روانې چارې او بېلابېل


خلط اوهام

تاریخ نویسی به اثر توهم، جزو شگرد هایی ست که بنیانگذران نهضت جعل و دروغ (شعوبیه)در تاریخ منطقه ی ما کاشته اند. استعانت از این پدیده، پس از آن که عناصر جدید جعل تاریخ چون «آریایی»، وارد تاریخ نویسی های ما می شوند، بیش از همه مردمانی را به توهم انداخته اند که همسویی واقعیت های اجتماعی و تاریخ افتخارات آنان را ناممکن می کنند.  در مقوله های نو تاریخی، آن چه به نام مفخره می آید باید با شان مدعا برابر باشد. در مثال های تاریخی واضح، حضور گسترده و فراگیر ترکان از شرق آسیا تا اروپا که به مدنیت

26.01.2021 مصطفی عمرزی

ولې ځينو هغو استراليايي عسکرو چې په افغانستان کې یې ماموريت ترسره کړی و، ځانونه ووژل؟

شاوخوا ۴۰ زره استراليايي عسکرو په افغانستان کې د متحدينو له راتګ سره تر اوسه پورې په دوره يي ډول دنده ترسره کړې ده ، چې په نورو ځايونو سربېره یې زياتره په ارزګان او هلمند ولايتونو کې مېشت وو او هلته یې جګړيز ماموريتونه پرمخ وړل.دې سرتېرو هلته وخت پروخت له طالبانو سره په جګړو سربېره په جنګي جنايتونو او د بې ګناه خلکو په وژلو هم لاس پورې کړی و ، دوی يا  تورن او بې وسلې کسان په ډېر بې رحمه ډول وژلي دي او يا یې شکنجه کړي دي او يا یې نور ډول ډول ستونزې او مشکلات پرې راوستلي دي. د دوی ددې ظلمون

26.01.2021 عبدالله لغمانی

کومه ډله به په دوحه کې د سولې په زين کړي آس سپره شي؟

څرنګه چې په دوحه کې له مياشتو راهيسې د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره د حکومت پلاوی له طالب چارواکو سره غېږ په غېږ دی ترڅو وکولای شي افغانستان ته سوله راولي. ولې په دې تر اوسه دواړه خواوې چې يو يې حکومت دی ځانونه د جنت شنه طوطيان بولي (ملي اردو او ملي پوليسو) څخه عبارت دي او بله بيا د هغوی مخالفه ډله چې طالبان دي هغوی ځانونه د جنت سپينې او پاکې بلبلې بولي او وايي موږ به بې ډز او ډوزه جنت ته له ځانمرګو بريدو سره داخلېږو وروستۍ او دريمه ډله چې په هېواد کې ژوند کوي هغه پاک او بې ګناه ه

24.01.2021 اېمل افغان

افغان ملت نور سوله غواړي

تاريخ دا خبره څرګنده کړه چې د افغانستان په سياسي لوبه کې په دې ملت تل د ستونزو څپې راغلي، تېرې شوي اوس هم افغانان لاس ګرېوان دي او د ازمېښتو درندې مېچنې پرې وګرځېدې، د زمانو ناکرديو پرې تورونه پورې کړل، د ناوړه جګړې او سرو لمبو ښکار شول ولې افغان ملت د غلامۍ زنځير په غاړه نه کړ او نه کوم استعمار ته په يوې اسانۍ په خپله خاوره کې غاړه کېښوده خو د دې ټولو نېکمرغيو او بدمرغيو په نتيجه کې زموږ هېواد د نورو هېوادو په پرتله يوه پېړۍ وروسته پاتې شو چې ملت يې ټوله پړه لومړی په خپلو افغاني مشرانو او بي

21.01.2021 اېمل افغان

اجنټي يا مودرنه غلامي

د تاريخ د بردګۍ، غلامۍ او د کلاسيک استثمار او استعمار په دوره کې به زورورو او مستبدينو بېوسه او ضعيف بنيادمانو ته د انسان په سترګه نه کتل او انسانان به ئی په زور غلامان کول . ټولنه په دوو طبقو ويشل شوې وه : باداران او غلامان . دبردګانو د ژوند او مرګ واک به د بادار سره وو ، د کاليو او شيانو په شان به يې خرڅول او د حيوان په څېر به يې استعمالول . خو د برده او غلام په فکر او ذهن يې تسلط نه درلود او هغه کرکه او نفرت چې د غلام انسان په مغز کې د برده دارانو په هکله وو د منځه يې نه شوائ و

20.01.2021 د،ب،هيښ

امریکا یو ټګمار شریکباڼی!

امریکا، افغانستان سره د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر کې امنیتي تړون لاسلیک کړ. د امنیتي تړون په سریزه کې ویل کیږي چې دا تړون د افغانستان اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو د موافقتنامې (د ستراتیژیکو همکاریو موافقتنامه) په تائید چې د ۲۰۱۲ کال د مۍ په ۲ مه لاسلیک شوه او په هغې کې د هغه اصل پر بياټينګار شوی چې دواړه لوري به خپلې همکارۍ ته په ډاډمنه توګه دوام ورکوي، ځکه دوی د افغانستان د خلکو لپاره د يوې عادلانه، سوله یيزې، امنې او له فرصتونو څخه ډکې راتلونکې د ت

20.01.2021 سرلوڅ مرادزی

مساوات او ولسواکی د اسلام له نظره

پروفیسور سعیدالرحمن اعوان ژباړه :ع. شریف زاد په دې وروستیو کې ولس مشر غنی په یوتیوب کې را څرکند شو او دسولې په انواع او اقسام او همدارنګه محتوا او کارولو دکابل پوهنتون په کوم تالار کې لګیا وو.په دې اړوند زه د پروفیسور سعید یو څو خبرې له محتر مو لوستونکو سره شریکې کوم .زماهدف له لیکنې کومه سیالی نه ده او نه کوم بل مشکل له غنی سره یواز یوه لنډه مقایسوی کتنه ده وایی چې ده درکجا ودرختان درکجا؟ دشهروند حق : په اسلام کې دولت ،نظام ،سیستم او خلافت دشوری له مخې ،ضوابطو سوله ایزو

17.01.2021 ع.شریف زاد

دشلمې پېړۍ په اوږدو کې دنړۍ دوخت د دوو سترو زبر ځواکونو ترمينځ ديپلوماسي

لومړۍ برخه سريزه دغه ليکنه چې د شلمې پيړۍ په اوږدو کې د نړۍ د وخت د دوو سترو زبرځواکونو تر مينځ د ديپلوماسۍ تر سليک لاندې ليکل شوى . په حقيقت کې مونږ ته دهمدې دواړو قدرتونو متقابل برخوردونو تصادمونو او بالاخره کله ناکله ندرتاً د دواړو سترو صنعتي او اقتصادي هيوادو د موازي ګټو د ملحوظاتو په پام کې نيولو سره د تفاهم رښتيني حقايق په لاس راکوي ،چې د شلمې ميلادي پيړۍ د متمدنې نړۍ په تاريخ په خپل عمق کې ستر بدلونونه عظمي جګړې او په عين وخت د معاصرې ديپلوماسې يادښتونه لري. د نورو ټولو پخوانيو

14.01.2021 صاحب الله (رحيمي)

ولې د سولې له پلوه محکوم پاتې يو؟

د جګړه ييزو او تاريخي مسايلو په څېړلو او لوستلو سره افغان ملت په ځانګړې توګه پښتون هغه قوم پاتې شوی چې د تل لپاره يې جګړې ګټلي او هر تېري کوونکي ته په خپل ځای او وخت سره ښه درنه ماتې ورکړې، ولې د جګړې او ماتې له ګټلو وروسته دغه غيرتمند قوم چاه په ارامه نه دی پرېښي چې په خپله خاوره او خپل ټاټوبي کې دې په خپلواکه توګه ژوند وکړي. ترڅو دوي هم لکه د نورې نړۍ د قومونو او ملتو په څېر د کاميابۍ په لور پرمختللي ګامونه واخلي، خپله خاوره آباد کړي، هغه جګړې چې په دې قوم نن د بهرنيو او کورنيو د ښمنانو له

14.01.2021 اېمل افغان

غني او د باجوا غوړیدلی جال

د پنجاپستان ( پاکستان) پوځ تیری او توطیه کوي ، د افغانستان واکمنان یې ننداره کوي. دا حالت څلویښت کاله روان دی. د پنجاپستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا یو ځل بیا په دا فکر کې دی چې دده په کوماندانی کې به یو ځل بیا کابل د پنجاپ له خوا ( د پټ اشغال ) په بڼه سره ونیسي او د پنجاپستان په تاریخ کې به دا ویاړ بیا دده په نصیب شي. باجوا د ځانه سره حساب کړی چې په افغاستان کې د پنجاپ مزدوران او د هغه شاوخوا فاسدې کړۍ اوس ددې توان لري چې غني دې ته اړ کړي چې د پنجاپ د اجندا سره سم حرکت وکړي

13.01.2021 احمدجان تڼي

ښاغلی امرالله ستوان! کابل ښار کې کامره نه بلکې امانت اوسلامت غواړی

موږ ټول پوهېږو چې د یوه ښار امنیت ،سکون او مدنی حالت دیوه هېواد حیثیت او ارزښت لری او ساده کار نه دی خو که چېرې هلته عدالت ، مساوات ،سوله اورښتینی اخوت په ټولنه کې داسلامی اصولو اوبنسټ بر بنا ء عملا رامنخ ته شی نو یو کس هم کولی شی د ټول ښار امنیت تامین کړی چې کامرې ته اړه نه پیداکیږی. امنیت ساتل په مافیایی ، سهامی شرکت، سازش ،غلو او رهزنو په ګواښونو کې نا ممکن کار بلل کیږی هغه هم چې د لافو فرهنګ یی تر شا ولاړ وی . دغه ډول امنیت په هیڅ توګه په هېڅ هېواد کې دمنلو وړ نه دی او چا هم نه دی لیدلی.

13.01.2021 ع.شریف زاد

په قطر کې د راتلونکي نظام په سر ناندرۍ

درنو سياستوالو! تاسو ته په کار ده چې د خپل هېواد د آباد ولو او خدمت د بېلا بېلو مسؤليتونو په برخه کې تل د يوه داسې هدف په لټه کې و اوسۍ چې د افغانستان د ولس او په تېره بيا د مملکت د محرومو طبقو او ځوانانو لپاره د مادي او معنوي ودې يو مثبت او رښتينی چاپېريال را پيدا کړي چې ټول وطنوال د هېواد د ودانولو او سر لوړۍ په لاره کې يو شان برخه درسره واخلي او د ذمه وارۍ احساس په ننني حالت وکړي ترڅو له دې موجوده سياسي بحران څخه خلاص شو. وختونه تېر شول او کوښښونه ونه شول هغه عوامل او خنډونه ورو ورو له

09.01.2021 اېمل افغان

محمد عثمان روستار تره کی چې ما ليدلی

د دغه ليکنې انګېزه په رسنيو او د افغانانو په ټولنيز ژوند کې د ښاغلي پوهاند محمدعثمان روستار تره کي په اړه د يو شمېر څرګندونو په اړه ما ته پيدا شوه، چې لاندې څو کرښې پرې تورې کړم. په دې هيله چې دغه څو کرښې د درنو افغانانو او په تېره بيا د رسنيز ډګر د فعالينو خوا پرې بده نه شي، ځکه زه دغه څو کرښې د خپل شخصي ليدلوري په اړوند ليکم، چې نه کتابي خبرې دي او نه هم کومه ځانګړې څېړنه ده.  څو کاله مخکې له ښاغلي آصف وردګ سره په يوه فاتحه کې مخامخ شوم، چې وروسته له فاتحې مو د افغانستان، خپل ګاونډ

07.01.2021 ډاکتر لمر

د جمعیت، حکمتیار او طالب ګډ ایتلاف

که څه هم د ښي افراطي اندیښنو له مخې د جمعیت، حکمتیار او طالب ترمنځ د چین دېوال نشته او د شرایطو په اندک تغییر سره یو په بل استحاله کولای شي، خو دا هم باید په پام کې ولرو چې په نږدې تېر مهال کې د دوی ترمنځ هډ مات شوی او یو د بل په وړاندې سخت جنګېدلي دي. بلخوا د دوی ترمنځ د واک سیالي او د دولتي واک سره لیونۍ مینه هم د دوی په ګډو اندیښنو غلبه کوي او د بېلا بېلو بهرنیو ادرسو سره اړیکې هم په دې برخه کې خپل ځای لري. خو اوس مهال شرایطو ته په کتو خپل ترمنځ ګډ ایتلاف او یو دریځ لرل، دوی د ځان د ژغورنګ

07.01.2021 سرلوڅ مرادزی

سياسي واک ،منبع ،ماهيت،وساييل او کړنلاره ئې

د انساني ژوند ټول هدفونه ، ارمانونه او غوښتنې يوازې په واک لرلوسره پياده کېدلئ شي . ازادي چې د الله پاک تر ټولو ستر نعمت دئ په قدرت ولاړه ده . څوک چې واک نه لري ، ازادي نه لري ، اسیر دئ او د بل تر واک لاندې د قيد په ځنځيرونو تړلئ دي . نه تصميم نيولئ شي ، نه پرېکړه کولئ شي او نه مستقلانه اقدام او عمل . دا مساله هم په انفرادي ژوند کې مطرح ده او هم په ټولنيز کې او همدا واک دئ چې د ژوند او ټولنې ټولې سياسي -اقتصادي -علمي - مديريتي او کلتوري برخې اداره کوي او په حرکت يې راولي . د ټولنيز او معا

06.01.2021 د،ب،هيښ

کوږ بار تر مزله نرسیږی

دافغانستان یوه ډله هغه خلک دی چې تل دشخصی ګټو ، مقام ،شهرت،پیسو، اړیکو په لټه کې دی. دغه ډله تل کوښښ کوی چې دولس مشر دفرمایشونو ،غوښتنو ،سالګرو او ناستو او ولاړو مصنوعی بڼه په چاپلوسانه مهارت راواړوی او دهغه حریص نفس او خیال دهمدغو ګټو په تناسب خوښ وساتی فلهذا د هېواد ملی زعامت ، ملی ګټو ،یووالی او ورورولۍ له واره احساس کمزوری پا تې کیږی اوخپل ارزښت له لاسه ور کوی. دغه لوبه ظاهرا دسیاست په نوم خو باطنا د کلتور ،ملګرتیا،تګلاری ،سازش،خرخره کول او دبډو اخیستلو سرقلفی ، یا په بل هر نوم یی چې

05.01.2021 ع.شریف زاد

يو امريکايي سرتېری هم نه دی وژل شوی

افغان ملت دغه تپل شوې څلوېښت کلنه جګړه نوره په خپل ځان نه مني چې لومړي د افغان سياستوالو له خوا او بيا د سيمې او دې هېواد ته د راغلو امريکايي لښکرو له خوا په دوي تپل شوې هغه په دې معنی چې خپله دوي وايي موږ په دې نن افتخار کوو چې په يوه کال کې يو امريکايي عسکر هم په افغانستان کې نه دی وژل شوی بلکې طالب او داعش جمعه يې د سيمې هېوادونه هغوي لومړی په ملي اردو، ملي پوليسو او بيا په عام وګړو پسې ټوپک او کوتک را اخيستي څه يې چې په وس پوره دي هغه په دې ملت عملي کوي. افغان سياستوالو راځۍ د دې ملت

04.01.2021 اېمل افغان

روح الله خانزاده د کندهار والي وټاکل شو

د سيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې د خبرپاڼې له مخې روح الله خان زاده د عبدالمجید خان زوی، د ‏سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او د جمهوري ریاست عالي مقام د ۱۳۹۹/۱۰/۱۳ نيټې د ۲۸۱۴ ګڼې حکم په منظورۍ، د حيات الله حيات پر ځای، د کندهار ولايت نوي والي په توګه وګومارل شو.

02.01.2021 فضل قادر انډيوال

سياسي اصطلاحات

ژباړه : صاحب الله (رحيمي)سياسی زده کړی ،سياسی تعليم (لارښوونه) يعنې ددي څخه مطلب دا دې چې په سياسي ژوند کې د فعال ګډون لپاره فرد چمتو کول او په ټولنه کې مسؤليت منل ، فرد د فردي او ټولنيزو حقونو ، سيستمونو او فلسفې او سياسي نظرونو سره بلدول ، په ټولنيز ژوند کې د سياست رول ، اوسني سياسي مسائيل ، په هېواد کې د هغه مقام ، دريځ او نړېواله صحنه. سمې سياسي زده کړې ملي هوساينې ، پيوستون او نړيوال تفاهم په معنې سره يادېږي . مثبته ازادي يعنې ۱. د ښو کارونو کولو ازادي لرل چې د ايډيال

02.01.2021 صاحب الله (رحيمي)

روز ششم جدی سال 1358 روز سیاه تاریخ کشور است

روز ششم جدی سال 1358 یکی از سیاه ترین روزهای تاریخ افغانستان به شمار می رود. در این روز همسایه بزرگ شمالی افغانستان که یکی از دو ابرقدرت جهانی دوران جنگ سرد بود، به کشور عزیز ما لشکرکشی نمود، دولت انقلابی حزب دموکراتیک خلق افغانستان را سرنگون و به عوض آن ادارۀ دست نشانده خود را بالای مردم افغانستان به زور تانک و طیاره تحمیل نمود. این عمل خشمانه و انتقام جویانۀ نظامی ابرقدرت جهانی نشان داد که حزب خلق و دولت انقلابی آن زمان سیاست مستقل را به پیش می برد و چنان که بعضی از مخالفان شان ادعا می نمای

28.12.2020 نور محمد غفوري

ولې د سولې مذاکرات کرار په مخ ځي او څوک ئې د ځڼډ او خڼډ باعث ګرزي ؟

د متجاوزې او اشغالګرې امريکا سره د طالبانو د اسلامي امارت تړون چې محتوا يې د اشغال د ختمېدو او د بين الافغاني مذاکراتو له لارې په يوه پراخ بنسټه او همه شموله نظام توافق او دائمي اوربند تشکيلوي د افغان اولس د پاره د روان ناورين او مصيبت د ختمېدلو امیدونه او هېلې را پيدا کړي او ټول ورته خوشحاله وو ، چې ان شاءالله د څو لسيزو جنګونو، وينې توئېدلو او تاريخي استبداد لړۍ به ختمه او نور به افغانان د عذابونو او کړاوونو نه خلاص او د دنيا د نورو ملکونو په شان به د يوه ابرومندانه ، عادلانه او سوله ايز ژو

27.12.2020 د،ب،هيښ

دپښتو دلیکدود ارمان!

ډېر ګران اوښاغلي فضل قادر انډیوال (دپښتو دلیکدود لپاره څه کول په کاردي؟؟؟) تر سریزه لاندي یوه لیکنه د ټول افغان په ښکلي ویبپاڼه کي کړې. چي دغه ارمان نه یوازي دی بلکه ټول پښتانه ئې لري. خو دبده مرغه موږ پښتانه پخپله د دغسي یولیکدود مخه بند وو. نه غواړوچي یو ځانګری خپلواکه لیکدود ولرو. زموږ ژبپوهان دي په مخه نه درځي؛ دوی دا بندښت جوړکړی دی. سمه پښتوئې خراپه کړې ده. که د«نیولوجستانو» وییکي یاني ګړي وکتل سي داسي فکرکیږي چي یافرانسوي ده یاجرمني ژبه؛ دا ځکه چي سړی نه په پوهیږي یوازي توري ئې په

25.12.2020 محمدسرور وکیلي

د ۱۳۵۸ کال د جدی شپږمه

د ۱۳۵۸ کال د جدی شپږمه. عبدالله وردک. انګلستان - دسمبر - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو ! د جدی شپږمه، د افغانستان په تاریخ کې، د تورو ورځو څخه، یوه ډیره بده ورځ شمېرل کیږي. پدغه ورځ د پخواني شوروی اتحاد، سرو لښکرو، په ډېره بې شرمۍ او بې رحمۍ سره، په ګران افغانستان یرغل وکړ. د یادولو وړ ده، چې د سرطان ۲۶، او د ثور ۷، هم د دغې تورې ورځې شروع وه. پ

23.12.2020 عبدالله وردک

( د میوند له ملالې تر ملالۍ میوند)

لکه څنګه چې مونږ او تاسې ټول پوهیږو ، د افغان-انګریز دوهمه جګړه کې دقواوو دواړه خواوو اڼډول برابر نه و ، د قندهار په میوند سیمه کې د غازي م.ایوبخان تر مشرۍ لاندې افغان ڼګیالیو ته ډیره مرګ-ژوبله اوښتې وه او نیژدې وه چې ماتې وخوري او ملي بیرق ېې له لاسه ولویږي ؛ په همدې لحظه کې د جبهې له شا (عقب) څخه یوه پښتنه افغانه پیغله بیرق پورته کوي او نعره کوي : '' که په میوند کښې شهید نه سوې ! خدایږو لالیه بې ڼنګۍ ته دې ساتينه !!'' په دې الهامي نعرې سره ، افغان ڼنګیالي په جوش راغلل او انګریز

13.12.2020 ډ. زړور ساپی حمیدالله

تشې ډولۍ او ډک تابوتونه

حاجي صیب عمر ګل، کورونا ته د شیشکې وینه وایي. کله چې د موټر دروازه خلاصوي نو د بسم الله سره جوخت، چین ته یوه اپلته ور وشړي. د ده په قول، د ماښام د ښاپیرکي سوپ دوئ نوش جان کړ او ژوند یې زموږ پیکه کړ. په واقع کې دلته به ودونه وو، سنت ګرۍ به وې او د پیدایښت د ورځې په بهانه به رقم رقم نخرې وې. چا به د پیرنګیانو سرې برګې نیکټایي ګانې اچولې وې او چا به پکول په سر او پټو له ځانه را تاوو کړی وو. یکه دوکه ځوان به د سټیج په سر جلالي شو چې زه په پښتو او پښتونواله باندی سر ورکوم. از هر چمن سمنې. خوا

12.12.2020 ولي الله ملکزی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more