د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان لوبډلې کينډي ته په ۱۳۱ منډو ماته ورکړه

خبري - څانګه 18.01.2010 11:39

اصغر ستانکزي نن تر ټولو ډېرې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

په سريلانکا کې افغان ملي لوبډلې نن د دې هېواد کينډي د سيمې د لوبډلې سره ۵۰ اوريزه لوبه وکړه. لوبه افغانستان په ۱۳۱ منډو وګټله.

د لوبډلې مرستيال روزونکي تاج ملوک له کينډي څخه ټول افغان ته د ټيلي فون په ليکه وويل چې فغانستان لومړی بيټنګ وکړ چې د ۵۰ اورونو په پايله کې یې د ۶ کسانو په سوځېدو ۳۶۶ منډې وکړې.

په ننۍ لوبه کې نور علي په ۲۰ توپونو ۵۹ منډې وکړې. تر ټولو ډېرې منډې (۷۴) اصغر ستانکزي وکړې.

شفيق الله شفق ۵۸ او ريس احمدزي ۵۵ منډې وکړې.

 د کينډي  لوبډلې د ټولو کسانو په سوځېدو ۲۳۶ منډې وکړې. محمد نبي عيسی خېل د کينډي ۳  او سميع الله شينواري ۲ کسان وسوځول. اصغر ستانکزی د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

په کينډي کې به ملي لوبډلې د تمرين کيمپ سبا سه شنبه پای ته رسي او بيا به ډمبولا ښار ته ځي چېرته چې به د ايرلينډ د لوبډلې سره څلور ورځنۍ لوبه کوي. د ايرلينډ سره څلور ورځنۍ لوبه د جنوري په ۲۱ (پنجشنبه) د ايرلينډ سره پيلېږي.

د ايرلينډ سره څلور ورځنۍ لوبې وروسته به افغان لوبډله د یو شمېر هېوادونو سره د یوې ورځنیو لوبو برسېره د ايرلينډ، کاناډا، او سريلانکا A لوبډلو سره ۲۰ اوريزه سيالي ترسره کوي چې ځان په عربي متحده اماراتو کې د ۲۰/۲۰ نړيوال جام د غوراوي سيالۍ لپاره تيار کړي.

په سريلانکا کې دلوبو بشپړ مهال ويش دلته وګورﺉ.

د ايرلينډ لوبډله دا مهال په ډمبولا کې ده. سريلانکا ته له تګ مخکې د ايرلينډ لوبدلې د ابوظبي په شيخ زايد لوبغالي کې دوه ورځې تمرين کړی. د ايرلينډ روزونکی فيل سيمنز وايي چې د سريلانکا له سفر څخه مخکې ورته دا تمرين ګټور و.

په هغه رپوټ کې چې د اماراتو The National ورځپاڼې خپور کړی راغلي دي چې ايرلينډ به په سريلانکا کې ۲۰ اوريزو لوبو ته د دې هېواد د ۱۹ ټيټ لوبډلې دوه لوبغاړي پال سټرلينګ او جورج ډکرل هم راوغواړي او بل لوبغاړی بايډ رانکن به - چې څلور ورځنيو لوبو ته جوړ (فټ) نه دی - ۲۰ اوريزو لوبو ته جوړ وي.