د چارواکو په وینا په مانوس ټاپو کې د بندي پناه غوښتونکو کډوالو لومړې ډله د آسټرالیا او متحده آیالتونو تر منځ د متقابل تړون له مخې د متحده آیالتونو په لور وخوځیده. د یادو ۲۴ پناه غوښتونکو ډله د مانوس توقیف ځای نه مالینا ته استول شوې ده چې تر هغې وروسته به متحده ایالتونو ته منتقل کړای شي.

د پاپونیوګیني په میزربې بندر کې د متحده ایالتونو د سفارت یو غړي «بیورلي تیکر» د فرانسي خبري آژانس ته ویلي دي چې د پناه غوښتونکو دغه ډله د کلکې ارزونې او شرایطو د پوره کولو وروسته په متحده ایالتونو کې د میشت کیدلو وړ شمیرل شوې ده.

همداراز اغلې «تیکر» زیاته کړه چې په نژدې راتلونکي کې به ۳۰ نور پناه غوښتونکي کډوال د نارو توقیف ځای نه متحده آیالتونو ته واستول شي.

د آسټرالیا د کډوالۍ د سختې پالیسۍ له مخې هغه پناه غوښتونکي چې په غیر قانوني ډول د سمندر له لارې آسترالیا ته داخیلیږي هیڅکله به په استرالیا کې ځای پر ځای نشي بلکې د څیړنې لپاره به توقیف ځاینونو ته واستول شي.