ستايم که دي ستايم که دي نه ستايمه ستايمه

ستايم خودي ستايم خوچه څنګه به دي ستايمه

(ارواښادخالص بابا)

څومره خوږتړون خاونده موجودزمااوستاترميان دي

محمد(ص)ستاهم جانان دي محمدزماهم جانان دي

(درويش درانى)

دپښتوفطرت مي دومره اسلامي دي

 که اسلام نه واي نو هم به مسلمان وم

(عبدالرحيم مسلم دوست)

زاردي امريکا له روس او روس دي زار له چينه شي

غــــواړمـه چه ټــــــوله دنيـــــامينه، مينه، مينه، شـــي

(استادفضل ولي ناګار)

مرغان دي راشي زمونږ لپو کي دي ځالي وکړي

غــــرمـــو نښتر نلـــــري کـــــلي موچـــــــــــنار نلرې

(پيرمحمدکاروان)

چه  دي غيږ کي وم سپيڅلي جنتي وم

چه په ځمکه مي پـــل ايښي ګنهګار يم

چه(ميم)مينه(و)وجــوداو(ر)مي روح دي

ستادنوم لــــه دغه دريـــــوټکوځــــــارشم

(حيات الله ګهيځ)

دژوندتوپان په يوه داسي موړ کي ودرولــــــــــــم

چې نه خومخکي تګ کوى شم اونه شاته واپس

(جلال امرخيل)

چې ديارنوم يې څوک اخلي ورپسې ځي

په اجمــــــل کې دامرض دلـــــــــــــيونودى

اجمل خټک)

زماپښتون غرور به نورڅومره په خاورو لړې

ستا په يارۍ کې ترژړاپورې راورسيدم

(درويش درانى)

دخداى لپاره پښتنو ځانونه وپيژنئ

ستاسولپاره خوبه ځانته پيغمبر نه راځي

(رحمت شاه سايل)

نه له کوره چيرته ځمه نه سفر کړم

بې ســـــــفره مې غوڅيږي لار دعمر

(رحمان بابا)

خلک پرې تيرشوي له ســـــــــــــرونو نه

خوله رانه خاطر په تشه خوله غواړي

(خاطر اپريدى)

راځه يوه شيبه مې مل شه زه يواځې يــــــــــــــــمه

په دې پردي ښارکې مې خپل شه زه يواځې يمه

زماپه لاسوکې يې کرښــــــــــــــــــې دبيلتون وهلي

په خوب وخيال کې مې کابل شه زه يواځې يمه

(عبدالباري جهاني)

 

نه راځې جـــــــانانــــــــه ښه پوهيږمه

بياهم انتظار وي چې داولې وي؟

څومره چې اوزګار دي په دې کلي کې

تاسره يې کار وي چې داولې وي؟

بس چې شجره دښکلو وګورې

ټول دننګرهاروي چې داولي وي؟

(مصطفى سالک)

اوس په نړۍ کي دوحشت دپاچاراج چليږي

اوس که راولويږي اسمانه څه خبره نه ده

(عزت الله ځواب)

دازړه هغې نارې کړې چې له چانه پاتې شوې

ماژر ټټر ته لاس کړ ماويل مانه پاتې شوې

راځه چې ديو عشق په نوم په سره لمونځ شروع کړو

له مانه هم داډيرعمر جانانه پاتې شوې

(اجمل اند)

دګناه کار چې وي ښه ورپسې ګرځې

دثواب کارچې وې نه ورپسې ګرځې

هغه پريږده،چې پرتاباندي مين دې

هغه وګټه ،چې ته ورپسې ګرځې

(اسلام ګل شيرزاد)

بس تاکې چې اوسېږم لېونې يمه وطنه

خندا سره دې خاندم اوله ويرسره دې ژاړم

(عبدالغفور لېوال)

وايي مرګ سخت دې روح له تنه جداکيږي مګر

مادوطن بيلتون ليدلی هيڅ پروا نه کوي

(عبدالغفور لېوال)

زماتت غوندې چراغ به په رښتياهم دښې نه وي

خوپه تاسو کې هم نشته روښان لمر دچاپه لاس کې

(دروېش درانی)

بېلتانه يم داسې حال ته رسولې

يار دبل درومي اوزه ورپسې ژاړم

(دروېش درانی)

حريت دهرملت دبدن زړه دی

که دانه وي هم ملت مري هم بقامري

(ګل پاچا الفت)