د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بلخ كې،((بخدي د افغاني مدنيت زانګو)) - سيمنار

ذبيح الله احساس 26.10.2008 14:40

د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې د لړم په درېيمه ((بخدي د افغاني مدنيت زانګو)) په نوم سيمينار چې د هېواد د ځينو نامتو ليكوالو او څيېړونكو سربېره پكې په سلګونو مشرانو او ځوانانو برخه اخيستې وه، د شپږ ماديز پرېكړليك په اورولو، پاى ته ورسېد.

دغه سيمنار چې د افغان كلتوري ټولنو جرګې او د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې لخوا جوړ شوى و، د هېواد بېلا بېلو ولايتونو لسګونو نامتو ليكوالو او څيړونكو، استاد حبيب الله رفېع، استاد محمد اصف صميم، استاد برزين مهر، استاد رسول باوري او ... د بلخ په افغاني مدنيت باندې رڼا واچوله.

د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې مشر حاجي عبدالستار اسحقزي وويل چې دغه سمينار يې په هېواد او په ځانګړي توګه بلخ كې د افغاني قومونو تر منځ د لا مينې او نږديوالي په موخه جوړ كړى و.

همدا راز د افغان كلتوري ټولنو جرګې يو تن غړي ډاكټر خوشال روهي وويل چې دغه سمينار يې افغانانو ته د خپل مدنيت د لا ورپېژندلو په موخه جوړ كړى و.

نوموړي زياته كړه كه دولت هم د دغه ډول سمينارونو جوړولو ته مخ كړي، افغانان به يو بل ته نږدې كړي او د شته ستونزو د حل يوه لاره به شي.

د بلخ د اطلاعات و فرهنګ ريس صالح محمد خليق چې د سمينار پرانيستې وينا يې وكړه، دغه سمينار يې د د يادو شويو جرګو يو نيك ګام وباله او زياته يې كړه چې دغه ډول سمينارونو عام ولس له خپل فرهنګ څخه خبروي.
 
همدا راز د سمينار په اوږدو كې د افغان كلتوري ټولنو جرګې لخوا د هېواد دوه سترو شخصيتونو ته د سرو زرو مډالونه وركړل شو.

پوهنوال رسول باوري ته د لرغنپوهنې په اړه د هغه د باارزښته خدومتونو په وياړ د احمد علي كهزاد په نوم د سروزرو مډال وركړل شو.

همدا ډول د شمال د لومړيو پښتو خپرونو مرستيال مجيب الرحمان لحاظ ته په شمال كې پښتني فرهنګ ته د كار كولو او د هغه د ټولنيزو خدمتونو په وياړ د غازي عجب خان اپريدي په نوم د سروزرو مډال وركړل شو.

د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې لخوا د افغان كلتوري جرګې په استازيتوب ډاكټر خوشال روهي ته د بخدي د افغاني مدنيت زانګو سمينار په وياړ د بلخ د يو لرغوني ځاى انځور هم ډالۍ شو.

له كابل څخه راغلى د غونډې يو تن ګډونوال ډاكټر محب الله ذغم په سمينار او مشاعره كې په ګډون خوښي څرګنده كړه او ويې ويل چې په سمينار كې يې د خپل افغاني مدنيت په اړه ډېر څه زده كړل.

د سمنيار په پاى كې شپږ ماديز پرېكړليك واوورل شو .

په پرېكړليك كې له دولت څخه غوښتل شوي و چې په بلخ كې ورته سمنيارونو په جوړولو كې د سيمې له فرهنګيانو سره ملتيا وكړي.

همدارنګه په پرېكړليك كې غوښتل شوي و چې  په مزارشريف كې د غازي عجب خان اپريدي مقبره ورغول شي او د ده ښاغلي په نوم دې په دغه ولايت كې يوه ليسه ونومول شي.

افغان كلتوري ټولنو جرګه له تېرو درې كلونو را په دې خوا په هېواد كې د فرهنګي او ټولنيزو خدمتونو په برخه كې كار كوي او همداراز دشمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګه له تېرو څلورو كلونو را په دې خوا د هېواد په شمال كې يو شمېر ټولنيز او فرهنګي هڅې كوي.

د روان كال په پيل كې په كندوز كې هم د افغان كلتوري ټولنو جرګې په مرسته،  پسرلى كلتوري او ادبي ټولنې په دغه ولايت كې د ريدي ګل دودويزه كلنۍ مشاعره كړې وه ، چې د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو څخه پكې په سلګونو شاعرانو او د ادب مينه والو برخه اخيتسې وه.