د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټولو ياره! بلا دې واخلم

ذبيح الله احساس 22.05.2009 11:54

 

دا سر ربه مات شوې خو ټيټ شوى چاته نه دى

موږ پښتنو ته اوس همدا پاتې وه چې د خپل فرهنګ او كلتور پر ساتنه له داسې حالت سره هم مخ شو لكه تاسو چې مخ شوى.

خو، هېره دې نه وي چې داسې پېښې له سترو خلكو سره كېږي، كله چې هم زورو ځواب ونلري نو همداسې كوي، تاسو يو ځل بيا په ثبوت ورسوله چې ټول په حق يوو.

وايي:
اباد په دغه كلي كې بې كسه پښتانه
هر څه لري خو هېڅ نكړي بې وسه پښتانه

خو نه، ياره وروره تاسو هر څه وكړه، دا بدرنګه ستاسو په قدر څه پوهېږي. دوى ښه خبر دي چې يار ښكلا ويشي او د ښكلا له ټولو ستر دښمن همدا بدرنګه دي.

ګرانه ياره! خداى شته په دې تشو تورو ستاسو ملتيا كول خوند نه راكوي، خو موږ او تاسو نور څه لرو چې له يو بل سره يې شريك كړو.

د لوى افغانستان شازلميه! ستا دردونه په شمال كې ستا ټولو فرهنګيانو او فرهنګپالو ملګرو حس كړي دي، موږ ټول درسره يوو.

شمله ور پښتونه!
دا سره ربه مات شوى خو ټيټ شوى چاته نه دى
خو تاته يې پنځه وخته محراب كې راولم

د ټول شمال د فرهنګيانو په استازيتوب د ناولو دغه بدرنګه كړنې غندو او د اطلاعات او كلتور وزارت څخه په كلكه غوښتنه كوو چې د هېواد د يو ستر ځوان فرهنګي پوښتنه دې په قانوني ډول د ملي امنيت ادارې څخه وكړي.

په پاى كې دومره وايم چې له تاسو سره دا بدرنګه كړنې موږ ته نوره هم حوصله راكوي چې لا كار وكړو او دغه ارمان چې تاسو او موږ يې په زړه كې لرو د پوره كولو لپاره يې په سړه سينه د هر كړاو برچ رامات كړو.

خير!
لا مو ګټلې نه ده لا خو په مورچل كې اوسوو
ستاسو احساس
لرغونى بلخ