د طاېر ځلاند لخوا خپرې شوې لیکنې


نظم

خواست لکه خوب کې چې خپسې يم نیولی زما چغې زما ستونې کې وچيږي زه د درد کوم یو تصویر په زړه کې پټ کړم زړه مې وچاودېد ساګانې مې ډوبيږي سمندر چې په ظاهر خاموش ښکاري خو سينه کې يې ساتلي طوفانونه کوم زخمي دیوال په لپه کې راَټول کړم سړی پورې کړي دکوم کوم کور ورونه کومه ماته آيېنه س

11.10.2012 – طاېر ځلاند

ستړې سپوږمۍ!

ستړې سپوږمۍ! دجون دمیاشتې پوره څوارلس شپې ما په شوګېرې تېرې کړې دهغې میاشت چې هره ورځ يې يو په دوه اوږده وه او له سهاره تر ماښامه پورې زه دسوچونو ، تلوسو ، دارزوګانو تصور کې ومه ما دښکلا په زخم زخم وجود دملهمونو دپټۍ دلګېدو په خاطر مانه  ستړتیا هېره وه او نن دجون

12.06.2012 – طاېر ځلاند

دطایرځلاند یو نظم څو خبرې

دطایرځلاند یو نظم څو  خبرې لیک : عنایت الله دیدار  (نوی کال)  نثري نظم. تر اوسه زه نه وم خبر چې &n

30.05.2012 – طاېر ځلاند

ځلانـــــــد، د رڼــــــا او رنګــــــــونو شاعر

ځلانـــــــد، د رڼــــــا او رنګــــــــونو شاعر ليکوال : ګل رحمن رحماني        په ادبي نړۍ کې  معمولا  ډېر ځله داسې کېږي  چې موږ لومړى په شعر زړه بايلو او بيا مو مخې ته شاعر ولاړ وي يا په بل عبارت تر شاعر  وړاندې له شاعرۍ سره اشنا کېږو او بيا

26.05.2012 – طاېر ځلاند

نوې غزل

غزل نن دښار هره کوڅه ده نابلده زه به نه یم تر ابده نابلده خدای خبرکه په وجودکې بیاراټول شي روح مې وواته له حده نابلده نیمه شپه کې له اسمانه راته کيږي اوازونه بې سرحده نا بلده دا دکومې پيړۍ خلکو کې شریک شوم پکې ښکارم نابلده نابلده ستاپه سترګوکې طایره خپل خوب ويني! آيېنه له خپله قده نا بلده

05.05.2012 – طاېر ځلاند

نوې غزل

غزل ښه پوهیږمه چې ځان به تماشه کړم که دنیا ته تنهايي خپله ښکاره کړم لږ راوګوره! چې نوې تجربه کړ م خاموشي که څه شېبه، زړه کې ویده کړم زه هینداره، خو په شا يې ستا تصویر دی زه نظر وم، خو تا خپله آيېنه کړ م په ماښام کې چې لمرونه چرته لويږي ټوله شپه به زه هم هغه لور قبله کړم بیا طایره ! انتظار دی راپه غاړه وربه پورې کړم، روښانه به ډيوه کړم

22.04.2012 – طاېر ځلاند

طرحي مشاعره

طرحي مشاعره  (طایرځلاند)۲۳ـ۳ـ۲۰۱۲  ننګرهار رودات قدرځی  د فی البديه یا طرحي مشاعرو دود په پښتنو کې کوم نوی دود نه دی بلکې له پخوا راهيسي چې چرته هم څو شاعران سره راټول شوي دي نو ددغه دود دژوندي ساتلو هڅه یې کړې ده تېره شپه (دمارچ ۲۳د۲۰۱۲)چې همداسې يوه موقعه په لاس راغله هڅه مو وکړله چې دخپلو اسلافو راپاتې شوي دا دود وساتلی شو له کوزه پښتونخوا نه ځوان شاعر

24.03.2012 – طاېر ځلاند

سالک دحمزه دغزل وارث

سالک دحمزه دغزل وارث طائرځلاند دپښتو ادبیاتو ډګر له پخوا راهيسې په شاعرۍ ګرم پاتې شوی دی او تر ننه دا لړۍ روانه ده که څه هم اوس مهال یو شمېرزمونږ خالي الذهنه لیکوال دشاعرۍ له مقام او ارزښته منکرشوي دي خو ولې له دې حقیقته سترګې نه شي پټولی چې يوه ژبه بې له شعره کله هم پرمختګ نه شي کولی<

25.02.2012 – طاېر ځلاند

ویلنټاین ډی

ويلنټاین ډی : طایرځلاند                                      

14.02.2012 – طاېر ځلاند

غزل/ ازروال سالار احمدزی

غزل ازروال سالار احمدزی  راځه ځانونه ګورو د ضمير په اېنه کې

10.02.2012 – طاېر ځلاند

علم ګل سحر يو Humanistشاعر

علم ګل سحر یو  Humanistشاعر                       طایرځلاند              

08.02.2012 – طاېر ځلاند

دطایرځلاند نوی غزل

په اوږو يې اخیستلی لکه خس دی هوس ژونددی او که ژوند خپله هوس دی توراوربل دې  دمخ لمر دی مړاوی کړی ؟ که پرېشان له نوي غم زما اولس دی محبت دې حوصلې کړې زما لوړې

23.01.2012 – طاېر ځلاند

دپښتني تنقيد نوې غوښتنې

دپښتني تنقيد نوې غوښتنې طایر ځلا ند دتنقيد د ډګر د نوموتي لیکوال ټي اي ايلیټ داخبره دیو متل حیثیت لري چې (نقد د ادب روح دی) که مونږ په لومړي نظر یواځې دوجود او روح په تړون فکر وکړو نو د ايلیټ داخبره دڅو اړخیزه فلسفي زاويو نه برخمنه ښکاره شي، پ

27.12.2011 – طاېر ځلاند

دخالد ریحان غزل

غزل : خالدريحاند سپېڅلي ضمير تـــول کـــې را ايســـــار يمســـمنـدر يم په کـــــچکول کې را ايسار يمرا نـــــه تاو دې شي شـهيـــد شــهيد يادونهبس دحـــورو په کهول کـې را ايســــار يــمد آواز لښــتې مې مـاتـــــې ډنګ مې نشتهاوس د خپل جـــود په ډول کې را ايسار يمدر نه ورک نه شـــم په اوښــــکو کې جانانه!ستا دســترګو پـه کـــنډول کې را ايسار يمد شــهيدې کـــوچۍ خــال يـــمه لوېـــــــــدلیچــــې په لپــو د غاټـــو

17.12.2011 – طاېر ځلاند

پښتو غزل ددوه زره لسم کال په تناظر کې

پښتو غزل ددوه زره لسم کال په تناظر کې   طایرځلاند يوېشتمې پېړۍ په لومړي قدم کې له ځانه سره ډیرداسې ناورينونه راوړل چې تر دوه زره لسم پورې هغه پرهرونه چې له امله يې سينې ځړیکې څړېکې وې ټکور نه شول او نن هم ددرېمې نړۍ وګړي يې له امله زوريږي تاسې به وایې چې عنوان دغزل په اړه دی

15.12.2011 – طاېر ځلاند

نوی غزل/ طايرځلاند

غزل نوي څه. ځان سره رانه وړل وختونو منظرونه دي دتېرو موسمونو  ستا په نوم ګلاب مې ګوتو کې نیولی باور نه کوم په کرښو دلاسونو دوخت زلفو کې تیاره اوس هم ویده ده په کنډو څه ته  راخيژیه لمرونو دارمان درد په هرځای کې راسره وه يم رغلی زه تر  تا په تېندکونو حرارت مې دجذبو زړه کې محسوس کړ چامې ون

10.12.2011 – طاېر ځلاند

ادب دژوند له پاره

  ادب دژوند له پاره طایرځلاند مشهور قول دی چې، شعر او ادب دژوند تفسیر هم دی او دژوند انځور هم . دشعر او ادب په اړه دوه نظریې عامې دي (ادب د ادب  لپاره)او (ادب دژوند له پاره ) لومړۍ نظریه، ادب یواځې د روحا ني خوښۍ او تفریح یوه ذریعه ګڼي ، ددې نظریې منونکي دادب ل

28.11.2011 – طاېر ځلاند

نوی غزل/ طايرځلاند

غزل الحذر او الامان له دې حالاتو  لاس مې بر نه دی اشنا په امکاناتو دخزان دمازیګر یخ یخ موسم دی تجربې دنوي نوي کیفیاتو چې رڼا ته ددې زمکې ضرورت دی ستوري ولې نه راځي له سماواتو پرمختګ دزمانې هرڅه بدل کړل پېرایه غواړي دنوي احساساتو

21.11.2011 – طاېر ځلاند

لمرین

17.11.2011 – طاېر ځلاند

غزل /طایرځلاند

غزل له ساړه ساړه امکانه بغاوت دی شور دپاڼو له خزانه بغاوت دی خپلې سترګې يې دځان په لور نیولي زمکې کړی له اسمانه بغاوت دی ماښامونو ډيوې کېښودې په لاره ښکاري داسې له هوانه بغاوت دی ستا په لور مې چې دزړه ستنې کږې شوې داخویار نو له ځانه بغاوت دی دایرو کې ژوند طایره دمرګ لار ده

16.11.2011 – طاېر ځلاند

‍
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more