بې كچې ټكور
د ايينو په دښتو اور ورېږي اور ورېږي
لا پرې هغه مړ شوى نه وي چې بيا نور ورېږي
د لمر سپينوكو وړانګو ټولې كړئ لمنې ترېنه
هسې نه تورې شي په دې كوڅو كې تور ورېږي
ملګرو لويې حوصلې كړئ د غرور كلى دى
دلته د هر يوه لفظ لفظ ځنې زور ورېږي
لږ پكې ونغاړه كرم چې نور مې نه ځوروي
ستا د نظر تندر خو زما د زړه په كور ورېږي
خدايه! دا كوم ښكلي ګلونه د خندا شيندلي ؟
نن مې دردونو باندې بې كچې ټكور ورېږي
ټوټې ټوټې شي د جلان په وير لړلې ټنډې
هلته خاموشه خاموشي ده دلته شور ورېږي
سيدجيلاني جلان
يادونه ! دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى.
16.11.2009
- اريوب
بسم الله الرحمن الرحيم
د زلزلې ډولونه او منځته راتګ يې
ليکنه سيد مسلم پاچا
١- زلزله څه شى ده؟
د ځمکې د کرې لړزيدنې ته زلزله وايې . دغه لړزيدنه څو ثانې دوام لري خو په لږه شيبه کې هر څه په بل مخ اړوي . چې د شلمي پيړۍ په اوږدو کې د زلزلو په نتيجه کې څه نا څه يو مليون انسانان ضايع شوي دي. او ورسره...
17.11.2009
- اريوب
غزل
شپو يم وژلى د سحر لوري ته کډه وړمه
داميدو د ښکلي لمر په لوري کډه وړمه
نور مې له زغم نه د بيلتون سختې شيبې وتلي
ځم يا د دار يا د دلبر په لوري کډه وړمه
ژوند مې سندره شي سندره بې نغمو سندره
د مطرب ترنګ ته د ساغر لور ته کډه وړمه...