د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په هندوستان کي افغانان ولي کړیږي ؟

حاجی مها جر 05.01.2010 07:43

دیریش کاله دافغانانوویني زموږنوروګاونډیانوښي په مزه وچښلې خواوس چی ټول افغانان خپلو ناروغیواوبدبختیوپه سراخیستي دې نوهندوستان ته مخ کړیدې .هره ورځ درې څلورالوتکې ډکی افغانې مریضان دهندوستان په لورروان دې . څومره چي داغریب اوبیچاره افغانان دیوه سم صحی نظام ، روغتون ، ډآکتراوسمې دوانه نشته والې ځوروې هغومره یی داوسنی فاسدې ادارې ځینې وزارتونه ځوروې . چي په هندوستان کی دفغانانوپه ځورولوکی دڅوادارولاس اوغلفت دواړه شامل دې . لومړې : دبهر نیوچارووزارت . دوهم دعامی روغتیاوزارت دریم دترانسپورت وزارت .

دبهرینوچاروزارت ځکه په دې کارکۍ غفلت کوې چي کوم افغانان چي دهندوستان خاورې ته داخلیږې دافغانستان سفارت ددې پرڅاې چي اسانتیاوې ورته برابري کړي . وافغانانوته اوسیدویومناسب ځای برابرکړې ، ورسره په ادارې چاروکی مرسته وکړې مشکلات جوړوې .په ډهلې کی د( اف ار اراو)دفترچي هلته پولیس خارجیانوته دخول اوخروج امرورکوې نوترټولوافغانان زیات کړیږې . هلته هیځ نظام نسته ، هلته هیځ ډول انسانیت نسته خصوصا دهغوخلګودپاره چي ډیرناروغه وې . یاډیرضعیفه وې . او دښځواوبیا دهغوښڅودپاره چي ماشومان ورسره وې دومره ستونځې دې چي په یادولوېې انسان شرمیږې . هلته مشکلات په لاندې ډول دې .

لومړې . هرسهار په سلګونوخلګ دشپی ددولسوبجونه دغرمېيدغرمي تردولسوبجوډلي ډلی افغانان دپولیسو دراجستردفترته دډهلې دډیرلیرودځایواوروغتنونه راځې دنوبت انظارباسې . په دې کی هرډول کمزورې مریضان .ښځی اوماشومان حتی داسی مریضان چي لوې عملیات ېې کړیوې شامل وې داخلګ ټوله شپه لس دولس ساعته په کتارکی ولاړوې انتظارباسې چي خپل کاغذونه راجسترکړې . کله کله لاداسي هم وي چی یوڅو بدمعاشان نوبت ګډوډ کړي کمزوري اومریضان ترپښولاندي سی ددي ادارې خلګ همیشه پرلس بجي کارته راځې اومعمولا تریوې بجی پوريکارکوې اوبیا دډوډې اوچاې په بهانه وخت تیروې ددې پرځای چي دلس دولس ساعتومنتظرېنوددخول یا خروج کارپیل سي د افغانی سفارت څودلالان اوکمیشن کاران اومامورین چي ددې دفتردپولیسوسره لین اودین لرې دهغه خلګونه چي پیسه داره دې پیسي اخلې اوپریوه ځاې پلنډه پاسپورتونه راوړې اوپه مامورینوېې خلاحصوې .هغه بی چاره ، دربه دره خلګ چي دنیمیی شپی نه ترسرې غرمې وسره لمرته په لین کي ولاړوې همداسی ناامیده بیرته ولاړسی مجبوره دې بله ورځ بیاراسی اوبیا انتظاروباسي . خوسفارت ددي پرځاې چي خلګوته مرسته ورسوې اودهندوستان پولیس په دې قانع کړې چي افغانان ترټولوهیوادوډیرراځې اواکثره ېې دمریضی په خاطرراځې باید په هواېې ډګرکې دخول اوخروج ورته ووهل سي اونوردزیات مصرف ، انتظاراوسرګردانې اوبدبختی مخه ونیول سې دوې خپله دلالې اومعامله شروع کړیده دسفارت مامورین ددي لاري په لکوپیسي ترلاسه کوي.

دوهم : دمړودانتقال مسله . هندوستان ته اکثره ناروغان ډیرځې اوځینی ېې هلته مرې دمړې راانتقال دومره مشکل دې چي انسان دخپل مړي نه بیزاره کیږي . لومړی به دهغه هوټل اویا کور نه رسمی اسناد ترلاسه کوې کوم چي ده هلته سکونت درلودبیابه دشفاخانی تصدیق اخلې ولوکه په هوټل کې هم مړوی ، بیا به ښاروالې ته ځي اوهلته به دښاروالې مکتوب اخلي،وروسته به دپولیسوعمومي قوماندانې ته ځي ، بیا افغانې سفارت ته راپورورکوي هغه به په کابل کې دبهرینوچارووزارت سره اړیکی ټنګوې تردي ورسته دپولیسوراجسترجشن ته مړې وړې هلته به ېې دهوټل ، دښاروالې ، شفاخانې ، اوقوماندانې ، افغانې سفارت تصدیقونه کتل کیږي ورسته دخروج امرورکوي ، ورسته دخروج امرورکوې اودامربه دهواېې ډګرمقاماتوته وړې ، کله چي داټول پړاونه ترسره سول بیابه به دالوتکی والوته په ساعتوساعتوانتظارباسې . چي دامراحل په لسګونه زره هندې کالدارې یوازې دتکسې په کرایه اودمړي په وړولواوراوړولوکی مصرفیږې خصوصا هغه خلګ چي نه په ژبه پوهیږې اونه هم ددهلې ځایونه اودفترونه اوادرسونه پیداکولاې سې دهغوی به څه حال وې . حتمی خبره چي کله یومریض داسې حالت رسیدلې وې دهغه پیسې لاوختې ډاکترانو، لابراتوارواوترجمانواوټکسیانونوش وجان کړیوې اودکابل نه دپیسو دلیږلوسیستم هم ډیرګران اوهم ډیرسرګردانه دې بله ډیرغټ مشکل دادي چي دهندوستان پولیس دشنبي اویکشنبي په ورځوکي کارنکوي اکثره مریضان دروغتونوله مشکلاتوفارغه سوي وي خودپولیسودرخصتی په نسبت هلته انتظارباسې د ( د2009کال ددولسمی میاشتي په نه ویشتمه نیټه دپولیسودراجستریشن په دفترکې څلورسوه کسان لیکه ولاړوه . دیوه بی چاره کس مورڅلوروځې وړاندې مړه وه دومره سرګردانه سوې ؤ چي ویل ېې هندوسوزچیرې دې چي زه داخپله مورهلته وسوځوم .نوموړې دشپی ددولسوبجونه انتظاراوپه لین کې ولاړؤچی دخپل مړې اوخپل ځان دخروجی امرواخلې ، هلته نه نږدې هوټل سته ، نه دوکان سته ، نه تشناب سته اونه هم دچښلواوبه سته . دمړې خاوند هم په کتارکې ولاړؤ دافغانې سفارت دوه تنه مامورین چي دادفرانسۍ موډږیرې درلودې راغله دپولیسودفترته ننوته درې ساعته دراجشترهندې مامورین په هغه پاسپورتومصروف وساتل کوم چي دکمیشن کارې دپاره يی ټول کړیوه (هرځوک کولاې سې دتیرعسوې کال ددولسمی میاشتی په نویشتمه نیټه دپولسو ددفتراوپه هندوستان کې دسفارت نه پوښتنه وکړې )چي هغه مړې چي په نه ویشتم تاریخ ورته دخروج امرورکول سو . ځوورځې وړاندې مړ ؤ اوځوواره ېې خپلوانوپه کابل کې دبهیرینوچاروزارت سره تماس نیولی ؤ ایاافغانی سفارت اودبهیرینوچاروزارت دهغه په انتقال څه مرسته وکړه ؟ حتی غوږیی هم ندې ګرولې کرزې صاحب بیا داسې غافل اوبی احساسه سفیرراولې اودفرهنګ وزیرېې جوړوې . ایا یوسفارت په یوه خارجی هیواد کې دخپلو خلګودسرنویشت سره داسې لوبې کوې ؟ ایا په هندوستان کې دنوروهیوادوخلګ همداسې کړیږې .؟

دوهم : دافغانانوپه دې کړونوکې دعامې روغتیاوزیرفاطمی اودعامې روغتیا وزارت لاس دې . ځکه افغانستان ته په لسوګونه میلیارډوډالرپه راتګ سره سره اودفاطمی دهرې ورځې درواغجنومصاحبوسره سره په دې ونه توانیدې چي داسې یومجهز روغتون په هیوادکې شخصې اویا ددلتې جوړکړې چي افغانان دپردوداحتیاجه وباسې دوزیرنه ترمامورپورې ټوله دجعلې درملودکمپنیوسره په راکړه ورکړه اخته دې په هیواد نه اصلې درمل سته ، نه سم روغتون سته نه سم لابراتوارسته . دستي سنترپه نامه یی یولابراتوارته رسمیت ورکړیدې چی دیواین ډې پی دمامورینوچک اف ېی وکړې ټول غلط راووتل اواکثره بیا دوهم ځل معایناتوته مجبورسوه دلته نه کنترول او نه ډاکترسته نه سم لابراتوارسته دیوې ساده مریضي دپاره خلګ مجبوره دي په لکوپیسی مصرف کړي اوهندوستان ددغه ټول مشکلاتوسره سره مخه وکړې ( دتعجب خبره ده په هندوستان کې یوپاکت پریستامول تابلیت په پنځوس هندې کالدارې دې خوپه کابل کی په لس افغانې ) ایا دروغتیا وزیردومره وجدان نه لرې چي پوښتنه وکړې چی داولې ؟ حتمی خبره ده چي افغانستان ته چي کوم درمل راځې اکثریت یی جعلې دې ځومره افغانان چي په بمباریواوځان وژنوکو حملو دلاسه مرې ترهغه زرچنده بی کفیته اوجعلې درمل اوغلط معاینات اوچټل روغتونه .وژنې سړې نه پوهیږې چی دادعامی روغتیاوزارت دې که دعامې مرګتیا وزارت ؟ لعنت پرداسی فاسده اداره ؟ دخداې شکردې چي دعام روغیتا دادرواغجن اودپاکستان دڅوهغوکمپنیوشریک وزیرچي په ټنو جعلې درمل يی دافغانستان په ټولوخلګووخواړه ورک سو ، شاباس دې پرهغو وکیلانووې چي دی ټکمارته ېې داعتمادرایه ورنکړه .

دریم : په دې څورونه اوکړونه کې دترانسپورت وزارت غلفت مستقما شامل دې . کوم هواېې شرکتونه چي دترانسپورت وزارت رسمی کړیدې . بیا یی هیځ معلومات ندې کړې چی داشرکت دخلګوسره څنګه چلند کوې ؟. څومره کرایه اخلې؟ اوڅه اسانیتاوې ورته برابرې کړیدې . ؟دالوتلوسیستم ېې څنګه دې ؟اکثره شرکتونه لس ساعته مسافرپه انتظارکې ساتې . دخواجه رواش په هواېې ډګرکی . د2009کال ددولسمی میاشتی په اتلسم تاریخ دپامیرشرکت دډهلې مسافرین چی اکثریت ېې مریضان . ښڅي اوماشومان وه دسهارپرشپږبجی میدان ته غوښتی وه اوپراته نیمې بجي یی په تکت کې دالوتلووخت ټاکلې ؤ . دسهاردشپږوبجونه دماپښین تردوبجوخلګ په تریمنل اودانتظارپه سالون کی ناست وه چي هلته نه هوټل سته اونه نورخوراکې مواد که سته هغه یووړوکی داوبوبوتل په پنځوس افغانې دې . بالاخره مسافرو په سالون کی شوراوغالمغا ل جوړکړې اویوه تن دشمشاد تلویزون نماینده راوغوښتی ترځودهغه سره خلګ مصاحبی وکړې . کله چي دااوازه دپامیرشرکت ترمرکزې دفتره ورسیده بیا هغوبله الوتکه کرایه کړه اومسافرین ېې ولیږدول . خودومره مرجع نه وه اونه سته چي څوک شکایت ورته وکړې . سړې حیران سې چي که دبهرینوچارووزارت احساس نه لرې ؟ نودروغتیاوزارت دوجدان سترګې ولې ړندې دې ؟ اوکه دروغیتاوزارت دجدان په ناجوړې اخته دې ،نو دترانسپورت وزارت وجدان ولې ویده دې ؟. رښتیاواېې چي دمردارڅا ه داوبویوڅاڅکی هم دچښلونه دې ؟ دافغانستان دفاسدې ادارې هری خواته چي مخ اړوې ترهغه بل بدتروې .