ادب دژوند له پاره

طایرځلاند

مشهور قول دی چې، شعر او ادب دژوند تفسیر هم دی او دژوند انځور هم . دشعر او ادب په اړه دوه نظریې عامې دي (ادب د ادب  لپاره)او (ادب دژوند له پاره )

لومړۍ نظریه، ادب یواځې د روحا ني خوښۍ او تفریح یوه ذریعه ګڼي ، ددې نظریې منونکي دادب له خارجي واقعاتو ځنې بې نیازه ګڼي، ددوي په نزد که په ادب کې خارجي واقعاتو ته ځای ورکړل شو نو ادب به ادب پاتې نه شي بلکې یو عارضي شی به ترې جوړ شي نو ځکه پکار ده چې ادب دزمان او مکان له قیده ازاد وي او د لطیفه جذباتو اورنګینه خیالاتو سره رابطه او اړیکه یې بسنه کوي، ددوي په نزد هغه ادب چې يواځې انساني جذباتو او خیالاتو ته په کې ځای ورکړی شوی وي همیشنی پاتې کيږي او دخلکو تر منځ مقبولیت ترلاسه کوي .

د(ادب دژوند دپاره) نظریې منونکي بیا وايي په کاینات کې چې څه هم دنعمت په ډول انسا نه ته ورکړل شوي دي هغه دژوند په ښکلا او ښایست کې خپل رول او ونډه لري .شاعر او لیکوال چې دخپل چاپیریال نه متاثره او اغېزمن شي نو په لیک مجبور شي نو له دې کبله شاعر او لیکوال ته دخپل چاپیریال هنداره هم ویل کيږي دده دفردي ژوند او دټولنیز ژوند اغیزه په لاشعوري توګه دده په لیک او تخلیق کې راښکاره کيږي .دوي وايي له دې کبله هغه خلک چې هغوي په شعوري توګه دا دويمه نظریه منلي وي او لیک او تخلیق يې دژوند انځور وي نو هغوي دخپلو لیکنو او تخلیقاتو پرمټ خپلو لوستونکو ته ګټه رسولی شي .

په حقیقت کې ادب زمونږ ژوند ته ډيره رنګيني ورکولی شي خو په دې شرط چې دادب اسلوب ، روش او لطافت او نزاکت په خپل ځای پاتې شي ، ادب دژوند دسم انځورولو ترڅنګ دژوند دپرمختګ اواصلاح عناصر هم په خپل ذات کې لري . دټولنې پرمختګ او دټولنې دوګړو انساني ارزښتونه لوړول ، دادب اصل مقصد ګڼل پکار دي اوله هم دې کبله په کې مقصدیت لازمي او اړین دی

ددې په پرتله هغه ادب چې دتفریح اویادفردي لذت په بنیاد تخلیق کیږي ناقص اوبې ګټې  ګڼل کيږي ، همدا ډول ځینې مقاصد او موخې وختي او دټيټې کچې وي خوولې ځېنې يې لوړې او له ارزښته ډکې هم وي ، دسیاسي شعور او دجنګ له پاره یا دقومي ازادۍ له پاره چې کوم ادب تخلیق کيږي سمه ده چې دموخې دترلاسه کولو روسته بې اثره اوبې ګټې پاتې کيږي اویواځې دهمدې وخت یوه تاریخي حواله پاتې شي ، ولې زیات شمېر مقاصد او موخې ډيرې لوړې او دایمي وي اوهرکله چې ادب  بیا دداسې مقاصدو ترجمان وی نو داسې تخلیق بیا دهمیشني مقبولیت نه برخمن شي او دشعرو ادب پر اسمان لکه دستورو مدام ځلیيږي لکه په پښتو شاعرۍ کې رحمان بابا او خوشال خان خټک

دشاعرۍ مقصد همدا دي چې انسان دخپل ځان سره اشنا شي او له خپلې انا څخه خبر شي په خپل وجود او عزم بشپړ باور ترلاسه کړي  له ژونده دتښېتې پرځای ژوند ته رانزدې شي  دغریب او بې چاره خلکو دمظلومو خلکو دازادۍ او سوکالۍ غوښتونکی شي په ژوند کې دخوځښت او پرمختګ منونکی شي او په دې ډول په ټولنه کې دانسانیت یو نوی روح پوک وهي په دې ډول شاعرۍ کې رنګ هم وي اغېزه هم وي او شعریت هم موسیقي هم وي او مقصدیت هم وي دعشق له درده سره هم اشان وي او دپنځونې او پرمختګ علمبرداره هم وي خلکو ته عملي بلنه هم ورکوي او دانسانانو له پاره دلارې مشال هم وي ، لنډه داچې دادب اصل مقصد دژوند دناوې سنګار دی په ټولنه کې دانساني ارزښتونو راژوندي کول او دوګړو ترمنځ دمینې محبت کلتور عام کول او دټولنیزو جوړښتونو ساتنه او دهغې اصلاح ده

له پخوا راهيسي مذهبي ډلو او صوفیانو دخپلو تعلیماتو او لارښونودتبلیغ دپاره شعر او ادب يوه ښه ذریعه ګڼلې ده او دې لورې ته يې ډير ارزښت ورکړی دی په پښتو ادبیاتو کې مونږ دروښاني دورې  ادبیات دخپلې خبرې دپخلي له پاره دبېلګې په توګه وړاندې کولی شو دروښانیانو له دورې راوسته دازادۍ نظریه دخوشال خان خټک په شعر کې لار روښانه او په واضح او په پیاوړي انداز کې راښکاره شوله او دازادۍ او دقومي بېدارۍ دپاره يې ډير څه ټولنې ته وړاندې کړل رحمان بابا دانساني ارزښتونو په اړه خپل افکار او خیالات له خلکو سره شریک کړل

حمید بابا ،علی خان بابا ، خواجه محمد بنګش دانساني جذباتو او عواطفو انځورګري وکړله او کاظم خان شیدا دپښتو شعر دمعانيو یو لوۍ سمندر کړلنډه داچې پښتو ادب په مزه مزه دژوند په لورې ګامونه پورته کړل او ټولنیز ژوند ته رانزدې شو

تاسې به لوستی وی دادب په اړه دلومړۍ نظریې (ادب دادب له پاره ) لرونکي لیکوال او نقادان دلیک او تخلیق په هنري اړخ ډير زور راوړي ، دا سمه خبره ده چې فني لوازماتو په نظر کې نیولو سره په شعر کې موسیقي او شایستګي پېدا کيږي چې نه یواځې زړه بلکې روح ته هم چونډاره لږوي

جذبه او تخیل ادب ته سوز او ګداز ورپه برخه کوي ، کله چې یوپنځګر په ادبي لیک کې انساني عواطف را ونغاړي کله چې هغه جذبه چې هر انسان يې په زړه کې ولري لیکوال يې داظهارپه جامو ښایسته کړي نو هغه لیکنه دلوستونکو په راپېداکولو کې ډيره ونډه لري ځکه چې لوستونکي او اورېدونکي څه غواړي هغه ورته په لاس ورځي .

ددې نظريې له مخې خیال او تخیل چې په ادبي لیکنو کې اهم جز دی نه یواځې داچې لیک ته رنګيني ورکوي. بلکې ادبي لیک ته دآب حیات حیثیت لري، دوي وايي چې که یوه لیکنه تخیلي رنګ ونه لري نو هغه دادب له دایرې نه بهر ده، دوي دا هم وايي چې انسان همیشه له حیریت انګیزشیانو ته ډيره لیوالتیا لري او خیال هغه څه دي چې انسان ته نوي مفاهیم ورکوي،دانسان په ذهن کې نوي انځورونه زیږوي، انسان هغه څه ته نزدې کوي چې په حقیقي ژوند کې ورنه ډير لري وي.

نو هرکله چې داسې ده نو ځکه دويي په دې خبره ټینګار کوي چې دادب اصلي دنده همدا ده چې انسان ته خوښي ورکړي او له روحاني لذت سره يې اشنا کړي، نو ترکومه چې په یو لیک کې دغه ځانګړنې وي یانې د واقعاتو پر ځای په کې خیال او دتفکر پرځای په کې جذباتو ته پاملرنه شوي وي نو دوي دې ته چمتو وي چې ادب يې وګڼي.

خو حقیقت دادی چې انسان ته یواځې په دې خوښي نه ورکول کيږي چې دیوې ښایسته او ښکلې جینۍ قصیدې دې ولیکلی شي.انسان یواځې دې ته ضرورت نه لري چې لیکوال دې هغه ته دوریځو اوښان جوړ کړي، دانساني فطرت یواځې دا تقاضا نه ده چې شپه او ورځ دې په ګلونو کې ګرځي، انسان په خپل دې وړوکي وجود کې یو داسې جهان دی چې هره ګړۍ، له يوې نوې پيښې سره مخ کيږي او هره شېبه یوه نوې غوښتنه يې په ذهن زړه کړې وجود مومي.

نو ځکه ويلی شو چې خوښي یا خفګان يو جذباتي حیجان دی چې دپېښو په رامنځ ته کېدو دانسان په وجود کې پېدا کيږي نو که لیکوال دخپلو لوستونکو خوښي غواړي نو هڅه دې وکړي چې خلک څه غواړي ، کله چې پنځګر دې نکتې ته پام وکړي او یوه ګړۍ پرې سوچ وکړي، نوخپل په خپله په همدې ځای کې دادب دافادیت او دمقصدیت مسله هم مطرحه کيږي، مطلب داچې دلیکوال او تخلیق کونکي دا مسولیت روښانه کيږي چې څه تخلیق کړي؟ دچا دپاره يې تخلیق کړي؟ او په څه ډول يې تخلیق کړي؟ له همدې کبله مونږ داهم ویلی شو چې هیڅ هم بې فایدې او بې ګټې نشته، یواځې ستونزه په تعبیرونو کې ده چې مونږ انساني غوښتنې څنګه تعبیروو او دهغې دمعیاریا دلوړوالي دپاره يې کومې پېمانې ټاکو؟

له ښه مرغه په ادبیاتو کې دجدیدیت دحوځښتونو په رامنځ ته کېدو سره دامسله يوڅه منطيقي شوه. هغه په دې مانا چې لیکوال او شاعر هڅه کوي کوم څه چې خپلو لوستونکو ته يې وړاندې کوي هغه دهغوي دژوند دپاره څومره مهم او ګټور دي ؟ ترکومه بريده دخپل چاپیریال استازولي کولی ؟ او څومره دخپلې ټولنې رنګ په کې ځلېدونکی دی ؟ په نوي ادبي بهیر کې کله دغه پوښتونو ته لیکوال اوش اعران دټولنې دکیسې په فردي کولوسره یا دفردي تجربې په ټولیزي کولو سره ځوابوي.

البته په دې وروستيو کې ددې ځوښتونو سره دا ستونزه هم رامنځ ته شوې چې یوشمېر لیکوال او نقادان زیات شمېر فني پابنديو نه سرغړونه کوي، که په غزل کې يې دتخلیق غزلیزه ژبه مراعت نه کړله هم ځان مبرا ګڼي چې ګوندې داهم يو نوښت دی، که قافیې سره ماتې راماتې او یا هم بې اهنګه وتړلې نو هم ځان ته دجدیدیت په نوم جواز ورکوي چې په حقیقت کې دا دهغوي دتخلیق دپاره هم سودمنده نه ده بلکې قوي امکان دی چې دا ډول بې پوځې نوښت دهغوي درسوایۍ لامل شي.

 ددې په څانګ کې  زمونږ دا ډول لیکوال او نقادان نه یواځې داچې خپله له تخلیقي او ادبي معیاره راپرېوځي بلکې په راتلونکي کې نوی ادبي بهیر او زلمي هم له ذهني بحران سره مخ کوي او زیات وخت بیا له هغوي هم دجدیدیت په شوق کې لاره ورکه شي، نو ځکه لازمه  بولم چې ووایم په دې برخه کې له منځنې لارې نه ملاتړ کول پکار دي اوخپل لیکونه او تخلیقونه په داسې پېرایه کې وړاندې کول پکار دي چې داترې څرګنده شي، ادب دادب لپاره بنیاد دی چې دادب دژوند دپاره نظریه دا تعمیر بشپړوي او دادب دژوند دپاره نظریه دادب دادب دپاره نظريې ته پټه اقتصادي زېرمه ده، نو دا به هغه وخت وي چې مونږ په ډاډه زړه سره ووايو ادب، ژوند، او تخیل، دیوبل له پاره ښه غذايي سرچينې دي او په خپلو کې سره مظبوطې اړیکې او رېشتې لري

پای