تيره ورځ د جنوبي فیلیپین د باسیلان ټاپو شپږ تنه مسافرین هغه وخت ونیول شول چې غوښتل یې د سمندر له لارې سباح ته داخل شي.

د بحري پولیسو کمیشنر «محمد یزیب» رسنیو ته ویلي دي چې شاوخوا د غرمۍ په ۱.۳۰ دقیقو بحري ځواکونود پاماګوان اوبو کې یوې کښتۍ ته د دریدلو امر وکړ خو کښتۍ په قوي سرعت سره ځان د ساحل غاړې ته ورساوه او په کې سپرو مسافرین سره د کښتۍ چلوونکي د ځنګله په لور وتښتیدل چې وروسته بیا د پولیسو لخوا ونیول شول.

یاد مسافرین چې عمرونه یې د ۱۶ او ۵۳ کلونو تر منځ ښودل شوي دي په خپلو خبرو کې پر دې اعتراف کړی چې غوښتل یې سباح ته په ناقانونه ډول داخل شي او له ځان سره یې د پیژندنې هیڅ ډول اسناد هم نه درلودل.