طالبانو له دوو رایه ورکونکو څخه ګوتې پرې کړې
22.08.2009 11:21د اسوشيتد پرس د یو خبر له مخې طالبانو هغه تهديدونه عملي کړل چې په کې ويلي يې وو که چا په ټاکنو کې رایه ورکړه نو رنګ کړې ګوته به ترې پرې کوي. خبر وایي چې په کندهار کې طالبانو د دوه رایه ورکونکو رنګ شوې ګوتې پرې کړي دي.
په ټاکنو کې ګوته په دې موخه رنګول کېده تر څو رايه ورکونکي د یو ځل څخه زيات رایه وانه چوي.
د ټاکنو د څارونکو د یوې ډلې مشر نادر نادري دا خبره رسنيو ته کړې ده او ويلي دي چې دا کار د ټاکنو په ورځ شوی دی.
له اسلامي او انساني حقوقو څخه د طالبانو د سرغړونو په لړ کې دا تازه سرغړونه ده.
دا کار نه یواځې د طالبانو د نوې خپرې شوې لایحې مخالفت دی، بلکه له اسلامي احکامو هم ښکاره سرغړونه ده. په اسلام کې په تعزیراتو کې د انسان د غړو پرېکول شامل نه دي. یواځې په معلومو حدودو کې د ځينو غړو پرېکول شته دی.
طالبان یوه بې نظمه ډله ده او غړي یې ډېری وخت په خپل سر خلکو ته سزاګانې ورکوي. ډېری سزاګانې بې ګناه خلکو ته پرته له محاکمې او مدافع وکيل له شتونه په وحشياته توګه ورکوي.
په دې لړ کې طالبانو موده مخکې په سوېل کې د سيوري په ولسوالۍ کې له یو ښوونکي غوږونه هم غوڅ کړي وو او د تراویح لمانځه په مهال یې په یو جومات کې لمونځ کونکي ډبولي وو، او وروسته یې په هلمند کې ۲۷ لغماني بې ګناه کارکونکي په دې شک چې ګنې د ملي اردو سرتېري وو حلال او بیا یې هر مړی په خپلوانو په شپږ زره افغانۍ وپلوره. وروسته په زبات ورسېده چې دا کسان ايران ته د مزدورۍ لپاره راوان وو.
سره د دې چې طالبانو د افغان دولت او بهرنيو ځواکونو په څېر په خپلو سرغړونو او ظلمونو کې د څېړنو کولو خبر ورکړ، خو بيا یې ولس ته د څېړنو د پايلو په اړه یا دا چې څېړنې وشوې او که نه تر اوسه څه ونه ویل.

