مقالې


استرالیایي حقوق پوهانو په توقیف خونو کې د پناه غوښتونکو ماشومانو د جنسي تیریو پلټنې ناسمې بللي

په استرالیا کې حقوق پوهان او د کډوالو د حقونو مدافعین وایي د ماشومانو د جنسي تیریو د څیړلو شاهي کمیسون د دغه هیواد په سمندري توقیف خونو کې پر پناه غوښتونکو ماشومانو ترسره شوي جنسي تیري په سمه توګه نه دي څیړلي. یاد شوي کمیسون تیره دوشنبه د استرالیا د کډوالو په سمندري توقیف خونو کې د پناه غوښتونکو ماشومانو د وضعیت د معاینه کولو او د جنسي تیریو د تورونو د څیړلو په خاطر څو ساعته پلټنې ترسره کړې. خو د پناه غوښتونکو حقوق پوهان نیوکه کوي چې دغه کمیسون په توقیف خونو کې د هغو ماشومانو

10.03.2017 خوشحال صافی

د ټرمپ د مهاجرت نوی فرمان د استرالیا او متحده ایالاتو ترمنځ د کډوالو په تبادله کولو کومه اغیزه نلري

د مارچ په شپږمه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مهاجرت نوی قانون لاسليک کړ او د هغو شپږو هېوادونو پر وګړو يې امريکا ته په ورتلو د دريو مياشتو لپاره بنديز ولګاوه چې ډېری اوسېدونکي يې مسلمانان دي. په دغو هېوادونو کې ايران، ليبیا، سوريه، سوماليا، سودان او يمن شامل دي. په مخکيني فرمان کې عراق هم د بنديز لګېدليو هېوادونو په لست کې شامل و خو په نوي فرمان کې د دغه هیواد نوم ترې ايستل شوی دی. د ټرمپ د دغه فرمان په اړه د استرالیا لمړي وزیر مالکم ټرنبل د دوشنبې په ورځ د اندونیزیا پ

10.03.2017 خوشحال صافی

بنګله دیش د روهنګیایي کډوالو په ستنولو کې د اندونیزیا څخه مرسته غوښتې

د بنګله دیش لمړۍ وزیرې شیخ حسینا د سه شنبې په ورځ په اندونیزیا کې د دغه هیواد له ولسمشر 'جوکو ویدو دو' څخه غوښتنه وکړه چې د روهنګیایي کډوالو په بیرته ستنولو کې له بنګله دیش سره مرسته وکړي. نوموړې په دغه دوه اړخیزه ناسته کې داسې وویل، "د روهنګیایي کډوالو مسله زمونږ لپاره یوه لویه ستونزه ګرځیدلې چې باید په سمه توګه حل کړی شي. د اندونیزیا څخه غواړو چې په دی هکله له مونږ سره مرسته وکړي تر څو دغه ستونزه حل او راغلي کډوال بیرته خپل هیواد میانمار ته ولیږو." د راپورونو له مخې په سلهاو

10.03.2017 خوشحال صافی

ولسمشره علومو اکاډمي وژغوره

ولسمشره علومو اکاډمي وژغوره قدرت الله کریمي ــ کابل نړۍ کې اکاډمیک مرکزونه دسیاسي ، قومي ، ژبني او سمتي کشمکشونو پاک او مبرا وي ، کله چې هیواد کې ځانغواړي سیاسي او اجتماعي حرکتونه تاوجن کیږي اکاډمیک مرکزونه ورته له ملي اوعقلي زاویې ګوري او عادلانه قضاوت کوي ، ولس هم پرې باور کوي ، خو که دا علمي هسته ګمراه کیږي او یا په سیاسي ، قومي او ژبني امراضو اخته کیږي حتمي ده چې د هیواد ګټلی حیثیت بایلل کیږي چې بیاځلي اعاده يې ناشونې ده.په خواشینی چې دافغانستان علومو اکاډمي د سیاسي ، ق

10.03.2017 قدرت الله کریمي

لنډه کیسه:دیوې جرګې کیسه:

جمال خان راته کړل(ویل یې): دجرګوډیرې کیسې مې اوریدلې دي. دکوڅې اوکلي له جرګونه نیولې بیا ان ترلویوجرګوپورې.داجرګه چې زه یې اوس کیسه کوم د«ډیورنډ»دخیالي کرښې نه اخواته دپښتنو قبایلوپه کومه سیمه کې سرته رسیدلې ده. ددې جرګې کیسه راته پنځوس شپیته کاله پخوایوسپین ږیري چې په ژمي کې دډبې پیتاوي ته ناست وو، کوله. دجرګې ځای، دسړونومونه، دښځې نوم اونورټول پې ما ایښودلي دي.اصلي یاخپل نومونه یې نه دي. وایي چې:دقنداروډاګ په سیمه،سره کمر،شیخ بابا،امبار، چارمنګ،باجوړاوی

08.03.2017 محمدعیان«عیان»

طالب چکر باز شو؛ له هر چا سره به کينې خو له افغان سره نه

اوس طالب هغه پخوانی د غرونو ببر سری طالب نه دی، اوس تور رانجه، اوږده توره لنګۍ او اوږده کالي نه آغوندي، اوس په ډاډسنو کې نه ګرځي، اوس طالب موډرن شوی، اوس په چکرو روږدی شوی، اوس طالب په غرونو نه ګرځي بلکې د چکرو لپاره هاغه موټرې او وسايل کاروي چې په نورو افغانانو يې د دې لپاره منع کول چې ګويا د کفري هيوادونو توليد دی، اوس طالب له اوږدو کاليو سره د غرونو د سفرونو پر ځای په پطلون او نيکټايې اغوستلو سره د دنيوي حورو د سيل لپاره په چين، مسکو او ايران کې مېلمستياوې کوي. اوس طالب د جنتي شرابو او دوه

08.03.2017 خوشحال آصفي 

ښوونه څه ته وایی؟

ښوونه څه ته وایی؟ ښوونه یو ځانګړې معرفت غوښتونکې کړنه ده، چې ددې په رڼا کې زده کوونکی د ښوونکي لارښوونه او هدایات، علم، مهارت او وړتیا ترلاسه کوي. ښوونه د زده کوونکي د معرفت غوښتنې د پراختیا او قابلیت مهم عامل د نړۍ لید او شخصیت جوړونې او انساني لوړو خویونو او د ښکلا خوښونې د احساس هڅول دي. معلومات او ښوونه یو له بله سره ډېرې مستقیمي اړیکي لري، په بله ژبه معلومات د ښوونې نتیجه او ښوونه د معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره اساسي لاره ده. د روزنې د پرمختګ او د انسان د شخصیت په جو

08.03.2017 ښویالی محمد شفیق شرفزی

”ښځې منبع الفساد دي!!‟

تېز باران خړه ځمه تور رنګې کړې وه، په لاره کې دوو چادري کړو میرمنو موټر ته لاس ورکړ، ملا موټروان موټر ورته ودراوه او مېرمنې موټر ته راپورته شوې. لږ وړاندې موټروان ور سره خبرې پیل کړې لومړی د حجاب، ستر، اسلام، جهاد او… خبرې ورپسې ورو ورو ټوکې شوې، مېرمنې چوپ وې خو د مولانا صاحب ببره خوله یو طرفه ښورېده، ورپسې یې مخ ور وګرځاوه نیمه ږېره یې را ووته او نیمه نوره یې لا په ګرېوانه کې بنده وه وې سخت ښه عطر مو وهلي سړی لیونی کوي…. ښځې بیا هم چوپ وې. زه حیران وم چې دا څه

08.03.2017 توریالی ملیار

روځ مو مبارک

روځ دمبارک د لمانځغونډی لپاره یی یوه میاشت مخکی لا کار شروع کړۍ وو ،د موجوده تخصیصیی تر څنګ یی د دوستو هیوادونو د سفارتونو اونړیوالو اړوندو ادارو څخه هم پیسي (فــنـډ) ترلاسه کړۍ وو، د اړوندو اورګانونو سره په همغږۍ یی هر اړخیز پروګرام جوړ کړۍ وو، یعنی د دولتی چارواکو- زور واکو تر څنګ یی دینی عالمانو اومدنی ټولنو ته لا د مخه خبر ورکړۍ وو،د لمانځغونډي د پای د رنګینیو لپاره یی اروپایی میشتی افغانه سندرغاړی هم سپیشل را غوښتي وه، اوالبته دغه ټول راغوښتل شوی ښاغلی او آغلي هغه څوک وو چی

07.03.2017 محمدربی آماج

استرالیا ستنېدونکو کډوالو ته پنځه ویشت زره ډالر ورکوي

د استرالیا د سمندري توقیف خونو څخه چې د پاپوا نیو ګینیا او نایرو هیوادونو کې موقعیت لري په لسګونو کډوالو چې پناه غوښتنې یې لږترلږه دوه ځلې رد شوي د پیسو په بدل کې خپلو هیوادونو ته د بیرته ستنیدو پریکړه کړې. په دې روستیو کې د استرالیا حکومت د کډوالو پالیسي د سختو کورنیو او نړیوالو نیوکو او فشارونو سره مخ ده، نو له همدې امله دغه هیواد هڅې پیل کړي تر څو له دغو سمندري توقیف خونو کډوال وباسي او ژرترژره یې بندې کړي. د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړې چې د یوې میاشتې راهیسې د مهاجرت چار

07.03.2017 آرین صافی

اندونیزیایي څارنوالانو د کډوالو یو لوی قاچاقچي لپاره د ۹ کلنو زندان غوښتنه کړې

په اندونیزیا کې څارنوالانو د محکمې څخه په دغه هیواد کې د کډوالو یو لوی قاچاق کوونکي ته د ۹ کلنو بند او (۳۷۰۰۰) ډالرو نغدي جریمې غوښتنه کړې ده. ابرهم لوناپسي چې د کپتان برام په نوم هم یادیږي په ۲۰۱۵م کال کې د استرالیا د سمندري ځواکونو لخوا د دغه هیواد په سمندري قلمرو کې هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې ۶۵ غیرقانوني کډوال په کښتۍ کې نیوزیلنډ ته انتقال کړي. استرالیا یاد شوې کس بیا د توقیف او پلټنو لپاره اندونیزیایي چارواکو ته وسپارلو. د نوموړي محکمه د مارچ په دویمه نیټه د ا

07.03.2017 آرین صافی

د ارواپوهني له کتابونو څخه(۵۰) ټکې

د ارواپوهني له کتابونو څخه(۵۰) ټکې لیکوال: استاد محمدنور(عثماني) ګرانو لوستونکو! دا راټولنه او ترتیب مې د مخور او نوموتي ادیب علامه پوهاند اکادیمسیسن عبدالشکور رشاد بابا د ۱۲ تلینې څېړنغوندې په یاد کې کړی ده. 1. تل د زده کولو په حال کې واوسه. 2. په هغه څه چې ته پوهیږي، نورو ته یې ورزده کړه. 3. په کال کې حد اقل د یو ځل لپاره د لمر راختلو منظره وکړه. 4. پو سه! چې څه وخت باید پټه خوله سي. 5. د نورو د زوکړي ورځ په یاد لره. 6. د سبا لپاره پلان جو

07.03.2017 استاد محمدنور(عثماني)

زیات خوراک او ضايع کول د نړۍ پنځمه برخه خواړه ضايع کوي‎

د نوو څيړنو له مخې د نړۍ پنځمه برخه خواړه چې تقريباً د نړۍ ۲۰ سلنه خواړه جوړوي د اندازې څخه د زياتو خوړو د خوراک او ضايع کولو يعنې د ليرې غورځولو پواسطه ضايع او د کاره غورځول کيږي . څيړونکي وايي چې د نړۍ وګړي د نړۍ د غذا شاوخوا ۱۰ سلنه دخپلې اړتيا څخه زيات مصرفوي او په عين حال کې د نړيوالو خوړو ۹ سلنه خواړه ضايع او ليرې غورځول کيږي د ټيم څيړونکي وايي بايد هڅه وشي چي ترڅو د بيليونه ټنه خواړو د ضايع کيدو مخه ونيول شي او د نړۍ د خوړو تحفظ او امنيت لا ښه شي چې تر څو د هر وګړي لپاره خو

07.03.2017 فضل الدين احسان بنوزی

موسهی د تروریستانو ځاله

د موسهی ولسوالی د کابل په جنوب کې او د کابل ښار څخه په ۲۵ کیلو متری کې موقعیت لري چې نفوس يي ۳۰۰۰۰ تنه اټکل شویده .‎ وګړي يي اکثریت پښتانه او اقلیت يي تاجک دې چې په پښتو او دری ژبو خبری کوي ، موسهی ولسوالی د کابل د خاکجبار، بګرامیو ،چهار آسیاب او د لوګر ولایت د ازرې ولسوالی سره ګډه پوله لري ، موسهی ولسوالی یوي غرییزه دره ده او ښایسته د شفافو اوبو سیند هم په کې جاري دی چې جنت غوندې یی دغه ولسوالی ښایسته کړیده ، خو زه دغلته د موسهي د هغي رازونو څخه پرده پورته کوم چې یا خو د چا و

07.03.2017 محمدرفیع یادګاری

د فاټا برخلیک او غبرګونونه

د فاټا برخلیک او غبرګونونه د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف په لارښوونه، اسلام اباد د پښتونخوا د خپلواکې سیمې، FATA (Federally Administered Tribal Areas) د برخلیک په اړه په داسې مهال پریکړه کوي چې یوخوا په ټول پاکستان کې د پښتنو په وړاندې د توکمپالنې دولتي چلوټه او تصفیه روانه ده او بلخوا پنجاب د قبایلو او ټولې پښتونخوا د مشرانو او ولسونو له ارادې او سلا پرته، پخپلسر او یوازې ځان غواړي خپله دا پریکړه د پښتنو په سیمه پلې کړي! همدارنګه اسلام اباد په پاکستان کې د FATA د ادغام پریکړه پ

07.03.2017 سرلوڅ مرادزی

په اسلام کې تړونونه : دریمه برخه

په اسلام کې د نړیوالو روابطو اصول تـړونـونه ژباړه : عبدالله دانشیار _____________ دریمه برخه د تړونونو ډولونه په اسلام کې تړونونه په دوه ډوله دي : ۱ : دایمي تړونونه ( اوږد مهاله تړونونه ) ۲ : مؤقت تړونونه ( لنډ مهاله تړونونه ) دایمي تړونونه ( اوږد مهاله تړونونه  ) دایمي تړونونه هغه دي چې د امام لپاره جایز نه دي چې مات یې کړي ولو که چیرې یې په ماتولو کې مصلحت هم وو ،  تر هغه چې دوهم طرف د تړون د احکامو مخالفت و

06.03.2017 عبدالله دانشیار

ماشومان دانټرنیټ له ګواښونو خوندی کړی

اغامحمد (حیدری) ماشومان دانټرنیټ له ګواښونو خوندی کړی : لکه څرنګه چی انټرنیټ نه په نړی کی خلک په مختلیفو برخوکی کار اخلی لکه (زده کړه ، روغتیا ، زراعت ، امنیت ، څیړنی ) اوداسی نور، ماشومان هم د نورو خلکو په ډول د انټرنیټ له کارولو خوند اخلی کوښښ کوی چی هر وخت له ملګروسره انلین چټ ، لوبی وکړی اویوبل ته تصویرونه او غږیز پیغامونه ولیږی ، اوس پوښتنه داده چی څنګه کولای شوماشومان د انټرنیټ له ګواښونو خوندی کړو هغه ګواښونه کوم دی چی د انټرنیټ په خیالی نړی کی ماشومان ورسره مخ کیږی .

06.03.2017 آغامحمد (حیدری)

داعشي خلافت او د (D) پلان عملي کېدل . باخبر !

لومړی خود طالب ډ لې ترنامه لاندې په اصطلاح د امارت اسلامي ډ رامه را پورته شوه ، خو چې کله دغه بد نامې څېرې افغانانو ، سیمې او نړۍ ول

06.03.2017 محمد انور ولید

د لغمان اوسنی وضعیت؟!

لغمان د افغانستان يو له ختيځو ولايتونو څخه دى، دا ولايت په ١٣٤٣ لمريز کال کې تاسيس شوى دى، مرکز يې د مهترلام ښار دى. لغمان ولايت  ۳٬

06.03.2017 نیک مل

خبردار؛ د سرطان دانې دېخوا راځي ! 

پاکستان د ترهګرو د رااړولو په هڅه کې  وروسته له هغې چې دوه اونۍ وړاندې په پاکستان کې خونړي بريدونه ترسره شول؛ پاکستاني حکومت په ټول هېواد کې د ردالفساد په نوم د پوځي عملیاتو د پیل اعلان وکړ. راپورونه وايي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه سلګونه کورونه، دیني مدرسې او دوکانونه پلټل شوي او د شک پر بنیاد ګڼ شمېر کسان هم نیول شوي چې لسګونه بې ‌ګناه افغانان هم په ‌کې شامل دي. د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي، پاکستان باید دا ځل صادقانه عمل وکړي او پرته له توپيره ټولې ترورېست

06.03.2017 خوشحال آصفي

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more