه نه وي؛ نو دا هم بېواکغږونه دي. دوى زياتوي، چې په انګليسي کې هم دفتانګ هغه دى، چې له دوو يو ډول خپلواکغږونو رغېدلى وي، لکه: book, cook. سره له دې چې په انګليسي کې په يوه څپه کې پرله پسې پيوست د يوه واول دوه يا څو ځلي راتګ ته دفتانګ نه وايي، نه راتلاى شي او نه دا ناسمې بېلګې د دفتانګ په بڼه تلفظ کېږي. که پورته دواړه کلمې مو لږې اوږدې ووىلې؛ نو بې مانا کېږي، ځکه د پورته کلمو سمه تلفظي بڼه (cuk او buk )ده. د فونيمک يا فونيټيک په توګه د انګليسي ليکدود منښت سمه خبره نه ده، ځکه انګليسي ليکدودو تر پښتو هغه ډېرې ستونزې لري او موږ ته ښايي، چې انګليسي او فونيميک يا فونيټيک ليکدود سره ګډ نه کړو.
اوس به د نيمواکغږونو تعريف وړاندې کړو او ورپسې به لوړې څرګندونې وځيرو:
نيمواکغږ (شبه واولونه) يا (Vowels)
لکه چې له نامه څخه يې څرګنده ده، شبه واولونه واول ته ورته کانسونينټونه دي، چې د دوى د ادا په وخت کې ژبه تقريبا هغه حالت نيسي، چې د لوړو واولونو د توليد پر وخت يې لري. په دې توپير چې د شبې واولونو د ادا په وخت کې ژ به د واولونو تر حالت لا زيات تالو ته نژدې کېږي يا شونډې د ګردو خپلواکغږو(u, i) تر حالت لا زياتې يو تربله نژدې کېږي. دغه د ساهوا د مجرىٰ زياتي تنګېدل، شبه واولونه د کانسونيټونو په ډله کې دروي.
زياتره ژبې د خپلو پورتنيو واولونو په مقابل کې شبه واولونه لري. پښتو هم د دوو لوړو واولونو(u او i ) په مقابل کې دوه نيمواکغږونه(W او y ) لري. په اکثرو ژبو کې چې شبه واولونه تر واول وروسته راشي؛ نو د واول په څېر ادا کېږي. د شبې واول دغه واولي بڼه چې له اصلي واول سره يوځاى په يوه څپه ادا کېږي، ديفتانګ يا غبرګغږ بلل کېږي.
د يادونې ده، چې په ديفتانګ کې نژدې واولونه سره نه يوځاى کېږي، بلکې لرې واولونه سره نښلي(١).بايزيد اڅک، لکچر نوټ، پښتو څانګه، ادب پوهنځى، کابل پوهنتون)
په پېژند کې مو د نيمواکغږ سم تعريف وليد او ترڅنګ ښايي په دې هم باوري شوي يې، چې په پښتو کې دفتانګونه شته دي.
د هغو کسانو په اړه- چې وايي، چې که نيمواک د څپې د زړي په توګه راشي؛ خپلواکغږ دى- همدومره زياتوم، چې نيمواک د څپې زړى نه جوړوي. يواځې پښتو دا ځانګړنه نه لري، بلکې په انګليسي کې هم نيمواک د څپې د هستې په توګه نه راځي.
د نيمواکغږ(سيمي واول) اړوند د تعريفونو لنډيز دا دى، چې (y) هغه نيمواکغږ دى، چې تر (i) هم تالو ته نژدې ادا کېږي او (w) هغه سيمي واول دى، چې تر (u) زياتې شونډې راټولوي. په دې توګه په پښتو کې دوه نيمواکغږونه دي، چې يو (u) او بل (y) دى. دا دواړه که په يوه څپه کې تر واول مخکې يا د کانسونينټ په شاوخوا کې(د کلسټر په بڼه) راشي؛ نو کانسونينټ دى؛ خو که تر خپلواکغږ جوخت وروسته راشي؛ نو د تلفظ له مخې له واوله اغېزمنېږي او بيا يې ښايي يواځې خپلواکغږ وبولو. دا چې ولې يې موږ تر واول پرله پسې وروسته هم کانسونينټ ګڼو، يو لامل يې د نيمواکغږونو شوى ناسم تعريف دى او بل لامل يې د تلفظي (فونيټيکي) بڼې يا ټرانسکريپشن په پام کې نه نيول دي. له بده مرغه موږ د پښتو ټول دفتانګونه په فونيميکه بڼه ليکو او له فونيمکي شکله يې داسې انګېرو، چې ګنې دا خو په واول نه دي اوښتي، بلکې اوس هم د (u) او (y) په بڼه دي. د بېلګې په توګه موږ )سړى( په فونيميک داسې ليکو:saray او همدا فونيميک هر څه ګڼو. سره له دې چې تلفظي بڼې(فونيټيک) ته يې زموږ پام نه وي. د پورته ويي(کلمې) تلفظي بڼه داسې ده: sarai.
اوس به د نيمواکغږونو او دفتانګونو د پاسني تعريف له مخې ځينې انګليسي دفتانګونه وړاندې کړو او ورپسې به په همدې بڼه د پښتو د ټولو دفتانګونو بېلګې په فونيميکي(شکلي) او فونيټيکي(تلفظي) بڼه وليکو:
انګليىسي
شکل تلفظي بڼه
mai My
dai die
dei day
پښتو: لومړى يې فونيميک او ورپسې يې په لينديو کې فونيټيک(تلفظي بڼه) دى:
١- (zai) zay
٢- (sarai) saray
٣- (korani) korany
٤-(loi) loy
٥- (xui) xuy
٦- (calau) calaw
٧- (palau) palaw
٨- (katu) katw
٩- (triu) triw
١٠- (leu) lew

