سالک دحمزه دغزل وارث
طائرځلاند
دپښتو ادبیاتو ډګر له پخوا راهيسې په شاعرۍ ګرم پاتې شوی دی او تر ننه دا لړۍ روانه ده که څه هم اوس مهال یو شمېرزمونږ خالي الذهنه لیکوال دشاعرۍ له مقام او ارزښته منکرشوي دي خو ولې له دې حقیقته سترګې نه شي پټولی چې يوه ژبه بې له شعره کله هم پرمختګ نه شي کولی
له تېرو لسو کالونو په اوږدو کې زه په مسلسل ډول دشاعرۍ په مطالعه کې پاتې شوی یم یو خو مې خپله لیوالتیاهم دې لورې ته ډيره ده اوبل مې باید دخپل کتاب لپاره هم دشعر له غزلیزبهیره ځان خبرساتلی وی .
له دوه زرم کال راهيسي تر دوه زره پنځمه پورې دپښتو شاعرۍ یو داسې دور دی چې دنوي غزل په برخه کې هم ډول ډول تجربې په کتابي شکل راڅرګندې شوې او په زړه پورې شاعري پښتنو ته په لاس ورغله خو له دوه زره پنځم نه را ورسته دشعر په اسمان ورېځې خورې شوې دپښتو دښاعلو شاعرانو دشعر سندریز شور ورځ په ورځ له خپله زوره ولوېد. درویش درانی چې دافغانستان دغمیزې په انځورولو کې يې ښه نوم درلود او دستورو په لمن کې يې داسې ملغرې راټولې کړې وې چې په لوستو يې دسړي زړه ښه کېده په کاڼو کې هنداره کې يو دم داسې تت تصویر راښکاره شو چې په لمن کې دپرتو ستورو څېره يې هم ګردجنه کړله اوبیا دا بوټي به لونګ شي کې دتکراریت په دام کې ښکیل شواودخپل شعر دمعیار له هسکه زوړند پاتې شو.
داباسين غورځنګونه چې شور يې تر ننه اورېدل کيږي دخپل وخت یوه ښه شعري ټولګه ګڼل کېدله او ترننه وه اته ځله چاپ شوله خو چې کله يې الوت ته مخه کړله نو له وزر پرې شوي مرغه پرازیې ټکنی بريښي او هغه مستي او رنګیني په کې نشته کومه چې لوستونکو په غورځنګونو کې کتلې وه .
پرمحمد کاروان چې دچنار خبرې کوي سندريزې نغمې يې لکه دسحر ايشمې خوږې خوږې پرزړونو لګېدې دښاپېرې په ورغوي کې خدای خبر چې ولې ترمې ترمې شولې او له ماښامه تر ماښامه يې دغزل په رنګين وجود په ريښتیاهم دزوال دماښام لړې خورې شوې او هغه شرنګېدلی او سندریز غږ تر ننه په ستوني کې بند پاتې دی ترکومه چې دهغه نوې شاعري ما لوستې یا مې اوريدلې په دې نه ارزي چې سړی يې دکاروان له لومړي دور سره پرتله کړي او که ووایم چې خپل معیار يې هم برقرار ونه ساتلی شو نو تیندک به مې نه وي خوړلی
ریاض تسنیم چې دنوي غزل ژوندی غږ و او تمه ترې ډيره کېدلی شوه خو له (دا کوم رنګ مې کشید کړی)نه راوروسته يې په چڼدڼ کې دغزل دزړه زور اوبه شوی او یواځې په یو څو مستعارو تجربو يې خپله تخلیقي توانيي صر ف کړې ده
اظهار الله اظهار له نهو کالونو په تېرېدو سره بیاهم دپښتو دشعر میدان ته د (سترګو کې خوب دګودر پاتې نه شو) دویم تصویر وړاندې نه کړلو چې په تخليقي رويې يې یو ډول دجمود سوری ګڼلی شو
نو په داسې حال کې دمصطفی سالک شعري مجموعه (توري ستوري) په یقین سره زه یوه عجوبه ګڼمه د ډيرو نورو ملګرو په څېر زما هم په سالک دا ګومان وو چې ګوندې په ذهن يې د دسکوت خپسه خوره ده خو دې کتاب يې نه یواځې زما بلکې د ډيرو هغه ملګرو شک غلط ثابت کړ چې دده په اړه يې درلود
یقیني خبره ده چې ما ددې لیکنې دپاره کوم عنوان ټاکلی دی هغه به ډير لوړ وي او ډير ښاغلي به په سوچ کې وي چې زه ګنې دمبالغې په لاره د تیندک سره مخ شوی یم خو داسې نه ده ما دسالک دکتاب دڅو ځل لوستو نه وروسته دا پرېکړه وکړله چې سالک دحمزه دغزل وارث وبولم
حمزه هغه ستر انسان وچې یواځې دغزل پرمټ يې ځان بابا کړ. دهغه غزل ځنې داسې ځانګړي ارزښتونه درلودل چې دبل کوم سیال سره يې نه وو او نن هم زمونږ یو شمېر جذباتي نقادان چې چاته دحمزه دغزل ګډۍ سپاري هغه یې هم نه لري چې په دغه ارزښتونو کې دخپلو شعري روایاتو ساتنه ده . سره له دې چې زیات شمېر شاعرانو دحمزه بابا پر پل پل کېښود خو له لګ مزل وروسته يې دهغه دپل نښې هیري کړي دي چې زه يې دهغه دلارې ددوه ښاغلو نومونه اخلم
خیبر اپریدی دحمزه دلارې مخکښ شاعر دی خو ولې په دغه لاره له لګ سفر ورسته پرې دطنز رنګ دومره غالب شو چې دحمزه لاره ترې یو ډول خطا بريښي
همدا ډول ناظر شنواری دحمزه دغزل په بارکيو له پوهیدو سره سره ځنې ارزښتونه يې دحمزه بابا خپل نه کړل چې تر ټولو لومړی يې دغزل دروایاتو نه په نا خود اګاه ډول تېښته ده
په دې لاره کې دریم شاعر چې له ښه سوچ وروسته مې پرې قلم پورته کړی دی سالک دی چې په خپلې دې نوې شعري ټولګه کې دغزل دروایاتو آمین ښکاري
زه یقین لرم چې زمونږ یو شمېر نقادان به دې ته قدامت پرستي یا کلاسيک پلوي وايي خو که دیوې شېبې له پاره دحقیقت عینکې په سترګو کړو او دکلاسیکیت په معنی ځان وپوهوو نو دا به دسالک له پاره تر ټولو غټ اعزاز او مرتبه وي اوزه خويې بې له شکه دغه مرتبه ورکوم ځکه چې ماته په کې تر ډيره دکلاسیکت رنګ ښکاري او دحمزه دغزل خواږه په کې وینم او په اوس مهال کې يې دغزل دروایاتو دبیا را ژوندي کولو یا پاللو دستار ورپه سر کوم .
ما څو ځایه دغزل د روایاتو خبره وکړله کیدی شي مانه مې لوستونکي په زړه زړه کې پوښتي چې دغزل روایات څه دي؟ او زه خو ووایم چې دنن لوستونکی باید دا پوښتنه وکړي ځکه چې هغه به په دې نزدې وختونو کې له دې روایاتو شاهد نه وي چې په داسې ښکلې پیرایه کې دې چا پاللي وي
مونږچې دغزل په دې اوږدې مخینه یوه ځغلنده کتنه کوو نو په خپله غېږه کې یې داسې روایات او ځانګړنې ساتلي دي چې دغزل دمزاج پېژندګلو ترې هر وخت کېدلی شي
دغه ځانګړتیاوې او خاصیتونه تر پښتو ژبې منحصر نه دي بلکې په ټولو هغه ژبو کې چې غزل لیکل کيږي دغه روایات پالي او دغزل دمزاج ساتنې خیال ساتي او له نیکه مرغه پښتو هم یو له هغه ژبو څخه ده چې له اکبر زمینداوري نه را واخله تر ننه یې په یو شکل نه یو شکل دغه روایات ژوندي ساتلي دي
غزل دیو داسې صنف په حیث پېژندګلو لري چې باید په لومړي سرکې یې دنقاد پام ترکیبي جوړښت ته اوړي او دغه جوړښت دفکر او خیال ترڅنګ ځنې هنري معیارونه هم په خپله لمن کې رانيسي
تر ټولو لومړی دغزل دځانګړتیاو څخه ددې دموضوع انداز بیان دی دنورو شعري اصنافو په پرتله غزل يو خپل مخصوص انداز بیان لري چې پرجوشه قلبي اظهاردی دغزل دا غوښتنه ده چې څنګه دغزل شاعر موضوع دخپل ذات برخه جوړه کړي او داظهار پروخت دداخلیت رنګ ورکړي چې دغزل دشاعر همدا هڅه دغزل رومان پروره فضا لاپسې تازه کړي همدا وجه ده چې هغه خلک چې غزل محبوبې سره دمینې خبرو یا يې دستړې هوسې هغه نظر ته وايي چې په زړه کې خپل مات ومني په ناخوداګاه ډول په غزل کې د داخلیت نظریه تقویه کوي
نه یواځې داچې په پښتو بلکې دغزل دپېل سره سم یو شمېر موضوعات دغزل پېژندګلوجوړشوي ، دغه موضوعات که څه هم وخت په وخت يې هیولی بدله شوې ده خو ولې بنیادي سرچینه يې هم هغه ده چې کومه وه، په هغې کې لومړی دتصوف خبره راځي، تصوف له هغه موضوعاتو څخه دی چې په غزل کې د یو روایت په توګه تر ننه په بېل بېل ډول ژوندی پاتې شوی دی په پښتو کې له رواښانیانو را وروسته خوشال، رحمان، حمید بابا،کاظم خان شيدا،خواجه بنګش،مطیع الله نیکه، بیا ترحمزه او دادی تر سالکه را ورسېد
راځۍ چې همدا روایت دسالک په غزل کې ولټوو
په هر مخ کې راته وخاندې موسکۍ شې
په ديدن دانتظار ورځې تېريږي
بس ترېنه ته داخفا غره کې پټ يې
داچې دهند خلکو ته رام ښکلی شي
جانان ترې پټ ودخپل ذات سيوري ته
چې دا دکوم يو بختور کیسه ده
په اول کې تورې زلفې
په اخره کې رڼا شوې
(توري ستوري)
همدا ډول عشق بله هغه موضوع ده چې په حقیقي بڼه که تصوف سره پیوسته کيږي خو مجازي يې یوه ځانته دنیا ده ځکه چې ددې جذبې خپل ځانګړي کیفیات وي چې هر دویم انسان يې په اړه جدا جدا تجربې سره مخ کیږي.
دغشق په برخه کې چې دمجنون ، فرهاد، ادم خان او یو شمېر نورو په څیر ځانګړي اډیالونه تخلیق شوي دي نوددغه اډیالونو سره تړلې ټولې ځانګړتیاوې هم په یو نه يوډول نزدې نزدې دي یواځې دتعبیرونو له مخې دغه اډیالونه سره بیليږي ، لکه مجنون دوفا دلارې اډیال خو ورسره تړلي تصورات شاړې میرې، ځنګلونه ، شکېدلی ګریوان، ببر سر او دباچا دظلم ښکار انسان. همدا ډول فرهاد هم دوفا یو ډول علامت دی چې دشیرينې د دروغو خبر له کبله خپل سر په تبر وهي خو ورسره تړلي تصورات دشاړو میرو په ځای ښار، ماڼۍ او دغر دسوري کول او دیو کوهکن په حیث هم پېژندګلو لري، ادم خان دیو زړور شجاع او پښتون په حیث پېژندلی شي خو ورسره یو همدرد وفاداراو په اخر کې دظفرخان دچړې دشهید شوي مظلوم اوپه تنهایۍ کی دیو مست ربابي په اړه يې هم خلک یادوي ،اوریباراو قاصد خو بیا هغه خوږ نوم دی چې زمونږ دغزل رنګ خوند پرې جوړ دی ځکه چې دعاشق او معشوق ترمنځ يې دمینې دپیغمبر رول ادا کړی دی ،دعشق دغه مشخص اډیالونه نزدې دهرې ژبې په غزل کې یاد شوي دي خو هرڅه که لفظونه مشخص دي خو تعبیرونه ترې ډير هم کیدلی شي او شوي دي چې زمونږپه ټوله شاعرۍ کې يې نمونې موندلی شو او سالک هم ورته په خپل غزل کې ځای ورکړی دی اودغسې دغشق تصور يې يې دخپلو ځانګړو تجربو او کیفیاتوپه رنګونو رنګین کړی دی اودغسې یې دغزل مزاج ته پام کړی دی ، په دې برخه کې که تاسو دسالک شاعري مطالعه کړۍ نو دخپل سالار امیرحمزه شنواري په څېریې دقام دمینې خبرې هم خوږې کړي دي ځکه چې هغه یې دیو سپورفکر په بڼه يې نه دي بیان کړي بلکې د داخلیت دخوږو په سمندر کې یې لمبولي دي او دتغزل تازګي یې ورکړې ده چې دا دغزل لرونکو ټولو ژبو کې یو کلاسیکي خوصیت دی
بیاخوره مې په رګونو کې ځواني شوه
دبوسې په بدل ډيره تاواني شوه
دیقین په رنګ کې رنګ وه یوه ښکلې
په هینداره کې ترې جوړه حیراني شوه
په دسمالونو دې بنګړي وتړه
داخو فتنه شوه داخوښارشرنګوي
زما ذوق په خیبرۍ لهجه مین دی
دشینوارو اپريدو ژبه يې زده کړه
(توري ستوري)
په غزل کې مضمون افریني يا نازک خیالي بل هغه صفت دی چې دغزل دمزاج مهمه برخه تشکیلوي اودسالک معاصر غزل کلاسیک لور ته وړي
دخوشال بابا رحمان بابا حمید بابا او دشیدادغزل نزاکت له چانه هم پټ نه دی په فارسي کې بېدل ، خافظ، صایب اوکلیم دخپل وخت نازک خیاله شاعران ګڼل کيږي په اردو کې میرتقي میر داغ دهلوي مرزا غالب ، مشهورې نامې دي
دسالک په غزل کې دمضمون افرینۍ یا نزاک خیال بې شماره بېلګې هم شته دی خو دلته هم سالک کوښښ کړی دی چې دکلاسیک غزل د نازک خیالۍ له پيچيدګۍ نه ځان وساتي او دغزل دبابا په دې خبره يې عمل کړی دی
ستا به جوهر دسخن دا وي چې ساده ګړې ژبه
سالک په همدې اساس په غزل کې نزاک دسادګۍ په بڼه وړاندې کړی دی اودا هنر یې هلته زور او شور مومی کله چې کیفیاتي حالت سره مخ کيږي په داسې مواردو کې دسالک غزل له يو پټ نزاکته برخمن شي چې په ساده اصطلاح په ساده کې طیلاي دار شي همدا نزاکت دسالک غزل ته معنوي تنوع او کیفیاتي حسیات ورپه برخه کوي اوپه همدې تسلسل کې يې وخت په وخت غزل نوي شعریات رامنځ ته کوي
دې فلک هم دچا ښکلی هار شلولی
پاتې شوي ترېنه ستوري دپروين دي
دبنو غشو ته لېندې شي سترګې
جینۍ چې پیغله شي وسلې شی سترګې
بس نايڼې يې دزلفو تذکره کړه
دومره نه وه داکیسه چې مې اوږده کړه
دحیا توره يې وویسته له تېکې
یو ګستاخ نظر مې بېرته پښتنه کړه
ما درقیب غوښتنې نه اورېدې
په څه خبره باندې ښه دې وکړه
که دغزل مطالعه کوو نو په دې پوهیږو چې غزل له پخوا راهيسي ځنې هنري ارزښتونه هم په تسلسل سره په خپله لمن کې ساتلي دي ، له استعاراتي نظام يې را واخله تر شعري ترکیبونوانځوریزې ژبې علامتي اندازاوهغه صنایع چې په استعمال يې تل په مجموع کې دشعراو په ځانګړي توګه دغزل ناوې سنګار پاتې شوې
همدا دغزل فني او هنري روایات دسالک په غزل کې له نورو کلاسيکي شاعرانو څخه زیات حمزه بابا ته نزدې پاتې کيږي اودسالک دغزل په دې پرده کې دحمزه بابا دغزل غنايي غږ په مستۍ خپله شرنګا را ښکاره کوي او په سالک دحمزه دیواستاد ذهنه شاګرد ګمان وشي
خوځای په ځای دسالک غږ په همدې مترنمو څپو کې خپلې ځانګړتیاوې هم خوروي چې په نورو غږونو کې دخپل غږ دورکېدو احساس هم ورسره وي او دا هڅه هم کوي چې خپل غږ دومره اشنا کړي چې په اورېدو يې لوستونکی دکومې مغالطې سره مخ نه شي
ماچې پورته کوم مثالونه راوړل په هغې کې تاسې کتلی شۍ چې سالک په خپل غزل کې ژبنی نظام په کومو اساساتو درولی دی
که دسالک په غزل کې دیو یو غزلیز روایت پسې ګرځم نو ګمان نه کوم چې داسې په څو صفو کې دې زه هغه ټول راټول کړم خوپه لنډه توګه دومره ویلی شم په داسې وخت کې چې غزل که هرڅو دفکري او فني نويو نويو تجربو سره اشناکيږي نو دا په دې مانا نه دی چې مونږ دې دغزل خپله اصلي څېره ور ورکړه کړو او دځنو ښاغلو په څېر دې لوستونکي دلفظونو په ټيس ټپاس غلط کړو ځکه چې اوس دا خبره روښانه شوې چې بې له پرونه نن هیڅ مانا نه لري
او نن چې له پرون سره اړیکه ونه لري نو نن نن کېدلی نه شي ځکه چې دا به په هوا کې محل وي او دمرحوم ايوب صابر دشعر په مصداق په هوا کې محلونه نه جوړيږي
سالک چې دغزل په ډګر کې پل ایښی او په ځانګړې توګه په دې کتاب (توري ستوري ) کې يې خپلې مخ ته دغزل دوه داسې هندارې ايښي دي چې له مخې يې دسنګار نوې معیارونه ځانته ټاکلي دي
اودا دوه هندارې دغزل دوه شهسواران حمزه شنواری او سیف الرحمان سلیم دي دحمزه فکر دجلال په حسن رنګين دی او دسلیم فکر دجمال په خوشبو مست دی او په حقیقت کې دا دواړه ښاغلي دپښتنو دښکلایزمعیار استازي دي
سالک په خپل غزل کې ددوي دواړو ښاغلوپه فني او فکري لارو خپلو سره دپښتني فکر جلالي او جمالي رنګ ته امتزاج بخښلی دی
که یو لورې دحمزه دفکراستازولي په هغه استعارو او ترکیبونو کوي چې دپښتني فکر انفرادیت ښايي او دپښتني حسن جلالي رنګونه راټولوي نو بل لورې ته دسیف الرحمان دفکر مستي هم لري اوپه غزل کې دپښتنو دجمالیاتو خط و خال انځوروي
حمزه شینواری او سیف الرحمان سلیم دوه هغه شاعران دي چې په بشپړه مانا يې دغزل دمزاج خیال هم ساتلی دی او هم يې روایات پاللي دي او سالک بیا ددې دوه ښاغلو پاتې تخلیقونه خپل میراث ګڼلي دي او دزړه په وینو يې دهغې پالنه کړې ده
اودسالک دغزل دیولوستونکي او مینوال په حیث دا تمه لرم چې په راتلونکوتخلیقي شېبو کې سالک دغه امتزاجي رنګ ديو نوي شعري رنګ پېلمه کړي او دشعري روایاتو پالنې سره په خوا کې نوې ذهني رویه خپله کړي او دکلاسیکیت په لاره دخپل عصرنماینده فکري اختراعات وکړي خپله لیکنه دپښتو ژبې دیو بل پیاوړي غزل ګو شاعر عبدلروف زاهد په دې شعر دلګ بدلون سره راټولوم سالک صیب ته دې ډالۍ وي چې
تاته پته د ځان نشته د زاهد نه خبر نه شوې
د ننګرهار تغزل ستايي اشنا خلک په ايران کې
۲۰۱۰/۲/۱۹کابل