د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د احمدزي دفتر وايي کرزي ته اوښتی کمپاینر د دوی کس نه دی

کمال الدين رنځور - جلال اباد 07.08.2009 21:03

د ډاکټر اشرف غني احمدزي دفتر وایي چې د غلام سخي په نامه یو کس  - چې ويلي و د اشرف غني کمپاينر دی او د حامد کرزي لپاره به ټاکنيزې هلې ځلې کوي - د دوی د کمپاين سره اړيکې نه لري او د دوی کس نه دی.

دا خبره د اشرف غني ټاکنيز کمپاين په یوه خبرپاڼه کې کړې ده.

تر دې دمخه غلام سخي ويلي و چې نوموړی د ملي اجماع په نامه د یوې ټولنې مشر دی، احمدزي ته یې کمپاين کاوه، خو حامد کرزي ته اوړي او نور به ورته کمپاين کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ((غلام سخي د يو شمېر تخطيو له كبله، د ډاكټر اشرف غني احمدزي له خوا ګوښه كړاى شواى )).

په دې اخرو کې د یو نوماند د کمپاينرانو بل نوماند ته د اوښتلو خبرونه ډېر شوي دي. پرون هم په سمنګان کې د حامد کرزي یو کمپاينر عبدالله عبدالله ته اوښتل اعلان کړل. تر دې دمخه ملي تلويزيون هم په شمال کې حامد کرزي ته د عبدالله عبدالله د کمپاينرانو د اوښتلو خبر ورکړی و.