د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امريکا افغانستان ته ماته ورکړه. امريکا ۱۹ ټيټ لوبډلې په ۹ ويکټو وګټله

خبري - څانګه 27.01.2010 11:12

د افغانستان ۱۹ ټيټ لوبډلې په نيوزيلانډ کې د ۱۹ ټيټ لوبډلو د نړيوال جام په ترڅ کې نن یوه بله ماته وخوړه. دا ځل یې ماته له امريکا وخوړه او په سيالۍ کې تر ټولو کمزورې لوبډله ثابته شوه. افغانستان په ۱۶ لوبډلو کې ۱۶م مقام لاس ته راوړ.

امريکايانو وکړای شول چې ټول افغان لوبغاړي  په ۳۲ اورونو کې په ۸۶ منډو وسوځوي او هدف په ۱۴ اورونو کې په اسانۍ پوره کړي.

په دې لوبو کې افغانستان یواځې یوه لوبه ګټلې او له داسې لوبډلو چې مخکې به ترې ګټله لوبې بايلودي دي. افغان لوبډله په دې لوبو کې نه يواځې د هندوستان او انګلستان غوندې پياوړو لوبډلو ته تسليمه شوه بلکه د پاپوانيوګيني، هانګ کانګ او امريکا غوندې لوبډلې چې پخوا به افغانانو ترې ګټله هم دا ځل تر وګټله.

د ټول افغان ټکی کام ډېری لوستونکي په دې باور دي چې د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلې لوبه له توقع کمزورې ده. په هغه ټولپوښتنه کې چې ټول افغان ټکی کام د کرکټ په څانګه کې کړې ده تر دې مهاله له ۸۴ کسانو څخه ۶۶ کسان په دې باور دي چې د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلې لوبه له توقع کمزورې ده.

د افغان کرکټ بورډ ځينو منسوبينو چې نه غواړي نوم یې ياد شي ټول افغان ته ويلي دي چې د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلې د ملي لوبډلې په برياو سوری خپور کړی دی او هغه لاس ته راوړنې چې ملي لوبډلې لرلې د دوی د کمزورې لوبو له کبله زيانمنې شوي دي.

منسوبينو په خبرو کې دې ته هم اشاره کړې ده چې د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلې نړيوالو ته داسې انګېرنه ورکړې ده چې د افغانستان ملي لوبډله د راتلونکې لپاره نوي لوبغاړي یا ملاتړ (Backup) نه لري او که نوو لوبغاړو ته یې اړتيا پيدا شي نو د کشرانو او ځوانانو په لوبډلو کې داسې لوبغاړي نشته چې د دوی ځای ونيسي. خو دوی په دې باور دي چې په افغانستان کې تکړه لوبغاړي شته دی چې که چېرته د نيوزيلانډ د لوبو لپاره غوره شوي وای نو پايلې به بل ډول وې.

له بله پلوه په نيوزيلانډ کې کمزورې لوبې پخپله د ۱۹ ټيټ لوبډلې لوبغاړي هم خفه کړي دي. د نيوزيلانډ په رسنيو کې داسې رپوټونه خپاره شوي دي چې درې ورځې وړاندې پاپوانيوګيني ته له بايللو وروسته یو افغان لوبغاړي خپل هلمټ په ځمکه ځمکه ويشتی او مات کړ ی یې دی. ژورناليستانو مات هلمټ د مردارۍ له ډبي راويستی دی.

د ۱۹ ټيټ لوبډلې سره تللی مدير سيدشاه امينزي رسنيو ته ويلي دي چې د پاپوانيوګيني ته له بايللو وروسته لوبغاړي په خپلو ځانونو ډېر په غوصه وو. خو افغان لوبډلې له هغې وروسته هانګ کانګ او امريکا ته هم بايلودله.