د مشفق حريتمل لخوا خپرې شوې لیکنې


غزل///خوږمن جراح

ربه نــــــــــن چــــې پــــه دنـــيا اوســـېداى نـــشـــــمدامــــــــــــې جرم دى لــــه دين تـــېرېـــداى نـــشـــمزه دپاک قــــرآن خـــدمت پـــه ســــر اومــــــال کړمچې په سترګوکې دچا غــــــړيداى نـــــــشـــــــــــــمدسره اور کالـــي په تــــن دانګـــــــم ميــــــــدان تهچا ويل چــــــــې زه پــــــه او ر ګـــډېــــداى نـــشـــمما دســــر په داو کې داسې خـــوند مـــــونــــ

06.03.2012 مشفق حريتمل

غزل/// عبدالعلي (تسل)کويټه

مـــــــــټې مو لاستړى نه دي توره لاتېره ښکاري

06.03.2012 مشفق حريتمل

غزل///سيد جمال الدين فاطمي

دايې خدمت دى ګران وطن ته چې پردي راولي څوک پنجابي راولي څوک امريــکايي ر

06.03.2012 مشفق حريتمل

داسلام بنيادي عقايد///مفتي سيف الرحمن هاشمي

دعقيدي مانااومفهوم: عقيده له عقدڅخه اخيستل شوې.لفظي مانايې غوټه کول اودي

06.03.2012 مشفق حريتمل

دارواښادملاعبيدالله اخند لنډ ژوند ليک

الحاج ملا عبيدالله اخند دالحاج ملا يار محمد اخندصاحب زوى اودالحاج ملا فتح حمد اخندمرحوم چې په خپل وخت کې يو مشهور ديني عالم وه لمسى وو.الحاج ملاعبيدالله اخند په ١٣٨٨ هجري قمري کال دکندهار ولايت په ژيړي ولسوالى کې دنلغام په سيمه کښې دالکوزو په کلي کې دې نړېدونکې نړۍ ته سترګې وغړولې.ارواښاد تازه پ

06.03.2012 مشفق حريتمل

ترټولو لومړی /// بېلابېل مالومات

له ټولو نه لومړی دحضرت ابوبکر(صديق  رض)کورنۍ مسلمانه شوه.

06.03.2012 مشفق حريتمل

نيمګړى ارمان /// جانان خدرخېل

چـــې هـــر څــو ک زمـــا جانان شي بې وفا شي نيم نيمګړى مې ارمان شي بـــ

06.03.2012 مشفق حريتمل

غزل /// محمد نبي ((شريفي))

څومر ه چې شيطان راباندې بد لګي

06.03.2012 مشفق حريتمل

پټ پاتې نه يو/// نيکمل خاموش

وخت مو واخيست امتـــــــحان پټ پاتې نه يو

06.03.2012 مشفق حريتمل

غوره بيتونه ///بېلابېل شاعران

ستايم که دي ستايم که دي نه ستايمه ستايمه ستايم خودي ستايم خوچه څنګه به دي ستايمه (ارواښادخالص بابا) څومره خوږتړون خاونده موجودزمااوستاترميان دي محمد(ص)ستاهم جانان دي محمدزماهم جانان دي (درويش درانى) دپښتوفطرت مي دومره اسلامي دي  که اسلام نه واي نو هم به مسلمان وم (عبدالرحيم مسلم دوست)

06.03.2012 مشفق حريتمل

غزل ///اتل افغان شينواری کوهاټ

دابه بې وسه وه چې دې ته مخامخ ودرېدې لمره ! ته راغلې اوسايې ته مخامخ ودرېدې ستادمکارې قربانۍ نه خپله مور لوګی شه غشي دې پټ کړل او ليندې ته مخامخ ودرېدې چې دانسان دوينو څښلوتوان دې شولو تمام وروسته له هغې نه کعبې ته مخامخ ودرېدې په تورو خاورو دې پېرزو نه وو  يتيم بچيه! دخپل شهيدپلار جنازې ته مخامخ ودرېدې

06.03.2012 مشفق حريتمل

دوه،سره ورته، د كار سړي/// هجرت الله اختيار

ارواښاد علامه رشاد د پښتنو لومړنى قدرمن و، چې د استاد لال پاچا ازمون په مشرۍ ورته ننګرهاريو زلميو د لومړي ځل لپاره د وياړ پګړۍ ور په سر كړه او د پښتنو په اړه يې دا وينا د تل لپاره درواغ كړه، چې ګنې پښتانه خپل ژوندي نه پالي؛ بلكې په مړينه يې پالي يا دا چې پښتانه په ژونديو كې ښه او په مړو كې خرا

06.03.2012 مشفق حريتمل

غزل ///سعيد((رحيمي))

درقيب اودشيطان خوڅه فرق نشه

06.03.2012 مشفق حريتمل

زه او زه(ازادنظم)/// نعمت الله((صديقي)) کوهاټ

زه او زه چې سره کېنو ددنيا داشوم نېتونه لويه زمکه کړي راتنګه په مونږ دواړو ناهيلي شي، ناهيلي شي خومونږ بياهم دوجود له درېڅيو دواړه يو بل ته اګاه شو خاموشي وي سوي سوي زګيروي اورو نه پوهيږو کوم تړون کومې خپلوۍ مونږ سره پالو چې ددواړو وجودونو

06.03.2012 مشفق حريتمل

عدالت شته او کنه؟!/// ليکوال: پښتون خروټى

که څوک له ما څخه د يو مدافع وکيل په توګه پوښتنه وکړي، چې څنګه په محکمو کې عدالت شته او کنه؟ نو زما ځواب به ورته مثبت وي، ورته به ووايم، چې هو بالکل ددې ځاى په محکمو کې عدالت په پرېمانه پيمانه پيدا کېږي او شته؛ ځکه زه خو درواغ نشم ويلاى او نه سترګې پټولاى شم.

06.03.2012 مشفق حريتمل

په پښتو ژبه کې د (ي) ګانو په اړه /// ليكوال: هجرت الله اختيار

پښتو ژبه ټولې پينځه (ی) ګانې لري، چې په بېلابېلو اوازونو کې کارول کېږي، د (ى) ګانو د سمې كارونې لپاره اړين دي، چې دغه بېلابېل اوازونه زده كړو. لومړی: نرمه (ی): دا (ی) د ډېرو کليمو په پای کې راځي، خو د ښې زده کړې لپاره يې بايد د لاندې کليمو اوازونه زده شي، په دې مانا په هره کليمه کې چې د (ی) اواز لاندې کليمو غوندې وي، هلته نرمه (ی) کارول کېږي، لکه: سړی، منګی، غوايی، لرګی، زمر

06.03.2012 مشفق حريتمل

غزل ///محمد عليم ((بسمل))

په دې ارزې چې سړى درپسې مات شي چې په شرنګ لکه بنګړ‌ى درپسې مات شي خوږه ژونده څومره تريخ دې تېرېدل دي سړى کوږ شي اوژوندى درپسې مات شي کله سر کله تندى کله زړه حسنه!! بايدهره ورځ يو شى درپسې مات شي بې حضوره او بې کيفه سجدو تنګ کړم خدايه کاشکې مې تندى درپسې مات شي خرپ او ترپ نکوي شعر وايې له درده

06.03.2012 مشفق حريتمل

ارمان کلي ته وړي /// جاويد کامران///کوټه

ځوانان چې سپينې توري دميدان کلي ته وړي زيـــــانــــونه بــــه دسرټول دښــــمنان کلي ته وړي داکــــــور دمسلمان،نامسلــــمان پکې شرميږي لــــه ګــټي يـې توبه شوه اوس تاوان کلي ته وړي ژوندي کلـــــــــه پاتيږي بــــــي ګودره چې ګډيږي سرزوړندټيټي سترګې پــــــــه ارمان کلي ته وړي داستــادتورې شرنــــګ اوذوالفقار وارخطاکړي داروغ ر

06.03.2012 مشفق حريتمل

له کمره چيغي خيژي /// قاري هدايت الله هجران

بيا دپــــــــورې غـــــــره له ســــــره چيغې خيژي دهـــــــــــرنــــــاو لــــــــه هر کــــمره چيغې خيژي شپنه مړه شوه که شپونکې پـــــــه بم ورخوت درمــــــــــــــــــــودشپـــــــو له بــــره چيغې خيژي دهوسۍ سترګوکې ډنډ ډنډ اوښکې راغلې دغـــرڅــــه لــه مـــــاتــه ښـــــــکره چيغې خيژي ربه بياڅوک سرپرې کړې سيندکې راغـــــــې

06.03.2012 مشفق حريتمل

پيغله سوالګره /// هجرت الله اختيار

پرسر يې ورته لاس راکاږه او ور وړاندې شوه په غيږ کې يې ونيوه،ورو يې ورته وويل((شرميږه مه!خداى راوستې ورځ ده،زه هم کومه خوانه ځم ،هلته په لوى وره کې کينم ،ګورې؟!هامخامخ،هملته ناسته يم ،چې ووتل بيا راځه ،خداى مهربانه دى،ځه هسې ام چې خلک جومات ته راغلي،څه زړه سوى اوهمدردي خوبه خامخاولري.)) هغې يې هرې خبرې ته ((ښه،ښه)) کول اوداترې روانه شوه يوځل بياراوګرځيده ،خداى خبرپه غوږ کې يې څه ورته وويل،چې دهغې په غنمرنګه بڼه کې يې توروالى نورهم زيات کړ.غنمرنګ تندى يې دخول

06.03.2012 مشفق حريتمل

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more