د احمدي نژاد سيالان د ټاکنو پايله نه مني او له خپلو پلويانو مقاومت کول غواړي
14.06.2009 16:17د ايران د ولسمشر چې د ايران رسمي سرچينو د ټولټاکنو ګټونکی بللی دی د خپلو سيالانو د نيوکو سره مخ دی. دوه مهم سيالان یې (مهدي کروبي او مير حسين موسوي) د ټولټاکنو پايله نه مني او د بيا ټولټاکنو کولو غوښتنه کوي.
ميرحسين موسوي چې د رسمي سرچينو په وينا یې د جمعې د ورځې په ټولټاکنو کې ۳۳٪ رایې وړي دي، د اساسي قانون د ساتنې له شورا څخه غوښتي دي چې د ټولټاکنو پايله لغوه اعلان کړي او بيا ټولټاکنې وکړي.
مهدي کروبي هم ورته غوښتنه لري.
دواړو له خپلو پلويانو غوښتي دي چې سولييز مقاومت وکړي او پرې نږدي چې د ټولټاکنو په پايله کې احمدي نژاد ولسمشر وپېژندل شي.
کروبي او موسوي دواړه حکومت په دې تورنوي چې په ټولټاکنو کې یې درغلي کړې ده. موسوي وايي چې ټولټاکنې یې ګټلې دي او احمدي نژاد بایلودې ده. نوموړی وايي چې په ټولټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده.
داسې ښکاري چې په ايران کې د توندلارو او منځلارو تر منځ لوی درز لويدلی او ټولټاکنو دا درز نور پراخه کړ. د توندلارو او منځلارو تر منځ اختلافات دېرش کاله مخکې د خوميني د اسلامي انقلاب له پيله پيل شوي دي
که د ايران د ټولټاکنو شخړه په ارامه منځلاري او توندلاري سره حل نه کړي، په ايران کې به په راتلونکو ورځو شپو کې سياسي ډګر او کېدای شي امني ډګر هم خورا ګرم او له پېښو ډک وي.
په ايران کې د واک د لانجې په د شاليد په اړه لاندې ليکنه لوستلای شﺉ.

