لپې له سخا ډكې
د ښتې دغاټولو يې روانې دمخ رنګ پسې
غرونه په ګونډو ګونډو ښويېري په يو دنګ پسې
دې ته تعجب سترګې مې شوې لپې له سخا ډكې
اوښكې وروړي در ګرده كور ته په ملنګ پسې
سرمو په تلي وي مونږ د ځان قتل غوښتونكي يو
تل ګرځوو زړونه د قاتلو سترګو جنګ پسې
څه ماشوم عادت لرې له ځانه څه خبره شه
دا دې شيخ توبې تړي، دستا د بنګړو شرنګ پسې
زر شه ساقي جانه! د مودو تندې اخيستي يو
ترك زړونه موچوي خدايګو، نور د جام په كړنګ پسې
لږ تم شه جلانه يو غزل په حسن وليكه
اوس راځي ملكه د ښايست د رباب ترنګ پسې
سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى
07.11.2009
- اريوب
غزل
د درد په ګـــــوتو مــــــې پــــــه زړه کــــې پــــرهــــــــــــر وخنــــدوي
چې مـــې جـــانــــان لــــه ډيــــــــــــــره کبـــــره نظــــر وخـــــــــندوي
ايــــمان ميـــــن شـــــــوى زمــــــــــا پــــــــــــــــه پيغمــــــبره ښـکـــلا
ځکـــه د ستــــرګــــو سيپـــارې پــــه پـــــر،...
12.11.2009
- اريوب
ليکوال : شهيدمرتضى مطهريژباړن : مجيب الرحمن اميريمخکې له دې،چې پر موضوع بحث وکړو ؛يوۀ ټکي ته مو بايد پام وي؛هغه دا، چې ممکن ځينې خلک پر دې نظريه دپوهېدلو فکر وکړي،چې ايا اخلاق له مينې او عاطفې څخه عبارت دي ؟ له علم او پوهې څخه عبارت دي ؟ له ارادې څخه عبارت دي ؟ له وجدان څخه عبارت دي ؟ له ښکلا څخه عبارت دي ؟ دټولنې دروزنې په برخه کې څۀ گټه لري؟داچې که موږ ووايو او که ونه وايو،چې اخلاق له څۀ شي څخه عبارت دي؛خلک عملاً دناوړو اخلاقو پنځ...