ويلنټاین ډی :

طایرځلاند                                                                                                   

له هرې لورې ماته

ډير میسجونه راغلل

په میسجونو کې ګلاب او زړګی هم رسم دی

دسرکو شونډو خاپې هم ښکاريږي

لکه چې ماته مې نن ورک مینیان

دمحبت دورځې

مبارکي راکوي

سره له دې چې په دې ورځ کې نه څوک ويره کوي

او نه له چانه څوک شرميږي په څه

نن خو له تېرو شپږ پېړیو دمینو کیسه

هر یو مین یادوي

دمامخ چې ماته

غټ تلویزون ایښی دی

ددې په سکرين هم څه لیکل ښکاريږي

جینۍ خپل نوم لیکلی او په ډاډه دخپل یار نوم اخلي

خو زه چې ژوند په داسې زمکه کوم

چې دیرش کلونه وشول

او لامې دا خپله وارنه شوې څېره

ښيښه کې ونه لېده

لا مې دخپلو سترګو

په اوښکو زړه سپک نه دی

لامې لاسونو کې ګلان نشته

ازغي لرمه

نو ازغي زه

دویلنټاین په ورځ چاته ورکړم

یوه جینۍ چې لا تر ننه پورې

زه دهغې په تقدس قایل یم

زه يې مریم ګڼمه

او زه له دې ټولې دنیا

هغې ته زړه کې احترام لرمه مینه لرم

هغې ته څنګه ازغي ولېږمه

زما مین ملګرو

او په مین باندې مین ملګرو

که مونږ ريښتیا چا سره مینه کوو

راځۍ اول دژوند له لارو کوڅو

دا بدرنګۍ ورکې کړو

ازغي ګوزار کړو او لاسونو کې ګلاب را واخلو

که دا ګلاب دکومې ښکلې جینې

زلفو ته وروړو

نو ریښتیا وایم چې

مونږ به دخپلو محبوبو سره  دزړه له کومې مینه کوو

راځۍ له نن ورځې الهام واخلو چې

په ژوندانه کې مینه هم پکار ده

مونږ به ترڅو قفس کې ژوند تېروو

او دجیلوان لور به ګلونه راوړي

او یابه بیا مونږه  شو په دار اویزان

ددار په سر به ویلنټاین دچا نوم اخلي

راځۍ له نن ورځې الهام واخلو

14ـ2ـ 2012    کابل انټر نیوز