مـــــــــټې مو لاستړى نه دي توره لاتېره ښکاري

غېږه دهيواد مو په غازيانو ښايسته ښکاري

شومې ارادې يې له لوخړو سره ګډې شــــــــسوې

شوبلې زغره والې يې لمبه شولې ايره ښکاري

غرونواو غونډيو په لمن کې کاڼي وســـــــــــاتل

بيابه دغليم ټنډه په وينوباندې سره ښکاري

ورشــه غليمګيه دهلـــــــــمند له څپو وپوښته

ستادنازولو پکې څومره ډېر مازغه ښکاري

هاغه ماذيګر چې دغازي درو په غيږ کې وي

مونږ ته له شېبو دجنتونو نه شېبه ښــــــــکاري

هـسي يـــــي له وهمه داډارن خلک لړزه وهي

نور دصليبيانو دوحشت بلاګئ مړه ښکاري

پـــــــوزې ته راغلي دوتلو لار ترې ورکــــــــه ده

نور يي دغرور کاسه نسکوره اوچپه ښکاري

باک نشته نړئ که مې فداجانان خودکش بولي

مــــــينه دبلبل ټپوس ته هسې ننداره ښکاري

مــــــونږ که متفق شوو اونفاق مو په سروواهه

دابه مو(تســـــــــــــله)ټول اولس ته تسله ښکاري