روانې چارې او بېلابېل
روسی جنرالان په وزیرستان کې
احمدجان تڼی روسی جنرالان په وزیرستان کې وزیرستان د سیمې زړه دی، هر څوک چی په وزیرستان کنترول لری هغه په ټوله سیمه کنترول لری. همدا خبره ده چی د پوځي ستراتیژیستان تل د وزیرستان د تر لاسه کولو د پاره پلانونه جوړوی. پورتنی حقیقت په کتو سره په دی وروستیو کی د پاکستان په پوځ پورې تړلو رسنیو راپورټ ورکړ ، چی د روسانو یو پوځي هیت د روسی پوځ د ستردرستیز مرستیال د ډګر جنرال سیرګې اسراکوف یوریویچ په مشری د شمالی وزیرستان د میرامشاه او د جنوبی وزیرستان د واڼه د سیمو څخه لیدنه وکړه.
د کټارو لګول پيل شول، پاکستان څه غواړي او افغان حکومت څه کوي؟
وروسته له هغې چې پاکستان رسماً د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزن سيم د غځولو او د اوسپنيزو کټارو د لګولو چارې پيل کړې؛ مشرانو جرګې پر افغان حکومت غږ وکړ چې د پاکستان له لوري د ډيورنډ پر کرښه د اغزن سيم د لګولو په تړاو دې په کابل کې د پاکستان سفير احضار کړي او په دې تړاو دې خپل دريځ روښانه کړي. دغې جرګې په خپله وړمه ورځ غونډه کې وويل چې د پاکستان دغه اقدام د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف دی او افغان حکومت بايد په دې برخه کې خپل دريځ روښانه کړي. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د پاکستان دغې
وزيران په خپل ځای پاتې شول
د پردې تر شاه د ملت په کور کې څه تېريږي؟ وروسته له هغې چې په کابل کې د سردارمحمد داوود خان پر روغتون خونړی بريد وشو او د هلمند ولايت سنګين ولسوالۍ د سقوط خبرونه ورکړل شول، ولسي جرګې د امنيتي سکتور د وزيرانو او د ملي امنيت د عمومي رييس د استیضاح غوښتنه وکړه. د امنيتي سکتور دوه وزيران او د ملي امنيت عمومي رييس د تيرې يکشنبې ورځ د ولسي جرګې غړو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل چې د جرګې د غړو قناعت يې حاصل نه کړلی شو بلاخره تيره دوشنبې ورځ د ولسي جرګې غړو د کورنيو چارو او دفاع وزيران او د م
د کټارو تر شا اسلام اباد څه غواړي؟
د کټارو تر شا اسلام اباد څه غواړي؟ د سیند ایالت سیمون سیمه کې د لال شاباز قلندر پر زیارت برید ته چې پکې ۸۰ تنه ووژل او د ۱۰۰ تنو په شاوخوا کې ټپيان شول، اسلام اباد په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سیپټمبر د ۱۱ مې پېښې رنګ ورکړي او له دې پېښې کټ مټ د سیپټمبر د پېښې پشان د سیمې او نړیوالو د تېریستلو په موخه د افغانستان په لور د خپلو تیریو او پوځي سوقیاتو لپاره د یوې پلمې پتوګه کار اخلي! که څه هم د ډیورنډکرښې پر دواړو غاړو پر افغان خاوره او ولسونو د پاکستان تیري، د ترهګرو په نوم او پلمه او
که افغان دولت له اداري فساد سره جدي مبارزه ونه کړي، نو د ناتوانه او عقیم دولت په توګه به پاتې شي
د افغانانو له لیده هم د افغانستان قضایه قوه د افغانستان د ملکي خدمتونو تر ټولو فاسده برخه ده! عدلي او قضايي ارګانونه د افغانستان د ملکي خدمتونو تر ټولو په فساد ککړې ادارې دي چې باید پام ورته وشي! د روڼتیا د نړيوال بنسټ هم د وروستي رپوټ له مخې، چې په دولتي ارګانونو کې د فساد پر بنسټ جوړ شوی، افغانستان د ۱۷۶ هېوادونو په ډله کې ۱۶۷ ځای خپل کړی دی. افغان دولت له یوې مودې د فساد د مخنیوي په هکله یو لږ هڅې پیل کړي چې له دندې د قاضیانو ګوښه کول، د هغوی ادلون بدلون او د ښکاره
خاين ملګري؛ په امنيتي ليکو کې نفوذي کسانولې نه نيول کيږي؟
امنيتي چارواکي د امنيتي ځواکونو په ليکو کې له فساد او کمزورۍ انکار نه کوي، خو له پوره چمتووالي هم خبردارى ورکوي او وايي، د کابل پر سردار محمد داود خان روغتون او د کندهار پر مېلمستون د بريدونو د څېړنو په اړه پرمختګونه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په کندز کې دوه پوليسو خپل نهه ملګري وژلي و، چې د اوه تنو جسدونه یې سوزولي و. د کندز ولایت مقام ويلي چې، دوه پولیسو له طالبانو سره لاس یو کړی او خپل اوه ملګريیې پرې سوځولي او دوه یې پرې په ډزو وژلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو
استرالیا د منځني ختیځ کډوالو ته تیر کال ۱۲۰۰۰ ویزې ورکړي
د استرالیا لمړې وزیر مالکم ټرنبل وایي د منځني ختیځ د کډوالو په اړه د استرالیا د مخکني حکومت ژمنه یې عملي کړي او د سوریي او عراق کډوالو ته یې د ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې لږترلږه ۱۲۰۰۰ ویزې ورکړي. ښاغلي ټرنبل د چهارشنبې په شپه په یوې خبري ناسته کې وویل، " موږ دغه کډوالو ته په خلاصو لاسونو او متقابل احترام ښه راغلاست وایو، ځکه موږ په خپل کلتور، بنسټونو او قوانینو ډاډه یو او په بدل کې یې دغه نوې استرالیایان زمونږ هیواد او خلکو ته د وفادارۍ ژمنه کوي." د کډوالو د انتقال دغه ژمنه د استر
تاریخ کمینه
حاکمیت حامد کرزی در تداوم نگارش تاریخ افغانستان در آینده، در تنوع، چند جلدی خواهد شد که دربرگیری تفصیلی آن، منوط به ماجرا های قسم معمول سیاسی، اجتماعی، فرهنگی و اقتصادی نمی ماند. در این تاریخ، شگفتی هایی درج خواهند شد که همانند خطوط این قلم، تبیین کنند آن چه برای برپایی نظام می سازند در زمانی به افول می رود که اجزای استحکام آن، اشتباه محض برای به کار گیری مصالح ا
د مسکو غونډې ته چمتووالی؛ پاکستان بيا طالبان وپړسول
ټاکل شوې د راتلونکي اپریل په څوارلسمه نیټه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د دولسو هېوادونو تر منځ د افغان سولې په اړه درېیمه ناسته وشي. په دغه غونډه کې د روسيې سيال هيواد امریکا ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې خو امريکا د نامعلومو دلايلو له امله په دغه غونډه کې له ګډونه انکار کړی دی. که څه هم د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ویلي، د مسکو راتلونکې ناسته د دولتونو تر منځ ده او طالبانو ته په کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې؛ خو پاکستان د مسکو غونډې لپاره له طالبانو سره په اسلام اباد کې ځانګړې ناس
د استرالیا او متحده ایالاتو ترمنځ د کډوالو د تبادلې تړون پیل شو
تیره سه شنبه د متحده ایالاتو د مهاجرت چارواکو د استرالیا څخه امریکا ته د کډوالو د انتقال لپاره د نایرو توقیف خونې له کډوالو د ګوتو اخیستلو پروسه پیل کړه. د مهاجرت چارواکي وایي د استرالیا په دوهمه توقیف خونه مانوس کې به هم له کډوالو د ګوتو اخیستلو پروسه د اپریل میاشتې په لمړیو کې پیل کړي. تیر کال د متحده ایالاتو د اوباما تر مشرۍ لاندې ادارې د استرالیا سره تړون کړی وه چی یو زیات شمیر هغه افغان، ایراني او د نورو هیوادونو پناه غوښتونکي به امریکا ته انتقال کړي چی د اسټرالیا د مانو
د مالیزیا پرانستې پولې
راپورونه څرګندوي چې په مالیزیا کې اوسمهال په زرګونو ناقانونه بهرنیان ژوند کوي، چې د کڼ شمیر په اړه یې حکومت هیڅ ډول معلومات نه لري. راپورونه دا هم وایي چې ډیری بهرنیان په مالیزیا کې د خپلو ویزو تر ټاکلو وختونو زیات پاتې کیږي، پرته له دې ویرې چې د پولیسو لخوا به ونیول شي. ډیری مالیزیایان د حکومت په کورنیو او مهاجرت وزارتونو د فساد، بډی اخیستنې او ناسم مدیریت تورونه لګوي او وایي چې دغه وزارتونه د جعلي پاسپورټونو او د ناقانونه مهاجرت په مخنیوي کې پاتې راغلي. د مالیزیا سی
د غني ستر غني اقدام؛ امنيتي ځواکونه به نور پاکستاني محصولات نه خوري
د افغان امنيتي ځواکونو د خوراک له مينو پاکستان محصولات ليرې شول. د افغانستان ملي دفاع وزارت د افغان امنيتي ځواکونو د خوراک له مينو پاکستاني محصولات حذف کړي او پر ځای يې وطني توليداتو څخه استفاده کوي. په وروستيو کې د ولسمشر غني د فرمان پر اساس پر افغان امنيتي ځواکونو پاکستاني محصولات لکه وريجې، غوښه، مالټې او کيلې بندې شوي او پر ځای يې له کورنيو توليداتو استفاده کيږي. ولسمشر غني ويلي له کورنيو توليداتو د استفادې بهير به سربيره پر دفاع وزارت، ټولو وزارتونو ته تر هغې وغځوي چې د خپلو محصولاتو لپا
بی عدالتی ، لوټماري او اوسني واکمنان
که چیری د افغانستان خلک د موجوده ظلم ، استبداد ، لوټماری ، اداری فساد او د بی عدالتی ډک فاسد نظام په وړاندی غږ پورته نکړی نه یوازی به اولس د تباهی کندې ته ولویږي بلکی د هیواد موجودیت به هم د ګواښ سره مخامخ کیږي. په افغانسستان کی کیفی بدلون ته اړتیا ده یعنی دا چی د ظلم ، بی عدالتی او په اداری فساد ولاړ نظام رانسکور او په ځای یی په عدالت ، قانونیت، مصوونیت او په رښتینی دموکراسی ولاړ نظام رامنځته شي. دا یوه تاریخی اړتیا او د افغانستان د خلکو کلکه غوښتنه ده چی د اوسنی حاکم نظام په شته والی
د پنجابي پاکستاني منافقینو چلندونه د پښتنو او افغانانو پر ضد
څوورځې مخکې مو میډیا او رسنیو کې ،په ډیر کش او فش واوریدل او ولوستل چې" دپاکستان لومړي وزیر م.نواز شریف عاجل!امر کړی دی چې د طورخم او بولدک دروازې پرانستلې شي!" او بیا د دروازو موءظفینو عاجل نه خو ۱-۲ورځې بعد دا امر پر ځای کړ؛ او د افغانستان چارواکو هم خوښي څرګنده کړله! اوس د دې منافقو پوکستیاني ! د استخباراتي باجه غږوونکو ډول ډول لوبې ګورو،د خپلو ترهګرو ډلو په لاس د بیوزلو ملکي افغانانو ،پښتنو،بلوچانو، سندهیانو او حتا خپلو پنجابیا
نیرنگ نو نباشد؟
عکس العمل تیم عبدالله در برابر موضع جدید عطا محمد نور، والی بلخ، ظاهر بسیار آرام داشت. سخنگوی عبدالله، موفقیت عطا را می خواهد و برخلاف آن چه از سنت ستیز اینان برای تقابل می دانستیم، رفتار والی بلخ، شبیه حرکات مدنی- اخلاقی ای می شود که مجریان فاسد جمعیت و شورای نظار، در بازیگری های فلمی آن، ثابت کرده اند خیلی راحت تکنوکراتان با تربیه و بی جرات را فریب می دهند. چن
د تایلنډ حکومت غواړي عیسوي مذهبه پاکستاني کډوال توقیف خونو ته ولیږدوي
د تایلنډ حکومت پلان لري په پلازمینه بینکاک کې د میشتو ټولو نارینه پناه غوښتونکو چې کڼ شمیر یې عیسویان دي، د اوسیدو ضمانت لغوه او هغوی توقیف خونو ته ولیږدوي. نړیوالو څارونکو ادارو راپور ورکړې په دغه کسانو کې تقریبآ (۱۱۵۰۰) له پاکستان څخه تښتیدلي عیسوي مذهبه پناه غوښتونکي دي. د تایلنډ حکومت وایي په دغه اقدام کې يې ماشومان، ښځې او هغه کسان چې له جدي ناروغیو سره مخ دي شامل کړي نه دي. که څه هم دغه ټول کسان د ملګرو ملتونو د کډوالو کمشنرۍ سره راجستر شوي دي خو د کډوالو په وینا
په اندونیزیا کې د کډوالو یو لوی قاچاق کوونکې په شپږ کاله بند محکوم شو
په اندونیزیا کې یوی محکمې د تیرې سه شنبې په ورځ د دغه هیواد د ناقانونه کډوالو یو لوی قاچاق کوونکې په شپږ کاله زندان او ۴۸ زره ډالرو نغدي جریمې محکوم کړو. ابرهم لوناپسي چې د کپتان برام په نوم هم مشهور دی استرالیا او نیوزیلنډ هیوادونو ته د لږترلږه ۱۵۰۰ غیرقانوني کډوالو په قاچاق کولو تورن وو. نوموړی د ۲۰۱۶م کال په پیل کې له اندونیزیا څخه لمړی تایلنډ او بیا کینیا ته وتښتید، خو کله چې د تیر کال د سپتمبر په میاشت کې د خپل کار لپاره بیرته جاکارتا ته راستون شو نو سمدلاسه د پولیسو لخوا
د افغانستان پوتین
د افغانستان پوتین لږ مهال وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني ویلي وو، که څوک غواړي سیاست زده کړي، لیري سفرونو او نورو ځایونو ته يي اړتیا نشته، بلکې له لغمان څخه يي زده کولای شي. ریښتیا هم لغمان ولایت د سیاستپوهانو، تاریخپوهانو، لیکوالو او شاعرانو ټاټوبی او د پوهنې په بېلا بېلو څانګو کې هېواد ته د ښوونکو، استادانو، قاضیانو، اداري کادرونو او مخورو سپينږیرو او مشرانو لویه او بډایه زیرمه ده. که ډېر وړاندې لاړ نه شو، د هېواد د ملي امنیت سلاکار ښاغلی حنیف اتمر له لغمان ولایت څخه د اوسني پیر پ
د تورخم او سپين بولډک د لارو بندېدل او پر افغانستان او پاکستان يې اقتصادي اغیزې
له تیرې شاوخوا يوې میاشتې راهیسې پاکستان د عام وګړو او افغان سوداګرو پر مخ د طورخم او سپین بولډک دروازې تړلې وې اود کرښې دواړو خواوو پراته افغانانو ته اجازه نه وه چې د دې دروازو له لارې تګ را تګ او سوداګریزې راکړې ورکړې وکړي. دا لومړئ ځل نده چې پاکستان د طورخم او سپین بولډک په لارو کې د افغانانو د تګ راتګ پر وړاندې خنډ ګرځي، بلکه له دې مخکې هم پاکستان څو ځله دا عمل تکرار کړئ او افغانانو ته يې د ډېرو ستونزې ترڅنګ په ميلیونونو افغانیو زیان هم اړولئ. افغانستان د پاکستان سره لرغونې اقتصادي او سود
شوونیست فارس، از این نوع
در حدود یک سال در تلویزیون محلی «نورین» در آغازی که بر اثر شوق یک هموطن پنجشیری از سطح «گست هاوس» می گذرد و در بازا آزاد «رسانه» می شود، کار کرده ام. این تلویزیون، هرچند سرآغاز بد نداشت، اما درگیر مردمان بازاری و ضعف مدیریتی می شود که صاحبان آن در ماجرا های سیاسی افغانستان از مکتب و پوهنتون، محروم &
پوتين رامخکې شو؛ څوک شته چې لاسنيوی يې وکړي؟
په داسې حال کې چې روسيې په ځلونو د افغانستان حکومت له مخالفانو (وسله والو طالبانو) سره په خپلو اړيکو لرلو اعتراف کړی دی او افغان حکومت پرې نيوکې کړي؛ دا ځل روسيه وايې له افغان حکومت سره مرستې ته چمتو ده. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايې، هيواد يې په افغانستان کې د سولې بهير ټينګېدو سربېره، د افغان پوليسو هر اړخيز ملاتړ او روزنې ته چمتو دی. نوموړي ويلي روسيه به د افغان پوليسو د روزنې په برخه کې تمرکز زيات کړي او له ټولو هغو پروسو ملاتړ کوي چې له مخې يې په افغانستان کې راځي. بل
آيا پاکستان مسلمان شو؟
د لندن له غونډې وروسته به پاکستان خپل هويت بدل کړي؟ وروسته له هغې چې د کابل ـ اسلام آباد اړيکې ترينګلې او د افغانستان لخوا د پاکستان هرې غوښتنې ته منفي ځواب ورکول شو؛ پاکستان د اړيکو د رغولو په هڅه کې شو. په همدې موخه وړمه ورځ په لندن کې د بریتانیا د ملي امنیت د سلاکار سر مارک لېل ګرانټ په نوښت د کابل، اسلام او لندن تر منځ درې اړخيزه غونډه ترسره شوه. له غونډې وروسته د افغانستان د ولسمشر خاص استازی او په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمرزاخېلوال وايي، په لندن کې د بریتانیا په بل
د کابل ـ لندن او اسلام آباد غونډه
د پاکستان پلار مو له پاکستان سره پخلا کوي ! وروسته له هغي چې د پاکستان لاهور او سیهون کې ځانمرګي او بمي بریدونه وشول؛ دغه هيواد له افغانستان سره د تګ راتګ ټولې لارې وتړلې او ورسره د دواړو هيوادونو په اړيکو کې هم پراخه ترينګلتيا رامنځته شوه؛ اوس په تازه کې د بریتانیا حکومت د افغانستان او پاکستان چارواکي د دوو هیوادونو ترمنځ د روان کړکېچ او دوه اړخیزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره د لوړې کچې یوې غونډې ته بللي دي. د افغانستان له لوري د ملي امنيت د شورا سلاکار محمد حنيف اتمر، د پاکستان
افغانستان را نجات دهید!
من در سرزمین بدنیا آمده ام که همیش در آن آتش جنگ روشن است و مردمش برای خواست دیگران قربانی میدهند.من با خانواده ام مانند افغانهای دیگر به یک بهانه یی زنده گی آرام را ترجیح داده ایم و به هزار دروغ ؛ چل وفریب خود را تا امریکا رسانیده و در آرامش به سر میبریم.من توانستم ازکارکرد که با امریکایی ها انجام داده بودم آن را بهانه نموده کشورم؛مادرم؛برادرانم؛خواهرانم ؛اقاربم؛دوستانم؛هموطنانم را رها نمایم تا باشد در آسایش زنده گی نمایم.حال من این حق را ندارم تا در مورد افغانستان چیزی بنویسم زیرا من گفته ا
تحرک صلح افغانی باید هر چه زود تر عرض اندام نماید!
اینکه امریکا، روسیه، چین، هندوستان، پاکستان، ایران، عربستان سعودی و بقیه کشور های ذیدخل در قضیه ای افغانستان چه می خواهند، شاید خود آنها بهتر بفهمند، مگر سوال اصلی در اینجا اینست که ما افغانها چه می خواهیم؟ اینکه هر مملکت دنیا علایق خود را و منافع ملی خود را تعقیب می کند، همه می دانند و ضرورت به تکرار مکررات نیست، مگر سوال ما این است که ما افغانها چه را، علایق کی را، علایق کی ها را تعقیب می کنیم؟ بدون شک که پاسخ به همچو یک سوالی جامعی را نمیوان به ساده گی در لابلای سطوری چندی