د اريوب اريوب لخوا خپرې شوې لیکنې


غزل : مينه منګل

لکه  شپه غم د  جانان رانه چاپيرو د خوږې مينې ارمان  رانه چاپير و هرې خواته چې زه تلم په زړه مې اور ودغمونوتورزندان رانه چاپير ود بيلتون بلاه دې ياره يیوړم يوړمدرنځونو يو جهان رانه چاپير وو مينه لاړه خو دردونه ېې ناسورشولهم يې درد هم يې درمان رانه چاپير وچې د مينې سمندر کې شومه ډوبهستا دمړو سترګو طوفان رانه چاپير و  

01.12.2009 اريوب

د مبارکۍ پيغام : محمد امين بسمل

د مبارکۍ پيغام : دسترافغان په نوم اوټغرمينو هيوادوالـــــــــــــو! تاسوته  دبايرن مېشتوافغانانودکولتوري  ټولنې غړي  په ډېره مينه زموږدګران افغانستان دکرکټ  ملي لوبډلې داتلوليواوپه پرله پسې بري

01.12.2009 اريوب

زېرى:سيد جيلاني جلان

  زېرى په ايينو د نرګس ستا د انځور رنګ را دروميخود به د وخت د ښايستونو تر منځ جنګ را دروميبلا دې واخلم زېرى واخله د فطرت ښاپيرۍ ستا د سندرو په ځونډي بوى د لونګ را دروميزاهد دې وپيي تسبې د حورو شنو خالونهمونږ ته دا بس دي چې په لوړ غږ دجام كړنګ را دروميهر مازديګر زما د زړه د وينو تږى جاناند خپل قلنګ په غوښ

01.12.2009 اريوب

پلمه : انديښمن ځاځى

غزل توره تغمه د تور اوربل زما په زړه يې  راکړه يوه خولګۍ مې ترينه غوښتې وه خو نه يې راکړه له حيا تکه سره ،خولې ،خولې شوه سره غرمه شوه لا ښايسته شوه ښايستوکې تلوسه يې راکړه زه د جانان په عادت ښه پوهيږم ښه پوهيږم پلمه به هم راکوي ځکه چې وعده يې راکړه

25.11.2009 اريوب

خدای دې راپېښ کړه : سيد جيلاني جلان

خدای دې راپېښ کړه تاپسې نظر ګرځوم تا پسې زړه ګرځومستا په ځوانۍ پسې هروخت دوه تنه غله ګرځومراټولومه د جانان د راتلو نښه ترې نهد فا ل نيلی د هرسړي پر اووم پله ګرځوم.بې کاره نه يمه دا هم لوی مصروفيت ګڼمهستا په وړو وړو خبرو پسې خوله ګر ځومهسې للو شم د سحر د بانګ نه لږ څه وړاندېد سحر لمونځ ګرانه! هميش په لمر خاته ګرځوممينه به زر په تا ناتوان جلان تاوان کړي اشناخدای دې راپ

24.11.2009 اريوب

د لقمان حکيم (رح) له ويناوؤ څخه:

رالېږونکی: حميدالله صديقي، د ګل غونډۍ له ليسې څخهد لقمان حکيم (رح) له ويناوؤ څخه۱- کوم کار چې د الله (ج) د رضا لپاره کوې له انسانانو ويره مه کوه.۲- ډېر آوره او لږ غږېږه.۳- الله او مرګ هيڅکله له ياده مه باسئ خپله ښېګڼه او د بل بدې هېره کړئ.۴- په خيټه وږې په حکمت ماړه اوسئ.۵- په لمانځه کې د زړه، په محل د ژبې، په غصه کې د لاس، په دسترخوان کې د ګيډې ساتنه کوئ.۶- که دژبې له زيانه ځان ژغورل غواړی نو چپ او غلي اوسئ.۷- رښتيا خبره مه پټوئ او در

22.11.2009 اريوب

د شيدو جام : سيد جيلاني جلان

د شيدو جامد ګلو بدرګه چې ګام په ګام ورسره ځيپه مست او سندريز تګ مې ګلفام ورسره ځيد مخ له ايينو نه يې ګېډۍ جلوې زنګېږي؟که پيڅه کې د سپينو شيدو جام ورسره ځيدا دوې کوترې دي د نامعلوم جادوګر لوڼهد سرو پاپيو تلو کې روغ بام ورسره ځيدستا د کلی خوا ته چې هر څوک درځي جانانه!زمونږ له خولونه خامخا سلام ورسره ځياشنا چې د نازونو جامې واغوندي جلانه! دنګ غرونه د ښايست په احترام ورس

22.11.2009 اريوب

دويښو ځوانانو ادبي ټو لنې ويب لاګ پر ليکه شو.

دويښو ځوانانو ادبي ټو لنې ويب لاګ پر ليکه سو.ويښ ځوانان ادبې ټو لنه په دې ويا ړ کو ې چې ځان د خپلو لر او بر پښتنو ورڼو دخدمت لپاره مخ کې کوي.دافغان مها جرو ويښ ځوانان ادبي ټولنه چې لو مړي ځل په کوټه کې دافغاني مها جرو د سرانانو په کيمپ کې په فعاليت پيل وکړ.چې وروسته د بعضو پښتنو وروڼو په غوښتنه د مهاجرو کلمه ځينې پري سوه او اوس دويښو ځواناو په نا مه شهرت لری.ويښ ځوانان ادبي ټولنه چې دتا ندو قلمې ځوانانو څخه جوړه ده غوښتل چې ميا شتنې مجله ولري.خو د جيب افلاس ا

18.11.2009 اريوب

حکايت:حميدالله د ګل غونډۍ له ليسې څخه

رالېږونکی حميدالله د ګل غونډۍ له ليسې څخهحکايتيو ځوان دنياوي خوندونو ته شاه کړه او چېرته لرې يواې د الله په فکر او ذکر کې مشغول شو د وخت په تېرېدو سره دغه ځوان وږی شو. راپورته شو اسمان ته يې وکتل او بيا يې شاوخوا ته وکتل. ګوري چې د ويالې په اوب کې يوه مڼه را روانه ده. ځوان دغه مڼه راواخيسته او ويې خوړه لږ ساعت وروسته فکر ورته پيدا شو چې دا مڼه خو به هم د چا ملکيت وي. و بګنېدو ويې ويل چې دا خو ما د خاوند د اجازې پرته وخوړه. طاقت يې و نه شو او د ويالې پر غاړه روان شو. يو ب

17.11.2009 اريوب

لشې ،لشې نظر : انديښمن ځاځى

  غزل شپو يم وژلى د سحر لوري ته کډه وړمه داميدو د ښکلي لمر په لوري کډه وړمه نور مې له زغم نه د بيلتون سختې شيبې وتلي ځم يا د دار يا د دلبر  په لوري کډه وړمه ژوند مې سندره شي سندره بې نغمو سندره د مطرب ترنګ ته د ساغر لور ته کډه وړمه

17.11.2009 اريوب

بې کچې ټکور :سيدجيلاني جلان

بې كچې ټكور د ايينو په دښتو اور ورېږي اور ورېږيلا پرې هغه مړ شوى نه وي چې بيا نور ورېږيد لمر سپينوكو وړانګو ټولې كړئ لمنې ترېنه هسې نه تورې شي په دې كوڅو كې تور ورېږيملګرو لويې حوصلې كړئ د غرور كلى دىدلته د هر يوه لفظ لفظ ځنې زور ورېږيلږ پكې ونغاړه كرم چې نور مې نه ځورويستا د نظر تندر خو زما د زړه په كور ورېږيخدايه! دا كوم ښكلي ګلونه د خندا شيندلي ؟نن مې دردونو باندې بې كچې ټكور

17.11.2009 اريوب

د زلزلې ډولونه او منځته راتګ يې: سيد مسلم پاچا

بسم الله الرحمن الرحيم د زلزلې ډولونه او  منځته راتګ يې   ليکنه سيد مسلم پاچا ١- زلزله څه شى ده؟ د ځمکې د کرې لړزيدنې ته زلزله وايې . دغه لړزيدنه څو ثانې دوام لري خو په لږه شيبه کې هر څه په بل مخ اړوي . چې د شلمي پيړۍ په اوږدو کې د زلزلو په نتيجه کې څه نا څه يو مليون انسانان ضايع شوي دي. او ورسره

16.11.2009 اريوب

انديښمن ځاځى

 غزل په خداى راباندې ګران شـــــــــــوى د ځـــــــــــان په څير يو څوک

16.11.2009 اريوب

د مينې او رنګينيو شاعر: نورمحمدلاهو

ليکوال: نورمحمدلاهود مينې او رنګينيو شاعرنن سبا زموږ د شعر ګڼ مينه وال په شعر کې د انتزاعي تصويرونو له اورېدو نه ستړي شوي دي خلک زيات هغه تصويرونه خوښوي چې خيال پکې ډېر روښانه انځور شوی وي. يو وخت پيچلي شعرونه موډ و. چا به چې د معما يا چيستان په شان شعر وايه نو هغه به ډېر قوي شاعر ګڼل کېدو. خو نن سبا نه يوازې پيچلي شعرونه څوک نه خوښوي بلکې ځينو غير مستقيمو انځورونو اورېدو ته هم زړه نه ښه کوي که څه هم دغه شان شعرونه چې ډېر ساده وي او په عين ساده ګۍ کې رنګينن وي ويل يې ګ

16.11.2009 اريوب

بابولالې : سيد جيلاني جلان

بابولالې رب چې خورې كړې په فطرت د ښايستونو څڼېمونږه به هم لولو هميش په نظرونو څڼېسپرلى په شونډو له مستۍ نه بابولالې واييپاسته نسيم ته اوړي را اوړي د ګلونو څڼېزاهده ته پوه شه او خداى پوه شه چې خوند نكوي؟دا چې كږې وږې پرتې دي په خالونو څڼېپكې تصوير مې د ښكلوكې جانان لولپه شود خيال هيندارو كې مي شنې شوې د اورونو څڼېلمر د شغلو په ګوتو بيا د كنډو زړه تخنويپر زړو مو و غزيدې بيا د اميدو

15.11.2009 اريوب

د ښځې د طلاق «بيلتون» هر اړخيزه پېژندنه :مفتي ميراث مولوي عبدالقادر «قانع»

لیکنه: مفتي میراث مولوي عبدالقادر «قانع»د ښځې د طلاق «بيلتون» هر اړخيزه پېژندنهلکه څرنګه چې اسلام له مېړه نه غواړي چې د خپلې ښځې په نسبت نيکو کار وي، او له ښځې غواړي چې تل له مېړه سره ښه وکاندي. او د لوی خدای د هغې توصيې په تائيد او تاکيد چې د مېړه او ښځې تر منځ په ښه او ليدو اثر کوي. ډېر نبوي (ص) ارشادات او لارښونې هم راغلي دي له دغې جملې څخه يو هم هغه توصيه ده چې نبي کریم (ص) د مسلمانانو په منځ کې چې خدای ته د ورتګ په درشل ولاړ وؤ خپله مبا

14.11.2009 اريوب

د سميرا کوچۍ تازه غزل

غزل د هغو زړونو چې د اوښکو يې پروا ونه کړه شکر دى خدايه چې زخمونو يې ملتيا ونه کړه تل يي په اوښکو بله ساتو مګر بيا هم کله زموږ دې خواري ډېوه ګۍ چيرته ړنا ونه کړه ما چې پلو کې ورته عجز کړې نامرادي هيلي لاړى په شا شو هغه هيڅ خبره بيا ونه کړه غ

14.11.2009 اريوب

په اخلاقي فلسفه کې دښکلا پېژندنې نظريه

ليکوال : شهيدمرتضى مطهريژباړن : مجيب الرحمن اميريمخکې له دې،چې پر موضوع بحث وکړو ؛يوۀ ټکي ته مو بايد پام وي؛هغه دا، چې ممکن ځينې خلک پر دې نظريه دپوهېدلو فکر وکړي،چې ايا اخلاق له مينې او عاطفې څخه عبارت دي ؟ له علم او پوهې څخه عبارت دي ؟ له ارادې څخه عبارت دي ؟ له وجدان څخه عبارت دي ؟ له ښکلا څخه عبارت دي ؟ دټولنې دروزنې په برخه کې څۀ گټه لري؟داچې که موږ ووايو او که ونه وايو،چې اخلاق له څۀ شي څخه عبارت دي؛خلک عملاً دناوړو اخلاقو پنځ

12.11.2009 اريوب

لپې له سخا ډكې : سيد جيلاني جلان

لپې له سخا ډكې د ښتې دغاټولو يې روانې دمخ رنګ پسېغرونه په ګونډو ګونډو ښويېري په يو دنګ پسې دې ته تعجب سترګې مې شوې لپې له سخا ډكېاوښكې وروړي در ګرده كور ته په ملنګ پسې سرمو په تلي وي مونږ د ځان قتل غوښتونكي يو تل ګرځوو زړونه د قاتلو سترګو جنګ پسې څه ماشوم عادت لرې له ځانه څه خبره شه دا دې شيخ توبې تړي، دستا د بنګړو شرنګ پسېزر شه ساقي جانه! د مودو تندې اخيستي يو ترك زړ

09.11.2009 اريوب

پيغمبره ښکلا : انديښمن ځاځى

  غزل د درد په ګـــــوتو مــــــې پــــــه زړه کــــې پــــرهــــــــــــر وخنــــدوي چې مـــې جـــانــــان لــــه ډيــــــــــــــره کبـــــره نظــــر وخـــــــــندوي ايــــمان ميـــــن شـــــــوى زمــــــــــا پــــــــــــــــه پيغمــــــبره ښـکـــلا ځکـــه د ستــــرګــــو سيپـــارې پــــه پـــــر،

07.11.2009 اريوب

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more