د تیرې چهارشنبې په ورځ د آسټرالیا د کارګرانو سیاسي ګوند دهغه موافقت نامې د لاسلیک کیدلو نه خپله خوښي څرګنده کړه چې له مخې به یې د «مانوس» او «نورو» ټاپوګانو کې ټول هغه مستحق پناه غوښتونکي چې شاوخوا څلور کلونو راهیسې بندي دي په متحده آیالاتو کې میشت کړای شي.

د کارګرانو ګوند د متحده آیالتونو د دغې موافقت نامې او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د هڅو او کوښونو نه خپل ټینک ملاتړ او خوښي څرګنده کړه او هغه پناه غوښتنونکو ته یې د ښه ژوند هیله وکړه چې په نژدې راتلونکي کې به په متحده آیالتونو کې میشت او خپل ژوند ته دوام ورکړي.

همداراز یاد ګوند د قاچاقبرانو په وړاندې پر خپلې پالیسۍ ټینګار وکړ او د آسترالیا د کډوالۍ وزیر «پیټر ډټن» نه یې غوښتنه وکړه تر څو نورو هيوادونو سره هم د پناه غوښتونکو د میشت کیدلو په متوافقت نامو کار وکړي.

دغه ګوند د سرحدونو په قوي ساتنه ، سمندري پروسس، سیمه ایزه بیا میشتیدنه او په سلامتۍ سره د کښتۍ بیرته ګرځیدلو باندی باور لري؛ ځکه چې دا به سمندر کې د کډوالو د ژوند ژغورلو سبب وګرځي.