څومر ه چې شيطان راباندې بد لګي

دومره غمازان راباندې بد لګي

ماچې داشنا په خوا کې نه پريږدي

واړه رقيبان راباندې بد لګي

ژوند ديارانې صادقانه  نه کړي

ورک يې کړه ياران راباندې بدلګي

سيده مې چې سم په سمه لاره نکړي

داسې دين ايمان راباندې بد لګي

خېټه چې ملکه کړي په ځان باندې

دارنګ ملايان راباندې بد لګي

غواړي چې تسبې په ميخانه کې هم

داګډ وډ شيخان راباندې بدلګي

مانه چې کړي پټ سره اننګي ديار

دومر ه لوى پېزوان راباندې بدلګي

زړه چې ((شريفي)) ورته کمزورى وي

شوخ نري چشمان راباندې بدلګي