زه او زه چې سره کېنو

ددنيا داشوم نېتونه

لويه زمکه کړي راتنګه

په مونږ دواړو

ناهيلي شي، ناهيلي شي

خومونږ بياهم دوجود له درېڅيو

دواړه يو بل ته اګاه شو

خاموشي وي

سوي سوي زګيروي اورو

نه پوهيږو

کوم تړون کومې خپلوۍ مونږ سره پالو

چې ددواړو وجودونو

په سړې چوپه چوپتيا کې

په رمزونو مونږ پوهيږو

په رمزونومونږ پوهيږو