تصوف او ادب
05.01.2010 07:32د انسان دوه لويې اړتياوې دي، چې يوه د پوهې او علمي معلوماتو په مټ پوره کېږي او بله تنده، چې د انسان له ذوق، د ښکلا له احساس او احساساتو سره تړلې ده، يواځې هنر غوڅوي. دا په ټولنه کې د هنر اړتيا ښيي. هغه کيفيت يا حالت چې مسقيمه ژبه يې د څرګندونې متره او توان نه لري، موږ يې د هنر په ژبه د څرګندونې هڅه کوو، چې دا هڅه کله يو څه بريالۍ او کله شنډه وي؛خو بشپړه بريالۍ نه وي. هنرمن تر هرې پنځونې وروسته ګومان کوي، چې يو څه حقيقت ته ورنژدې شوى دى؛ خو لا ورسېدلى نه دى. په خپلې پنځونې د تندې نه ماتېدينه پنځګر بلې هڅې ته هڅوي، چې که وي، حقيقت ته يو څه ورلنډ شي.
په دې جمله کې ((سر مې خوږېږي)) تاسو د سردردۍ کيفيت انګېرلى شئ؟ بيا هغه څوک چې سرخوږى يې هېڅ ليدلى نه وي، هغه به يې څنګه احساسوي. دا ځکه چې د ژبې لويه برخه د ساينس په توګه زموږ د احساساتو د رابرسېرونې اود بل د احساسات د راپارونى وس نه لري، ځکه شاعر او ليکوال مجازي ژبې ته لاس اچوي. حميد بابا وايي:
شعر نه دى دا خوناب د زخمي زړه دى
يا وتلى دستي دم د خولې د مړه دى
يا د وينو اباسين وهلى موج دى
يا له ښاره د حيرت وتلى فوج دى
په پاسني شعر کې د شعر لپاره بېلابېل تشبيهات وينو، چې حميد بابا ترې د خپلې مانا د دقيقې انځورنې لپاره کار اخيستى، ګنې د شعر علمي تعريفونه خو موږ ډېر کوو؛ خو هغه احساس چې له موږ سره دى، علمي تعريف يې راايستى نه شي. ځکه خو د شعر لپاره يو منلى پېژند(تعريف) نه لرو.
د مستقيمې ژبې کلمې يواځې يوه مانا رسوي؛ خو په مجازي ژبه کې کلمې څو ماناوې لري او هر اورېدونکى يا لوستونکى ترې بېله مانا اخلي؛ نو مجازي ژبه د رواني غوښتنو غوره انځور وړاندې کواى شي او د شاعر پر وړاندې کړې مانا سربېره نورې ماناوې هم لېږدوي. په مجازي ژبه کې د حقيقي ژبې غوندې(٢+٢=٤) نه کېږي، بلکې کلمې نورې ماناوې اخلي او دا ماناوې په ساينسي منطق نه، په هنري منطق تلل کېږي. کاروان وايي:
شاعر په هوش کې نه و، د غاټول په باب يې دا وې
سره وينه د هوسيو له پرهاره ښويېدلې
دا مسره ((سره وينه د هوسيو له پرهاره ښويېدلې)) يواځې په هنري محک معلومېداى شي، چې ادب دا چاره د بدىعي صنعتونو په مټ ترسروي. لوستونکي پوهېږي، چې غاټول يا لاله ته د غاټول پرځاى ((د هوسيو له پرهاره ښوېيدلې سره وينه)) هسې نه ده ويل شوې. شاعر د خپل احساس او حالت د لېږد هڅه کړې، ځکه په مجازي لاره راتاو شوى دى.
د احساساتو په دقيقه انځورنه کې يواځې د مجازي ماناوو څښتن الفاظ لاس نه لري، بلکې د شعر وزن او داخلي موسيقي هم لوى رول لوبوي. د کلمو موزونه اوډنه، د يورنګ اۤوازونو تکرار او حتىٰ د ځينو اۤوازونو تلفظ د يوه کيفيت په دقيقه انځورنه کې له شاعر سره لاس کولاى شي. وزن د پاسني شعر خوند دوه چنده کړى دى. د شعر موسيقيت د لوستونکي يا اورېدونکي پر احساساتو ژور اغېز کوي.
ښايي په تصوف کې د شعر پر ارزښت پوه شوي يئ. تصوفي تجربې اشراقي او شهودي وي. دا کيفيتونه د مستقيمې ژبې يا د علمي استدلال له لارې نه شي وړاندې کېداى. د تصوف علمي نومونې (اصطلاحات) همدا هڅه ده، چې تر سمې مانا يې ورانپوهاوي ډېر زېږولي دي؛ نو صوفيانو خپلې دغه پېچلې ناڅرګندې رواني او قلبي تجربې په شعر کې رانغښتې دي.
د پخواني ادب تر نورو ډولونو په عرفاني شاعرۍ كې سمبولونه زيات وينو.. سمبول هغه كلمه يا كلمې دي، چې له مجازي مانا سره سره حقيقي مانا لېږدوي. هسې خو د تصوف علمي نومونې(فقر، وحدة الوجود او...) هم يو ډول سمبولونه دي؛ خو څرنګه چې تشبيهي اړخ يې کمزورى دى او بل دا چې ډېر زيات سولېدلي؛ نو د شعريت له معراجه غورځېدلي برېښي.له دې ځايه ويل کېداى شي، چې سمبولونه په دوه ډوله دي:
يو: تازه: تازه هغه دى چې مشبه يې معروفه شوې او څرګنده شوې نه وي. مثلا خال د وحدت په مانا يا زلفې د كثرت په مانا يو وخت نوي او اوس سولېدلي سمبولونه دي . سمبول چې وسولېږي په نښه ( ساين ) بدلېږي او د عادي يا ممكن علمي ژبې برخه وګرځي.
دوه: سوليدلي سمبولونه: چې له ډېرې کارونې سولېدلى وي، لکه: كوتره د سولې د سمبول په مانااوس كليشه شوى سمبول دى او هنري قوت نه لري. لويو عارفو شاعرانو خپل سمبوليزم درلود خو كمزورو عارفو شاعرانو د نورو سمبوليزم تكرار كړ او ويې سولاوه.
ادبي سمبولونه له ورته والي سره سره له نورو بديعي صنعتونو سره يو څه توپير هم لري.
١-استعاره او سمبول: سمبول د استعارې په څېر ځان د مشبه به(په استعاره کې مستعارمنه) له لارې مشبه ته رسوي؛ خو په استعاره کې مشبه به ىواځې يوه مجازي مانا يا مشبه لري؛ خو د سمبول موخه بيا څو نژدې ماناوې وي، لکه جسم، چې په تصوف کې د دنيا، د دنياوي اړيکو او نفساني غوښتنو سمبول دى. داسې هم ويلاى شو، چې د سمبول مراد درېيمه مانا وي، چې هغه تر مشبه هم هاخوا وي، لکه: خال، چې د ىووالي مانا لري؛ خو په تصوف کې د خداى لپاره کارول کېږي.
حمزه صاحب وايي:
عشقه ته خودبين يې، زه پښتون يمه
ما نه ده ښودلې ګدا سترګو ته
بل په استعاره کې بويه د مشبه به د قرينې له لارې مشبه ته ځان ورسوو؛ خو سمبول لومړۍ مانا هم لري. ځکه خو د صوفيانو اشعار له حقيقي مينې سره سره د ځمکنۍ مينې مانا هم ورکوي. د حمزه صاحب په پورتني بيت کې(عشق) حقيقي او مجازي دواړه مانا ښندي او زياتره لواړګيني يې په همدغه څرګنده مانا مست دي.
تصوف ته د سمبولونو د راننوتو لاملونه
د نولسمې پېړۍ په وروستيو (١٨٨٠ز) او د شلمې پېړۍ په لومړيو کې په اروپايي ادبياتو کې يو نوى ښوونځى دود شو، چې سمبوليزم يې باله. سمبوليزم د رياليزم په غبرګون کې وزېږېد او وده يې وکړه، ځکه د دې لارې لارويانو رياليزم، چې هر څه يې په بربنډه او ښکاره بڼه وړاندې کول، هنر نه باله؛ خو په عرفاني ادب کې د انساني او مځکني عشق د ارواپوهنې تعبيرونه د الهي عشق لپاره په خلاص مټ استعمالېږي. عرفاني تجربه شهودي او اشراقي تجربه ده. د عقل او شعور په ژبه يې د بيان امکان نشته. په دغه لاشعوري تجربه کې د اضدادو د اجتماع(ګډون) او وحدت خبرې کېږي. فاني او باقي يو بلل کېږي.(١) پردې سربېره د ځينو کيفيتونو لپاره چې په مادي نړۍ کې نشته، موږ د مادي څيزونو نومونه د سمبولونو په توګه کاروو. د ځينو خوبونو تعبير هم د سمبولونو له لارې کوو، ځکه چې زموږ له لاشعوره راوتي شيان کله ناکله هېڅ منطق نه مني او خوبونه د دغو لاشعوري غوښتنو د فوران غوره لار ده.
پر دې سربېره راز پټونه د تصوف په بنسټي اۤرونو کې راځي. که يو صوفي خپل دغه اشراقي او له خپل حقيقي معشوق سره د پيوستون رازونه اوڅار کړي؛ نو ښايي معشوقه يې له خپل درباره وشړي. د شبلي خبره ده:'' ....ما وپوښتل، چې د منصور غوندې نژدې ملګرى او خپل لېونى مين دې ولې په داسې مرګ وواژه؟ ځواب يې راکړ، چې منصور زما راز په بازارونو ګډ کړ او اغىار يې راخبر کړل....''(٢). غني وايي:
منصور يو لېونى و، د جانان اۤداب يې هېر کړ
مولانا جلال الدين بلخي د راز په اړه وايي:
عارفان که جام حق نوشيده اند
رازها دا نستند وپوشيده اند
په يوه بل ځاى کې بيا د راز د پټولو لامل ښيي: ''يارانو ته وصيت کوم چې کله درته په باطن کې د معنا ناوې مخ ونمايي او اسرار درمعلوم شي؛ نو احتياط کوئ، چې اغىار درخبر نه کړئ او حال ورته ونه واياست او زما دا خبره چې اورئ، هر چاته يې مه کوئ....تاته که يو شاهد يا معشوقه درشي او ستا په کور کې پټه شي او درته ووايي، زه ستا يم، ما چاته مه ورښيه؛ نو اۤيا دا به سمه وي او مناسبه به وي، چې په بازارونو کې يې وګرځوئ او هر چاته ووايې، راشه دا ښکلې ووينه؟ اۤيا چېرې به هم معشوقه په دې کار خوشحاله شي؟''(١)
حمزه صاحب وايي:
ساده اشنا رانه ضامن هم د وفا غواړي
هم يې تاکيد دى، چې به راز د يارانې ساتمه
ځينې پوهان بيا په سمبولونو کې د خبرې د نغښتيا لامل له فقهي علماوو او واکمنو ارزښتونو وېره بولي، ځکه ځينې صوفيان په داسې خبرو وژل شوي- لکه منصور- او ځورول شوي دي. څرنګه چې د زىاترو صوفيانو موخه د اسلام تبليغ و؛ عامو وګړيو ښايي په داسې خبرو له دوى کرکه کړې واى. ځينې خو لا داسې هم شته، چې له وګړيو د ګوښه توب لپاره دا رنګه خبرې کړې دي. بايزىد بسطامي چې منورې مدينې ته ته او په ځان پسې يې د خپلو عقيدتمنو لوى لښکر وليد. د ځان د خلاصي لپاره يې ورته کړه، چې ''زه خو خداى يم، دا خلک هسې زما لمانځنه نه کوي(٢)'' په دې سره ترې خلک خواره شوي وو.
صوفيانو ته څرګنده وه، چې په دې خبرو- چې د شريعت له ظاهري اړخ سره ډېر اړخ نه لګوي- عوام نه پوهېږي او په ښکاره کولو يې د ولس ترمنځ ګډوډي پيدا کېږي او دا ګډوډي ښايي تصوف د خپرېدو پرځاى وننګوي. دا خبرې ىواځې د خواصو ترمخ کېداى شي. له دې ستونزو سره سره تصوفي اسرار او احساسات- چې د وتو لار لټوي- صوفيان اړباسي، چې په سمبولونو کې يې راونغاړي، ځکه د انسان فطرت دى، چې دردمن ىا خوښ وي؛ نو خپل درد او خوښى په زړه دننه ايسارولاى نه شي او يو چا ته يې وايي.

