طرحي مشاعره

 (طایرځلاند)۲۳ـ۳ـ۲۰۱۲

 ننګرهار رودات قدرځی

 د فی البديه یا طرحي مشاعرو دود په پښتنو کې کوم نوی دود نه دی بلکې له پخوا راهيسي چې چرته هم څو شاعران سره راټول شوي دي نو ددغه دود دژوندي ساتلو هڅه یې کړې ده

تېره شپه (دمارچ ۲۳د۲۰۱۲)چې همداسې يوه موقعه په لاس راغله هڅه مو وکړله چې دخپلو اسلافو راپاتې شوي دا دود وساتلی شو

له کوزه پښتونخوا نه ځوان شاعر ښاغلی عثمان علي عثمان راغلی و او په همدې پلمه ښاغلی ارشاد رغاند، ښاغلی عبدالله هوډ، ښاغلی محبوب شاه محبوب ،ښا غلی زیارخان یاد  مې مل شول او دجلال اباد ښار په ۲۰ کېلومېترۍ کې د روداتو ولسوالۍ د قدرځي په کلي کې دا ضمینه برابره شوه چې دوستانو سره ادبي بنډار وکړلی شم

هوډ او رغاند صیب ټېنګار کاوه چې یوه مشاعره وکړو او چې ريښتیاخبره وي نو زه (طایرځلاند) او ښاغلی عثمان علي عثمان لږ غلي غوندې شو خو چې محبوب صیب او یاد صیب هم هغوي سره ملګري شول نو زه او عثمان علي عثمان هم اړ شو چې پر پل يې پل کښېدو

دطرحې په توګه دا مطلعه وړاندې کړی شوله

 

(د پښتنو د بی حسی په کار مې ډیر وژړل

جلال اباد ته تلم  اشنا په لار مې ډیر وژړل)

 

بس نو ټولو ملګرو قلمونه راویستل خو مونږ دیو یو شعر پر ځای چې کله ټولو پوره کړل او ټاکلی وخت ختم شو نو سره راټول شو او همدا طرحيیزه مشاعره موسره یو بل ته وړاندې کړله چې تاسې هم ځان سره په کې شريکوو

 

 

 

طرحي مشاعره

 

د پښتنو د بی حسی په کار مې ډیر وژړل

جلال اباد ته تلم  اشنا په لار مې ډیر وژړل

 

لږ که مې وژړل اشنا دا به کمزوری نه یم

یم به کمزوری که اشنا په دار مې ډیر وژړل

 

هر یو کم عقل د دی خاوری مې خاموشه خو

خو دومره ده چې د دی خاک هوښیار مې ډير وژړل

 

عثمان علې عثمان

 

د پښتنو د بی حسی په کار مې ډیر وژړل

جلال اباد ته تلم  اشنا په لار مې ډیر وژړل

 

 

له وخته مخکی مرګ ته ګوره چې را اخیستی یې یم

مازدیګر څه تله چې په شنه سهار مې ډیر وژړل

 

په مرګ یې ما نه ژړل څکه مرګ خو حق دی کنه

اخ د لالې په دغه ورک مزار مې ډير وژړل

 

عبدالله هوډ

 

د پښتنو د بی حسی په کار مې ډیر وژړل

جلال اباد ته تلم  اشنا په لار مې ډیر وژړل

 

نن موده وروسته سره مخ شو خو په دغه ځل کې

د بیلتانه د بیا راتلو په ډار مې ډير وژړل

 

ستا په اقرار چې څومره خوښ وومه باور دی وشه

تر هغی ډیر په  نني انکار مې ډیر وژړل

 

د کلې خان چې ستا په سر کلې نه وشړلم

رقیب مې خوښ وو مګر مور او پلار مې ډير وژړل

 

ما ته دی هر عمل په نوي رنګ وو نوی ژړا

څه مې پوښتی چې ستا په کوم یو کار مې ډير وژړل

 

لاړی یو بل معصوم ارمان دی راته بیا وواژه

ستا د غرور په دی ړانده بمبار مې ډير وژړل

 

ارشاد رغاند

 

د پښتنو د بی حسی په کار مې ډیر وژړل

جلال اباد ته تلم  اشنا په لار مې ډیر وژړل

 

 

تنده مې ما ته د نظر په یوه لاره نه شوه

ستا د یادونو په بې رنګه ښار مې ډير وژړل

 

د هغی بام تماشه ما نه شوه نیمګړی پاتی

له بې وسئ ځینی د وخت په دار مې ډير وژړل

 

بیګاه خو بیا وي زما سترګي د خوبو مقتل

د تعبیرونو په رڼا سهار مې ډير وژړل

 

نتیجه دا شوه چې ازغې شو د خوشبو قاتلان

د پسرلې په دغه نوي کار مې ډير وژړل

 

عجیبه نه ده چې مې کاڼو ته نیولی تندی؟

عجیبه نه ده چې د ګل په وار مې ډیر وژړل

 

شو ل چې قدونه پیمانی دتشخص  طائره

د زماني په اوسنې معیار مې ډير وژړل

 

طائر ځلاند

 

 

د پښتنو د بی حسی په کار مې ډیر وژړل

جلال اباد ته تلم  اشنا په لار مې ډیر وژړل

 

شاید چې زه به د زړګې څنې مجبوره وومه

چې ستا د کلې نه وتم تر ښار مې ډير وژړل

 

نورو که وکړه خو اشنا ته په ما نه پوهیدی؟

لکه منصور یم د شیبلې په وار مې ډير وژړل

 

د اختر ورځ چې په زړو جامو کې ځان دی جوړ کړو

ستا په نیمګړي نیمه خوا سینګار مې ډیر وژړل

 

یوازی دا نه ده چې ستا د شپیلۍ ستونی ټپ شو

لکه سیتار د هر یو ترنګ د تار مې ډير وژړل

 

یوازی ته نه وی چې تا یې په غم وژړلی

ګوره هغی پسی مې زړه بیمار مې ډير وژړل

 

محبوب شاه محبوب

 

د پښتنو د بی حسی په کار مې ډیر وژړل

جلال اباد ته تلم  اشنا په لار مې ډیر وژړل

 

په مخه ښه کې مو د اوښکو ملګرتیا یوه وه

خو د کلا تر وره یاره، یار مې ډیر وژړل

 

د زماني رهبر دا پریکړه کړی ټول میینان دار ته خیژو

وار مې رانغلو د اشنا په وار مې ډير وژړل

 

هغي ته زه او هغه ما ته ائینه غوندی ده

خو د یو چا په نالیدلي څار مې ډير وژړل

 

کا کا پنځه روپئ به راکړی د څپلیو د رنګ

آه د تنکې ګلاب ماشوم په کار مې ډیر وژړل