د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ددوهم پړاؤ په ټولټاکنوکي به دروڼ والي ضمانت ځوک کوې ؟؟

حاجی مها جر 22.10.2009 07:23

دلومړې دورپه ټولټاکنوکی مسؤل ځوک دي ؟ دټولټاکنوکمیسون دې ؟ دکورینوچارودوزارت ځینی کسان دي ؟ که دمحلې ارګانوریاست مربوط ځینی والیان اوولسوالان دي ؟ اوکه دکاندیدانوکمپاینران دې ؟ ایاکوموکسانوچي دولت اوملت ته دومره سپکه واړول ،دومره پیسی مصرف سوې دومره تلفات ورکول سو ه چی دبشرپه تاریخ کی به یی ساری ډیرکم وې ایاهغوی ته سزاورکول سوه ؟، ایا ددرغلیواصلې عاملین ملت ته وروپیژندل سوه ؟ که داهم نه وې سوې ددوهم ځل شفافوټولټاکنوضمانت به ځوک کوې ؟ کله چي دقانون ساتونکي دقانون په ماتولوکي متهم وې هلته دعدالت پیاده کول ځنګه ممکین وې زه یقین لرم که داتقلب نه واې سوې هم ولسمشرکرزې داټولټاکني ګټلې خوهرچا ورته داکارکړیدې اوهرچاچي ددی کارمشوره ورکړیده هغه ورسره ستره دښمنی ترسره کړه ، ددوهم ځل دپاره که کامیابه هم سې خلګ به پرې باوروې . دولسمشردپاره په کارده که غواړې ددوهم پړاو له ددرغلیوله بدنامې نه ځان وژغورې باید ددرغلیو عامیلین وملت اومحاکمی ته راکش کړې که نه په دوهم څل به هم دهرځه تورداغ دده پرټڼده لګیږې ځکه دقانون ساتونکي ارګان ته ډیرګوته نیو ل کیږې نظروهغه چاته چي دقانون دساتلواوپیلی کولومسؤلیت نه لرې ..

په افغانستان کي د۱۳۵۷کال هجرې کال دثوردکوتا راهیسي یوه ډیرخطرناکه اودسلام اوخلګوضد عنعه رامنځ ته سویده چي هیځ مجرم اوملې خاین ، هیځ قاتل اوظالم ته سزاچا ورنکړه په ټولوچاروکي عدالت ترپښولاندې سو دلته چي نن هرځه تیریږې هیریږې ،سباته ېې ځوک پوښتنه نه کوې دی کارهم امینت ته سخت زیان رسولې دي اوهم ملت ځورولې دې اوهم یی جنایت اوخیانت ته وده ورکړیده . که دثور کودتا عاملین اوقاتیلین محاکمی ته راکش سوې واي بیا به چا داسې بی مسولیته خلګ نه وژل اونه بې یی دخلګوپه سرنویشت ملنډې وهلي . که دمجاهیدینوتربرې وروسته هغوکسانوته چي دملت دبربادي اودوطن دورانی سبب ګرځیدلې دی سزاورکول سوې وای بیا به چا دخلګواوولس سره داسی بی باکي نه کولاې . ترڅوچي دافاسده روحیه اوعنعنه نه چی مجرم ته سزانه سته ددی ملک نه ورکه نه سې هیځکله به یوه چاره هم سمه پرمخ ولاړه نه سې .

دتیروترځنګ یوه بله داسي معامله چي ددولت اوملت سرنویشت ته یی زیان ورساوه اوهغه په ټولټاکنوکې درغلې دي هیځ ارګان ېې مسؤلیت په غاړه وانه خیست اونه هیځ ارګان مسؤ ل ونه ګڼل سودادې معنی لري چي بیاهم هرځوک هرځه کولاې سې داسي هم نده چي درغلې نه دې سوي ، داسی هم نده چي په دې درغلیوکي دهیځ چالاس نسته .

ترڅوچي ددې سترخیانت چي هم یی دافغانستان خلګ ، دافغانستان دولت ، دافغانستان مشران ېې ونړې ته بدمعرفې کړه په سزانه وې رسیدلي په هیځ صورت نه ملت اونه اونړي وال په داسي ټولټاکنوباورکولاې سي ، نه درغلیومخه نیول کیداې سي نه ددرغلیوموضوع له خلګونه پټه وه نه بیا پټیداې سي ، نه داسي ده چي په یوه سمیه کې ترسره سویدې چي هرکلي اودیارته ولاړسي دټولټاکنواودرغلیوډرامه شروع ده خصوصا په ناارامه سیموکي . ترڅوچي ددی سترخیانت اصلې مسؤلین نه وی مالوم سوی اوپه سزانه وې رسیدلې یاد لرې چي بیابه هم دتقلب ترنامه لاندې ملت وځورول سې . ولوکه هرلورې ېې وګټې ,